عمومي اذهان او د افغانستان سیاسي فضا

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

حکومت په ځانګړي ډول اطلاعاتو فرهنګ وزارت او اړوندې ادارې دې د عامه اذهانو جوړولو او روښانولو ته پام وکړي، ځکه د دوی د غفلت او نه فعالیت له امله مغرضو کړیو او د ګاونډیو استخباراتي شبکو ته د افغان ضد تبلیغاتو لپاره ښه زمینه برابره ده چې هره لحظه د بې اعتمادۍ او نهیلۍ لپاره بېلابېلې سناریوګانې په لاره اچوي. د افراطیت فکر تبلیغوي او د خلکو اذهان خرابوي.

عمومي اذهان او د افغانستان سیاسي فضا له اصلي موضوع څخه بې خبره دي. تکراري پېښو او فاجعو عمومي اذهان سخت بوخت کړي، تر دې چې د ستراتیژیکو سیاسي او اقتصادي مسایلو د پلانولو فرصت یې ورڅخه اخیستی. سیاسي بنسټونه او ګوندونه ملي او اساسي مسایلو ته ساده او دودیز فکر کوي. ښایي د افغانستان د تلپاتې ودې بنسټیزه ستراتیژي د سیاسي ګوندونو او د حکومت د اپوزیسیون له سویې لوړه وي. په افغانستان کې سیاسي بنسټونه او ګوندونه مسلکي غړي او کدرونه نه لري.

په نورو هېوادونو کې ټاکنیزې منډې ترړې په افکارو او د هېواد د هر اړخیزې ودې لپاره پر ستراتیژیکو طرحو ور ټولې وي. د افغانستان په ټاکنو کې ځینې پوه او نخبه اشخاص هم حضور لري خو  د عمومي وضعیت د بدلون لپاره هیڅ طرحه نه لري. کرۍ ورځ په ببولالو سر وي، د ځان درنه او د بل سپکه وايي. په راتلونکو ټاکنو کې به هم  د دوی سیالي تر ډېرو وړو مسایلو پورې محدوده وي.  

یوازې حکومت نه، بلکې سیاسي ګوندونه او بنسټونه، د حکومت اپوزیسیون، د افغانستان نخبګان او د هېواد عمومي رسنۍ هم پر خپل ځای ملامتې دي. کله چې د دې ټولو بحث په روانو او عمومي مسایلو ور ټول وي او د حکومت زیربنایي او ستراتیژيکې طرحې ونشي ننګولی، نو حکومت معلومدارله یوې تېزې او فني څارونکې سترګې ځان لیرې احساسوي چې البته حق نه لري داسې وکړي. اما تاریخي تجربې ثابتوي چې حکومتونه تل د فشار قدرتونه په عمومي مسایلو بوختوي، تر څو د دوی اساسي مسوولیتونه او چلندونه ونه ننګوي.

د فشار قدرتونه باید فني، ویښ او بیدار وي. واقعیت دادی چې د فشار قدرتونه مخصوصاً سیاسي بنسټونه او اپوزیسیون په افغانستان کې له حکومت زیات په عامیانه او عمومي مسایلو بوخت دي او ونتوانېدل ستراتیژیکې طرحې او اساسي پوښتنې په عمومي افکارو کې را پیدا کړي، ځکه دوی د هیواد د ابادۍ او د ښه والي فکر نه لري، د دوی فکر یوازې او یوازې په باج، امتیاز او هغو برنامو ورټول دی چې د بهرنیو له لوري د تطبیق لپاره ورکول کېږي.

نخبګان هم ونتوانېدل چې لوی او ستراتیژیک مسایل د لوړو زده کړو او څېړنیزو مرکزونو او بنسټونو کې په ذهني مسله بدل کړي. عمومي رسنۍ هم دغه ډول دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې حتی ځوان او پوښتونکی نسل هم د افغانستان مسایل د روانو پېښو په کچه تعقیب کړي. ځکه د حکومت او یا سیاسي او علمي بنسټونو له لوري هیڅ منبع هم د افغانستان ستراتیژیک مسایل نه دي تولید کړي. د تېرو درې دورو ولسمشریزو ټاکنو کې په دې اړه هیڅ ګټور متن تولید نشو.

 حکومت مکلف دی چې د هېواد د پایدارې ودې لپاره یې ستراتیژیکې طرحې نه یوازې د کاغذ پرمخ وي، بلکې په عمل کې یې پلې کړي. عمومي افکار د تېرو او اوسني حکومت په اړه خپل قضاوت لري او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به جدي اغېز ولري.