د غني دا سفر به له نورو سفرونو توپیر ولري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

ولسمشر محمد اشرف غني به د سرطان میاشتې په شپږمه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي غوښتنه یاد هیوادته سفر وکړي. باور دی چې د ولسمشر غني دا ځلي سفر به ښې پایلې له ځانه سره ولري، ځکه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لا دمخه ویلي او دا یې منلې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاستونه ناسم وو او دوی د خپل ځان، دریځونو او سیاستونو د بدلولو لپاره جدي نیت او ټینګه اراده لري.

د ښاغلي غني دا سفر به له نورو سفرونه څخه زیات توپير ولري. دا سفر به تشرفاتي سفر نه  وي یو کاري سفر به وي او له پاکستان حکومت سره به په هغو مسایلو خبرې وکړي کومې چې دوی له افغان حکومت سره کړي دي او په عمل کې تر سره کړي نه دي. اوس ښاغلی غني غواړي چې په همغو مسایلو له پاکستان حکومت سره پرې خبرې وکړي او له هغوی څخه وپوښتي چې پر کړو وعدو مو ولې عمل ونه کړ. او ایا اوس هم پر خپلو وعدو ولاړ یاستئ او که نه.

د ښاغلي غني هغه خبرې چې په اجنډا کې شاملې دي او خبرې به پرې کېږي هغه دادي چې.

لومړۍ خبرا دا چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخيز تجارت پیاوړی کول پخوا د دواړو هیوادونو تر منځ  تجارتي اړيکې سمې وي، مګر ولسمشر غني د پاکستان د غلطو سیاستونو او پالیسیو په بدل کې کرار کرار له پاکستان سره خپل تجارت کم او پرځای يې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پیل کړه.

پاکستان په لومړیو کې دا موضوع ډېره جدي نه ګڼله مګر کرار کرار یې د دې قضیې او مسلې فشار درک کړ او دا فشار دومره ځواکمن وو چې اوس یې پاکستاني مقامات د خپلو غلطو سیاستونو او پالیسیو بدلولو او اصلاح کولو ته اړ کړي دي.

دوهم د طالب مشرانو کورنۍ د قطر هیواد ته لېږدول تر څو په ارامه او پرته له وېرې فیصلې وکړای شي ځکه تر څو چې د هغوی کورنۍ په پاکستان کې وي دوی به هېڅکله هم حقیقت ونه وایي ځکه چې هلته یې پاکستان حکومت کورنۍ ته ګواښ کوي او دوی هم له حقیقت خپل مخ اړوي.

دریم د سولې په برخه کې به عملي ګام تر سره کوي، او پر هغو مدارسو او کمپونو چې افغانستان ته ترهګر روزي او د افغان حکومت پر وړاندې یې جنګ ته هڅوي بندیزونه ولګوي.

څلورم افغان حکومت به د پاکستان اموال د منځنۍ اسیا هیوادونو ته په دې شرط پرېږدي چې دوی د افغانستان اموال له واګه بندر څخه هندوستان ته پرېږدي. همدارنګه  یو لړ نور مسایل دي چې ښاغلی غني به پرې خبرې وکړي. او داسې برېښي چې پاکستان حکومت له خپلو کړنو څخه پېښمانه دې او نور نه غواړي په افغانستان کې تروريستي کړنې تر سره کړي غواړي چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي په څېر واوسي. خو لا هم سرې وخت دې چې په دې هر څه دوی پوه شول او د افغانستان همکاري یې  درک کړه.