امریکا بالاخره د غني پر پله ور روانه شوه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
د افغانستان د سولې پروسه په دې وروستیو کې بېخي انحصار او اغوا شوې وه، زلمي خلیلزاد کوښښ کاوه چې له دغې پروسې څخه د ځان په ګټه او د حکومت په کاواکه کولو داسې استفاده وکړي چې ځان ته میدان خالي کړي او بالاخره واک ته ورسېږي، مګر د حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني معقول دریځ او مقاومت لوبه د خلیلزاد او امریکا له لاسه وېسته
.
امریکا ته یو څه ژمنو کسانو چې په حکومت کې یې مهمې څوکۍ لرلې په دې وروستیو کې له خپلو دندو استعفاوې ورکړې، ترڅو له یوې خوا پر ښاغلي غني فشار زیات شي او ځان یوازې احساس کړي او په دې ډول د امریکا غوښتنو ته تسلیم شي او له بل لوري دوی ته دا تمه ورکړل شوې وه چې د سولې او یا موقت حکومت کې به مهم مسوولیتونه ور وسپارل شي. په همدې خاطر ډېرو افغان سیاسیونو شونډې څټلې او څڼې غوړولې.
مګر ولسمشر غني له لومړي سره ورته ویل، چې دوی په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي، له باعزته او تلپاتې څخه یې موخه دا وه چې نه باید سوله د کومې معاملې پایله اوسي او نه هم د سولې په پایله کې کومه معامله وشي او په همدې خاطر یې د افغان دولت په مالکیت او رهبري د سولې پروسې او د بین الافغاني مذاکراتو باندې ټینګار درلود، ځکه چې همدا د بحران او جنګ د پایته رسېدو، اصولي، قانوني او منطقي لاره وه او لا به هم وي.
په داخل کې داسې اوازې او ګونګوسې وې چې ګواکې سوله د افغان دولت له واکه وتونکې او د امریکایانو لاس ته ورتلونکې ده، مګر په امریکا کې د خلیلزاد په کړنو، چلند او نېت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب توندو نیوکو چې د امریکا غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل، دا لوبه بدله کړه، معادله برعکس شوه، هرڅه د امریکا پرځای بېرته د افغان دولت لاسته ورغلل او ښاغلي غني چې څنګه ګڼله همغسې وشول.
ځکه ښاغلي غني ویل ټاکنې دې پر وخت ترسره شي، تر څو یو مشروع او منتخب حکومت د سولې کېدونکی قرارداد تطبیق کړي، امریکا د خپلو داخلي پلویانو په خوله دا خبره کوله چې نا موږ اول سوله غواړو نه انتخابات، دوی په لوی لاس د سولې او انتخاباتو دوه ملي او مهمې پروسې له یوبل سره په ټکر کې بللې. د دې ټولو باوجود ښاغلي غني ویل چې دا دوه موازي پروسې دي او یوه د بلې پر ضد نه، بلکې د یوې او بلې تمویلونکې دي او دا حتمي ده چې دواړه پروسې ترسره شي.
بالاخره له ډېرو جنجالو وروسته امریکا دېته راضي شوه، ځکه امریکایي مقاماتو، د بهرنیو چارو وزیر او جنرال میلر ټولو د خلیلزاد په ګډون اعلان وکړ، چې ممکن د سولې خبرې وخت ونیسي، نو په دې خاطر دې ټاکنې پر وخت ترسره شي او د سولې د مذاکراتو لپاره دې نه ځنډول کېږي. له همدې امله ټاکنو ته چمتووالی روان دی او په پام کې ده چې د روان کال په میزان میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.