د افغان وسله وال پوځ عالي مورال

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

پر افغانستان د شوروي یرغل او بیا وروسته د کورنیو جګړو پرمهال افغان وسله وال پوځ کاواکه او بالاخره وپاشل شو او د دوی له پاشل کېدو وروسته هیواد داسې بحران ته ور ننوت چې لا هم له جنګ او ناامنۍ کړېږي، مګر په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او د امنیتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ د پاملرنې له برکته زموږ وسله وال پوځ ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. مسلکي او محاربوي وړتیاوې یې غوړېږي او اوس داسې مرحلې ته رسېدلي دي

چې دښمن یې پر وړاندې د ودرېدو او جنګېدو تاب نه لري.

په تېرو څلورو نیمو کلونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونه همغږي او همکار شول. د دوی په منځ کې قومي او سلیقوي مسایل او کوچني سیاستونه له منځه لاړل، دوی پر افغانستان باور لري او د هیواد هره لوېشت خاوره خپل وجود بولي چې د دفاع او ساتنې لپاره یې شپه او ورځ کار کوي.

د افغان ملي اردو دنده دهیواد سرحدي پولوته پاملرنه او د هغو نا امنیو پر وړاندې مبارزه ده چې زموږ ملي حاکمیت تر ګواښ لاندې راولي، په همدې حال کې باید اردو دځواک دکارونې لپاره تر ټولو وروستۍ وسیله وي، تر ټولوښه اردو هغه ده چې نظام یې دکارونې اړتیا ونه ویني، مګر زموږ اردو پر هیواد د تپل شوې جګړې له امله سر او کال په جګړه بوخته ده.

د افغانستان ملي اردو تر بل هر وخت د خلکو زیات ملاتړ چې د نظام دمشروعیت یو مهم اصل دی له ځانه سره لري. پر ملي اردو د خلکو زیات باور د ملي حاکمیت د ټینګښت لامل ګرځي او د ملت او حکومت تر منځ داړیکو په ټینګښت کې هم مهم رول لوبولای شي.د نظام مشروعیت د دولت، خلکو او اردو په معادله کې ښه څرګندېږي.

زموږ اردو رضاکاره اوخپل خوښې ده، ځکه دوی هیچا هم نه دي مجبوره کړي، بلکې په خپله خوښه او د وطن پالنې د احساس له مخې یې د وطن د دفاع په خاطر وسله اخیستې او د وطن د پت پالنې مورچل او سنګر یې نیولی دی.  د ملي اردو بنسټیزه دنده دخاورې او په ټول هېواد کې د واکمنۍ د ټینګښت دفاع کول دي، چې عملاً په همدغه مهمه او سپېڅلې دنده بوخت دي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دفاع، نظم او ثبات د تامین ترڅګ دطبیعی پېښو پر وړاندې مبارزه د پوهنې او روغتيا په پراختیا اونورومدني فعالیتونوکې هم ونډه اخلي او په سختو شیبو کې خلکو ته ځانونه رسوي، نو د خلکو په منځ کې یې محبوبیت ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی.

زموږ اردو د ولسمشر غني د هڅو او ځانګړې پاملرنې له برکته هم له محاربوي او هم له پوځي او مسلکي پلوه غښتلې شوه، مجهزه شوه، ستونزو ته یې رسیدګي وشوه او لا هم په دې برخه کې هڅې جریان لري او دا ټولو زموږ د اتلو سرتېرو د لاسته راوړنو او سرښندنو برکت دی، ځکه دوی په خپله مېړانه او اتلولیو سره د نړیوال پام ور اړولی او هغو یې دېته قانع کړي چې د ترهګرۍ د ځپلو او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي، ځکه دغه زمریان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.