پر پاکستان باندې فشارونه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحرپر پاکستان باندې فشارونه!

پاکستان حکومت د هغو کړنو سزا اوس ګوري کومې چې دوی له کلونو راهيسې په افغانستان او یو شمېر نورو ګاونډیو هیوادونو کې تر سره کړي دي. دوی په دې فکر کې و چې دا هر څه به کوو که جګړه مو وګټله نو بریالي به یوو او پر يو شمېر هیوادونو به خپل حکومت کوو او که مو بایلوده نو په ارامه به کېنو څوک به یې پوښتنه نه کوي. خو د دوی دې ته فکر نه وو چې سبا د دې ټولو کړنو حساب به راسره کېږي او د ذرې ذرې حساب به ورکوږ.

پاکستان چې په افغانستان کې له کلونو راهيسې کومه جګړه روانه کړې او افغانستان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی، ځکه په دغه بدمرغه جګړه کې موږ د ژوند ارام، امکانات، نظام، تاسیسات او هر څه له لاسه ورکړي او لا یې هم ورکوو. هیواد مو د همدغه پاکستان د لاسه نن له ورو سیال هیوادونو څخه وروسته پاتې دې. که چېرته پاکستان افغانستان په ارامه سره پريښی وای، نن به د همدې افغانستان له لارې پاکستان هم اباد وو او په ارامه به و.

که چېرته پاکستان تل له خپلې سر زورۍ څخه کار نه اخيستلو او په صادقه توګه له افغانستان سره مخته تللای، نو نن به دومره نه ورخطا کېده او نه به هم دې ته  اړ کېده چې نورو ته حساب ورکړي. هغه په پښتو کې یو متل دی چې ډېر پر ځای متل  دی، وایي چې څه کرې هغه به رېبې هم. نو پاکستان باید دې ته اول خپل فکر کړی وای چې د دې ټولو سزا به یوه ورځ نه یوه ورځ ګالو. هغه هم داسې سزا چې په راتلونکي تاریخ کې به یې هم یادونه وشي. چې یو مظلوم هیواد باندې چې هغه افغانستان و څو لسيزې پر هیواد باندې جګړه کوله  څه یې چې له وسه پوره و هغه یې پر افغانانو تر سره کول، مګر ولسمشر غني پاکستان د خپلو بدرنګو اعمالو نندارې ته وداروه او همدغې نندارې نن پاکستان په خپلو کړنو پښېمانه کړی دی.

 پاکستان اوس په خپلو کړنو پښېمانه اېسي او لا هم سر وخت دی چې خپل دریځ بدل کړي، مګر دا به پاکستان ته د ولسمشر غني له راتلونکي سفر څخه معلومه شي چې پاکستان دا ځل له ولسمشر سره صادقانه مخته ځي او که بیا هم له بوسو لاندې د اوبو تېرولو ناکامه هڅه کوي، ناکامه ځکه چې ولسمشر غني د دوی هر څه په دقت څاري او د دوی په تشو ژمنو به غلط نشي.

له همدې امله د افغانانو هیله داده چې په راتلونکو انتخاباتو کې یو ځل بیا د هیواد ولسمشر شي. نو په دا ځل پنځه کلنه دوره کې به مو هیواد داسې پرمختګ وکړي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شي.

په راتلونکو پنځو کالو کې به د زورواکانو چاره هم وکړي، ځکه چې له یوې خوا به ولسمشر غني د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له مزاحمتونو بېغمه شي او بل لورته به حکومت یو لاس شي او همدارنګه به خپلې پیل شوې پروژې چې لا ناتمامه پاتې دي بشپړې کړي.