ولسمشر غني ولې د سولې پر نړیواله ټلواله ټینګار کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
په دې وروستیو کې چې څومره د سولې خبرې تودېدې ، نو همغومره په کوردننه، د سیمې او نړۍ په کچه هڅې هم را پیل شوې او ډېرو هیوادونو له کومې همغږۍ پرته له طالبانو سره د اړیکو لرلو او پر هغوی د نفوذ لرلو ادعا وکړه او یا یې هم داسې وښودله چې دوی ګواکې له طالبانو سره اړیکې لري او دوی کولای شي چې هغوی د سولې خبرو ته چمتو کړي. په دې برخه کې د پاکستان، ایران، او چین هیوادونو نومونه د بېلګې په توګه یادولی شو
.
دغه هیوادونه بې له هغې چې افغان دولت سره کومه همغږي ولري، نو له طالبانو سره یې د اړیکو او پر هغوی د نفوذ لرلو ادعاوې وکړې او حتی دا یې هم وویل چې له وسله والو طالبانو سره یې د سولې په اړه خبرې او بحثونه کړي دي. روسیې هم په دې وروستیو کې طالبان ځانته نږدې کړي او حتی داسې ویل کېږي چې روسیه وسله وال طالبان د سولې پرځای جګړې ته زیات لمسوي او په دې برخه کې ورته تجهیزات هم برابروي.
د سولې په اړه دغو تیت او پرک سیمه ییز او نړیوالو هڅو ته په کتو چې له ګټې یې زیان ډېر دی ولسمشر غني په دې وروستیو کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې خپلې انفرادي هڅې دې همغږې او منسجمې کړي او په قرغیزستان کې د شانګهای سازمان کې چې د ډېرو هیوادونو مشران هم په کې حاضر وو، ولسمشر غني یو ځل بیا په ټینګار سره له دوی څخه وغوښتل چې د سولې په برخه کې خپلې هڅې منسجمې او همغږې کړي.
پرون د ترکیې دولتي تلویزیون سره د مرکې پرمهال یو ځل بیا ولسمشر غني د سولې په برخه کې دغو انفرادي هڅو ته په اشارې د سولې د نړیوالې ټلوالې د جوړېدو یادونه وکړه او وې ویل: " لومړۍ، د سولې د ائتلاف جوړېدل، چې په هغه کې د بین المللي او سیمه ییزو لوبغاړو پیغامونه په منسجم ډول بیان شي. کله چې سیاسیون په جلا، جلا ډول له طالبانو سره ویني، په واقعیت کې هغوی ته د مهموالي یو حس ورکوي. دا کار نشي کولی ملموس واقعیتونه او د نړیوالو لوبغاړو منځمهالې او اوږدمهالې ګټې منعکس کړي."
د ولسمشر غني په باور د سولې انفرادي هڅې د سولې فرصتونه او پروسه له خنډونو سره مخ کولای شي، ځکه چې دلته به د سولې او د افغانانو په هیلو او غوښتنو بحث نه کېږي، بلکې هر هیواد به د خپلو لومړیتوبونو او برنامو له لارې وسله والو طالبانو ته خپل فرمایشونه ورکوي او ترڅنګ یې دغه ډول انفرادي کتنې او اړیکې د دې باعث هم کېږي چې وسله وال طالبان د برترۍ احساس وکړي او له افغان دولت سره له خبرو څخه یو مخ انکاري شوي او اوس همداسې شوي هم دي. مګر که چېرې د سیمې او نړۍ هیوادونه د سولې په برخه کې خپلې برنامې او هڅې له افغان دولت سره همغږې او منسجمې کړي، نو باور دی چې وسله وال طالبان به په اسانۍ سولې ته غاړه کېږدي.