امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

جمهور رئیس غني او د د امنیتي سکتور مسوولینو  د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز، خوړو، درملو او نورو اړوندو مسایلو ته هر اړخیزه پاملرنه زیاته کړې. د دوی په لیکو کې د هر ډول فساد مخنیوي ته یې لومړیتوب ورکړی. د ملي تدارکاتو کمیسیون په اونیزو غونډو کې یې د فساد د مخنیوي په موخه د نورو وزارتونو او ادارو تر څنګ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ټول قراردادونه له سره څېړلي او ارزولي

.

مسوولینو ته د جمهور رئیس همېشنی ټینګار دادی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوړو او درملو کیفیت ته جدي پام وکړي او د ملي تدارکاتو کمیسیون په ناستو کې  یې په دې هکله د بحث پرمهال په دې برخه کې پام وړ بدلونونه راوړي، چې له امله یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اعاشه، البسه او درمل د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شول. دا به د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د هېواد جمهور رئیس دې خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دومره ډېره پاملرنه وکړي.

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د روغتیایي حالت د پوښتلو او د دوی د سمې او پر وخت درملنې په موخه روغتونونو ته لاړ. د هېواد دغه اتل بچیان او ټپي اتلان یې په غېږ کې ونیول، سینې ته یې نږدې کړل، د هغوی په سر یې لاس راکش کړ او مسوولینو ته یې د دوی د سمې درملنې د لارښوونې ترڅنګ ټپیانو اتلانو ته د ښې او سملاسي روغتیا دعا هم وکړه.

جمهور رئیس د خپلې واکمنۍ په تېر یو نیم کال کې په هر مناسبت د خپلو ویناو او څرګندونو پرمهال بیا بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مېړانې او سرښندنو یادونه او ستاینه وکړه، دیني علما، متنفذین، مشران او ټول هېوادوال یې د خپلو مېړنو ځواکونو بشپړ ملاتړ ته وهڅول. ځکه دوی د هېواد او ولس د دفاع په لاره کې خپل ځانونه قرباني کوي او تر وروستۍ سلګۍ پورې د دښمن په مېړانه په ټول قوت مبارزه کوي او په زړورتیا جنګېږي.

ولسمشر غني د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوبشپړ ملاتړ کوي او هر ډول امکانات او اسانتیاوې ورته برابروي. په بین المللي کنفرانسونو کې د دوی د اتلولیو او سرښندنو یادونه او قدرداني کوي. جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت او حالت د پوښتلو او معلومولو په موخه اساسي څېړنې پیل کړې، په همدې موخه بېلابېلو ولایتونو او قول اردوګانو ته لاړ. د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو سره یې د کتنو پرمهال د ځواکونود لا پیاوړتیا په موخه په مناسبو او ګټورو لارو بحث وکړ.

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو سره په تماس کې شو. هغوی یې له نږدې وکتل او د خپلو شته ستونزو په اړه یې وپوښتل. نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته ډاډ ورکړ او ورته یې وویل، چې خپله هره ستونزه په پوره ازادۍ د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه له ماسره شریکه کړئ.