مسکو او دوحه کې سولې پسې سرګردانه سیاسیون

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
د تعجب خبره خو داده چې په سوله پسې نن سبا همغه اشخاص او افراد مسکو او دوحې ته ځغلي چې په هیواد دننه یې د سولې خلاف دریځ نیولی دی، ځکه چې دوی نه پاکه سابقه او تاریخچه لري او نه یې هم په دا دومره وخت کې داسې کوم کار او اقدام کړی چې د سولې لپاره موثر تمام شي او د ولس باور دې ور خپل کړي
.
بلکې دوی تل د جنګ، تشدد، فساد او د سولې ضد موقف نیولی دی، اکثری یې چې والیان، وزیران او په نورو مهمو څوکیو کې وو، نو حتی د دولت په امکاناتو یې نه یوازې د ولس د هوساینې او د دولت د پیاوړتیا او د هیواد د پرمختګ لپاره داسې کوم کار نه دی کړی چې خلک یې د بېلګې په توګه راوړي، بلکې دولتي منابع او امکانات یې یا ضایع کړي، یا یې غلا کړي او یا یې هم په شخصي چارو لګولي دي.
بله دا چې همدغه کسان د جنګ، افراطیت او فساد پلویان دي. د سولې مشورتي لویې جرګې اصلي مخالفین همدوی وو، چې له وخت دمخه یې د یادې جرګې پر غړو بېلابېل تورونه ولګول مګر مو او تاسو ولیدل چې یادې جرګې په څومره ازاده فضا کې د سولې په اړه جدي بحث او پرېکړې وکړې او حکومت ته یې یوه ښه لار نقشه په لاس ورکړه.
مګر دغه سیاسیون نه یوازې جرګې ته ورنغلل، بلکې برخلاف یې د جرګې او سولې پر ضد داسې تبلیغات وکړل چې د عامه اذهانو د مغشوشولو څرک ورڅخه لګېده. خو کله چې په لاهور، مسکو او یا دوحه کې د سولې نوم یاد شي، نو دوی په دواړو پښو ورځغلي. اوس یې نو له دې اټکل کړئ چې دوی د سولې غوښتونکي دي او که د سولې مخالفان؟
محمداشرف غني تېره اونۍ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د سولې د زمان په اړه وویل، "قسمت چهارم بالای زمان صلح The movement of peace  است . نقطه اول خدمت تان ذکر کنم که هر روز زمان صلح نبوده، برای ۱۸ سال در شرایط و ماحول نبوده ایم که صلح واقعا به‌صورت واقع‌بینانه دیده شود.  امروز مه می‌خواهم بگویم که امروز تنهایک روز  نیست، از همین لحظه تا همین زمان ‎، این زمان، زمان صلح است. شرایط برابر شده باید از این شرایط استفاده اعظمی صورت بگیرد. تمام ستاره ها با هم برابر است، شاول عیار شده، در این زمان اگر فرصت را از دست بدهیم، باز مسئولیت بسیار بزرگ است. از این جهت باید یقین داشته باشید که به عقب رفتن برای این ملت نه قابل قبول است و نه ممکن است، یواځې مخکې تللای شو  و اینجا چند چیز لازمی است. اول امید است من از این خاطر احساسات خود را همرای شما شریک کردم که فکر نکنید که من این دردها را شخصا ندیده ایم و روزانه درک نمی کنم. تنها خداوند ج از دلم خبر می شود که من در شش و نیم یا پنج و نیم صبح ارقام تلفات را می‌بینم."