د لاجورد لارې سیاسي او امنیتي ګټې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

اقتصاد د ټولنې د ملا  د تیر حیثیت لري او له بده مرغه چې د څلورو لسیزو جګړو افغانستان له اقتصادي پلوه هم په ملا مات کړی وو، مګر ولسمشر غني د خپلو اقتصادي او زیربنایي پروژو د تطبیق له لارې کرار کرار په ملامات افغانستان بېرته رغاوي، اقینه، چاه بهار او لاجوردو لار هغه مهم اقدامات دي چې نه یوازې د افغانستان لپاره به اقتصادي، بلکې د دې ترڅنګ به امنیتي او سیاسي ګټې هم ولري

.

د افغانستان لپاره د لاجورد لارې امنیتي او سیاسي ګټې دادي چې زموږ داخلي تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې له لارې ورسره زموږ د بزګرو، مالدارو، کسبګرو او تاجرانو ژوند او اقتصاد ښه کېږي، کاري زمینې زیاتېږي او دا ټول په خپل نوبت سره د هیواد په امنیت او ثبات مثبت اغېزې لري، ځکه له دې وروسته به د افغانستان دښمنان زموږ د هیوادوالو له مجبوریتونو څخه په استفادې به وزګار ځوانان خپلو شومو موخو ته د رسېدو د وسیلې په توګه ونه کاروي.

 له لاجورد لارې ګټه اخیستنه به له افغانستان سره مرسته وکړي چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو تعاملاتو کې په قوت داخل شي او همداراز د کورنیو چارو د تنظیم او ثبات لپاره په ملي کچه لا زیات ګامونه واخلي. په بله وینا، په هره کچه چې د افغانستان لپاره نوې نړیوالې ترانزیټي ــ سوداګریزې لارې برابرېږي، په هماغه کچه افغانستان د خدمتونو عرضه کولو او ملي ثبات ته لا زیات لاسرسی مومي او همداراز د پاکستان په نیمه‌سیاسي لارو زموږ تکیه کمېږي او د اقتصادي ودې او پرمختګ پر لور روانېږو.

همدارنګه یې د افغانستان لپاره سیاسي ګټه داده چې نور به نو د کراچۍ بندر ته د رسېدو اړتیا بېخي له منځه لاړه شي او د دغې اړتیا له منځه تلو سره به پاکستان هغه اقتصادي او سیاسي فشار چې تل به یې کاراوه له لاسه ورکړي او افغانستان به له کوم فشار او اندېښنې پرته خپل سیاسي تصامیم په ازادانه او مستقلانه توګه ونیسي. بله سیاسي ګټه به یې دا وي چې افغانستان چې څومره له اقتصادي او ترانزیتي پلوه د سیمې او نړۍ هیوادونو سره نږدې کېږي، نو دغه مناسبات د دوی په سیاسي مناسباتو هم ښه اغېز لري.

همداراز، د ملي یووالي حکومت په اقتصادي سیاستونو کې د سیمه‌ییزې اقتصادي همپالنې لپاره ګاونډي په ځانګړي ډول د قفقاز حوزې هېوادونه او بالکان بسیج کېږي او اوسمهال عملي کېږي، چې سیمې او نړۍ ته مهم پیغام لري.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په قول پخوا ځينې په دې باور وو چې افغانستان منزوي او په وچه کې پروت هېواد دی، چې تل به نورو ته محتاج وي؛ خو له نېکه مرغه د لاجورد لارې په څېر نویو سیمه‌ییزه پروژو، په وچه کې د ایسار افغانستان موقعیت له یوه خنډ څخه په طلایي فرصت بدل کړی.

که خدای کول د افغان ولسمشر د هلو ځلو او مهمو سیمه ییزو، اقتصادي او زیربنایي پروژو له برکته موږ نور د پاکستان له احتیاج څخه د تل لپاره بېغمه کېږو، نور به نه یوازې موږ ورته احتیاج یوو، بلکې پاکستان به د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او اروپا ته د رسېدو لپاره افغانستان ته احتیاج وي او له دې وروسته به افغانستان په سیمه او نړۍ کې د خطر نه، بلکې د طلایي فرصت په توګه مطرح وي.