د ملګرو ملتونو سږنۍ مجمع کې د سولې په اړه د ښاغلي محب څرګندونې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو سږنۍ مجمع ته مفصله او هر اړخیزه وینا واوروله. دلته یوازې د دغې وینا په هغه برخه تمرکز کوو چې سولې ته یې په کې اشارې لرلې. نوموړي وویل: "د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي
."
نوموړي په خپله وینا کې سوله لا هم د حکومت د مهم لومړیتوب په توګه یاده کړه، "سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸  کال په فبروري کې جمهو رییس محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی. د همغه کال په جون میاشت کې، چې افغانانو د اختر ورځې نمانځلې درې ورځنی سرتاسري اوربند وشو، چې هېچا یې فکر نه کاوه. دې کار افغانانو ته یو نه ماتېدونکی ډاډ ورکړ، چې سوله ممکنه ده او په ډاګه شوه، چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو اترو وړتیا لري".
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني اخستل شویو ګامونو او نوښتونو ته په اشارې وویل: "ولسمشر محمد اشرف غني په نوامبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹  کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ.
په دې اړه افغان مېرمنې تر بل هر چا د ډېر امتیاز مستحقې دي، ځکه تر بل هر چا وړاندې د هیواد په کچه د سولې د اجنډا پر محوریت را ټولې شوې. په فبرورۍ کې د افغانستان له ۳۴  ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو د سولې د توافقنامې پر شرایطو  بحث وکړ او د هغوی له ډلې ۳۰۰۰  تنو یې په کابل ښار کې له دې اجنډا د ملاتړد  اعلان لپاره ناسته وکړه.
حکومت په اپریل کې د سولې تاریخي ملي مشورتي لویه جرګه را وغوښته، چې د سولې په هوکړه لیک کې یې د خلکو پر غوښتنو بحث او مشورې وکړې.
پورته یاد شوی هر نوښت داسې یو ستر ګام دی، چې مشري یې افغانان کوي او یوې  ټول شمولې، پایداره او با عزته سولې ته زمینه برابروي او لا ډېر خوځښت رامنځته کوي."
له دې څخه سولې ته د حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ژمنتیا له ورایه څرګندېږي او هغوی چې پر حکومت او ولسمشر غني یې ناحقه د سولې تورونه پورې کول باید د خجالت او ملامتۍ احساس وکړي او دا ومني چې دوی واقعا ولس ته دروغ ویلي وو او د ولس د ذهنیت د خرابولو ناوړه هڅه یې کړې.