غني بې جوړې دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
ډاکټر غني نه یوازې د خپلې پوهې ، تفکر، تدبر، قاطعیت، وطن پالنې، کار او خدمت ، بلکې د نورو پر وړاندې د زغم او پر خپل کار او هدف د تمرکز له پلوه هم بې جوړې دې. یو وخت به ټولو د ښاغلي غني په اړه دوه خبرې سختې په زغرده کولې یوه دا وه چې ویل به یې بې حوصلې او قهرجن دی اوبله دا چې ناروغه دی
.
مګر د تېرو ولسمشریزو ټاکنو او د پنځه کاله ولسمشرۍ پرمهال موږ عملا وینو چې ولسمشر غني برعکس نهایت حوصله ناک دی، ځکه د تېرو ولسمشریزو کمپاینونو پرمهال عبدالله عبدالله او د ده نورو سیالانو سختې توندې او تېزې څرګندونې د ده په حق کې کولې، مګر ولسمشر غني تر پایه هیڅ ډول منفي حرکت، بې حوصله کېږي او کوم توند غبرګون ونښوده.
دا سږکال هم حنیف اتمر او د ولسمشرۍ نور نوماندان د ولسمشر غني په حق کې ظالمانه نیوکې او څرګندونې کوي، تورونه او تهمتونه پورې کوي، مګر ولسمشر غني ارام دی هیڅ هم نه وایي، نه غبرګون ښیي، نه ځواب ورکوي او نه هم بل داسې حرکت کوي چې د دې بې حوصلي دې ورڅخه څرګنده شي.
ښاغلی غني وایي، مخالفین او د افغانستان دښمنان غواړي چې په وړو وړو معضلو او کیسو کې ما بوخت وساتي او له لویو او ملي برنامو څخه مې را وګرځوي، مګر زه به هیڅ وخت د دوی څرګندونو او دغه ډول خبرو ته ارزښت ورنه کړم او ټول تمرکز به مې پر خپل کار، خلکو او وطن ته په خدمت وي.
ولسمشر غني وایي ولس مې بادار او زه یې خدمتګار یم. د دوی د خدمت مسوولیت مې مکلفیت دی او دا د ځان لپاره ویاړ ګڼم، مګر د غله، فاسد او بې وفا پر وړاندې بیا بې زغمه یم، په دوی قهراو غوسه هم کوم او چې څه په خوله راشي ورته یې وایم. هغه وایي چې د خاین سړي بوی له ورایه راباندې لګېږي او ځانته یې نه رالنډوم.
هغوی چې ویل به یې ښاغلی غني ناروغ او زهیر دی او جنګ ځپلی افغانستان نهایت زیات کار ته اړتیا لري، چې غني به یې زغم ونه لري، مګر موږ وینو چې ښاغلي غني په پنځو کالو کې مسلسل شپه او ورځ شپاړس او اتلس ساعته کار وکړ، نه یې د ستړیا احساس وکړ، نه یې  رخصتي او استراحت وکړ، بلکې مسلسل په بېلابېلو برخو کې په کار او خدمت بوخت دی او شپه ورځ د وطن د ابادۍ او ازادۍ لپاره کار کوي.
ښاغلی غني وایي چې د ولسمشرۍ څوکۍ تدبیر او زغم غواړي. دا د دې څوکۍ تقاضا ده، دلته باید هم تعادل ولرې، هم ټول خلک واورې، هم ټولو ته رسیدګي وکړې او هم د ټولو درناوی پرځای کړې. نوموړی غواړي چې افغانستان له اوسنیو سختو او بحراني شیبو څخه وباسي. د ارام، هوسا او باعزته او سرلوړي افغانستان لپاره بېدرېغه هلې ځلې کوي او باور دی چې ولسمشر غني به د ولس د ملاتړ په برکت په خپله دغه لویه ملي او سپېڅلې موخه کې بریالی شي.