اتمر یې بایلي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

اتمر د ښاغلي غني په حکومت کې ښه رشد وکړ، ځکه چې له یوې خوا ورباندې غني له حده زیات اعتماد کړی و او د همدغه اعتماد په اساس یې نوموړي ته زیات صلاحیت ورکړی و. نوموړی د ملي امنیت سلاکار و، مګر په حقیقت کې یې د لومړي وزیر حیثیت درلود، ځکه په ډېرو مقرریو او تصامیمو کې د هغه فکر او نظر ته ارزښت ورکول کېده

.

ښاغلي غني غوښتل چې د اصلاحاتو، حکومتولۍ او بهرنۍ پالیسۍ د ښه تطبیق لپاره د زیات وخت موندلو او فرصت پیدا کولو لپاره داخلي زیات مسایل ښاغلي اتمر ته ور تر غاړې کړي، تر څو هغه خپلو برنامو ته رسیدګي وکړي، مګر ښاغلي اتمر د ولسمشر غني له دغه اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کړه.

ښاغلي اتمر به د ملکي او نظامي ادارو مسوولین ورغوښتل او همدارنګه به یې هره ورځ له قومي او سیاسي مشرانو، وکیلانو او نورو سره منظمې غونډې کولې او دغه غونډې به یې تر ډېره د ځان په مطرح کولو ورټولې وې. هغه غوښتل چې په دې ډول د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه اشتراک وکړي چې بالاخره یې دا کار وکړ.

مګر تاوان یې دا وکړ چې خلکو د مکارانسان په توګه وپېژانده او د ډېرو خلکو اوس په دې نه دی خوښ چې هغه له ښاغلي غني سره د وفا پرځای جفا وکړه او په افغاني ټولنه کې له جفاکاره خلک بده وړي او کرکه ورځنې کوي، ځکه ښاغلي اتمر په تېرو څلورو کالو کې د حکومت ډېرې منابع په خپله شخصي ګټه وکارولې او برعکس یې ډېر فرصتونه ضایع کړل. حتی داسې ویل کېږي چې نوموړي په لوی لاس په ځینو ولایتونو او سیمو کې دښمن ته مخه ورکوله، امنیتي منسوبین یې له جنګ او مقاومته راګرځول. هغه غوښتل په دې ډول خلکو ته وښیي چې ګواکې ولسمشر غني د جنګ په مدیریت کې پاتې راغلی دی.

له کومې ورځې چې ښاغلی اتمر له حکومته شړل شوی، نو پخوانیو مافیایي کړیو او جنګسالارانو ته یې پناه وروړې، همدا مهال ټول زورواکان او جنګسالاران پر ده ور ټول دي. د ده دواړه مرستیالان ښاغلی قانوني او ښاغلی محقق په خلکو کې د بدنامو جنګسالارانو په نوم شهرت لري او ټول ورڅخه کرکه لري، نو دا د ښاغلي اتمر د بایلاد یو لوی لامل کېدلی شي.

دویم دلیل د ناکامۍیې دادی چې نوموړي لا وار دمخه پر نظام او ملي مسایلو معامله ګري شروع کړې ده، ځکه د ښاغلي قانوني په وینا اتمر ورسره دا منلې ده چې که واک ته ورسېږي، نو نظام ته به بدلون ورکړي او د دوی ټولې غوښتنې به ومني چې دا د قانون خلاف عمل دی او ټول خلک د همدغه ناوړه تفاهم له امله پر ښاغلي اتمر بد وایي او هغه چې د خلکو په منځ کې کوم نفوذ او محبوبیت خپل کړی و، نو کرار کرار یې له لاسه ورکوي.

د افغانستان خلک له دغه ډول معامله ګیریو ستړي دي، دوی د شفاف او قوي مرکزي دولت پلویان دي، دوی به هیڅ وخت په ښاغلي اتمر او د هغه پر ټیم دا باور ونه کړي چې خپلې رایې هغه ته ورکړي، ځکه دوی پوهېږي چې ښاغلی اتمر به په خپلو شومو پلانونو سره د افغانستان راتلونکی تباه کړي، نو کله چې ولس پر هغه باور ونه کړي او ملاتړ ورڅخه اعلان نه کړي، نو معلومدار چې اتمر به یې بایلي.