ولسمشر غني د افغانستان موقعیت په طلایي فرصت بدل کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

زموږ موقعیت لسګونه کاله زموږ لپاره مشقت او زجر و، ځکه په وچه کې ایسارتوب او بحر ته د لارې نه لرل پېړۍ پېړۍ زموږ خلک په ستونزو، فقر او بې وزلۍ کې وساتل، مګر ولسمشر غني د خپل ټینګ عزم او مبتکر فکر پر مټ په داسې حال کې چې له یوې خوا د جنګ مدیریت او له بلې خوا د هیواد ګڼ ملي او مهم مسایل ور تر غاړې و، زموږ موقعیت له مشقت څخه په یو فرصت بدل کړ.

 افغانستان نه یوازې پرېمانه اوبه او طبیعي زېرمې لري، بلکې د افغانستان موقعیت د سیمې لپاره په یو لوی فرصت بدل شو، داسې فرصت چې هم د افغانستان د پرمختګ او هم د نړۍ د ثبات لپاره ورڅخه اعظمي ګټه اخیستل کېدلی شي.

له دې اخوا زموږ کورنی سیاست  او پېښې د سیمې له سیاست او پېښو څخه بېلې نه دي، که سیمه پر موږ اغېز لري، نو موږ هم پر سیمه بې اغېزو نه یوو. همدا اوس که زموږ مېړني او امنیتي او دفاعي ځواکونه نه وي، نو باور دی چې اسیا، اروپا او نوره نړۍ به د ترهګرۍ د وحشت په لمبو کې وسوځي، نو له همدې امله سیمه او نړۍ زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو پوروړې ده.

له ښه مرغه زموږ جیوپولیتیک موقعیت چې په تېرو دوه پېړیو کې زموږ د پرمختګ دمخنیوي سبب شوی په اوسنیو شرایطو کې زموږ پر ښو امکاناتو بدل شوی دی. په افغانستان کې له ټیکاو پرته د سیمې اقتصادي ملګرتیا ناشونې ده او په اسیا کې بشپړ اقتصادي بدلون هم نه شي تر سره کېدای.

د خوښۍ ځای دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه یوازې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په خپله درک کړی، بلکې د سیمې او نړۍ پام یې هم ورته رااړولی دی او له هغوی څخه یې بار بار غوښتنه کړې چې افغانستان ته د خطر او ستونزې نه بلکې د یو فرصت په سترګه وګورئ، د اسیا د زړه او څلور لارې په توګه چې سیمه او د نړۍ زیاته برخه په اسانه سره وصلولی شي.

د سیمې د اقتصادي همکاریو، ترانزیت، سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې د افغانستان له موقعیت او مهم رول څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولی. همدا اوس د سیمې مهمې پروژې لکه کاسا زر، ټاپي، د لاجوردو لار او ځینې نورې له افغانستان څخه تېرېږي.

د دغو پروژو د ښه تطبیق لپاره په افغانستان کې امنیت او ثبات ته اړتیا ده او د دغې اړتیا په برخه کې باید ګاونډیان تر نورو ډېر سهم ځکه واخلي، چې د باثباته افغانستان لومړنۍ ګټه زموږ ګاونډیانو ته رسېږي. که افغانستان باثباته وي، نو ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان خپله برېښنا، غاز او انرژي د افغانستان له لارې په اسانۍ جنوبي اسیا هیوادونو ته رسولی شي، نو په دې اساس له دغو هیوادونو څخه همدا توقع کېږي چې د افغانستان په امنیت کې باید همکاري وکړي.

همدا اوس اکثره هیوادونه د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره ناچاره دي چې له افغانستان سره دوستانه مناسبات ولري، د بېلګې په توګه که افغانستان امن وي، نو د افغانستان له کانونو، خوږو اوبو، انرژي او نورو فرصتونو څخه زموږ ګاونډیانو د قانوني لارو څخه استفاده کولی شي چې له امله یې هم زموږ عاید لوړېږي او هم د دوی اړتیاوې پوره کېږي، همداسې افغانستان د دوی د صادراتو لپاره ښه بازار کېدلی شي او هم د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته خپل اموال لېږدولی شي.