ولسمشر غني له پامه لوېدلي افغانستان ته د نړیوالو پام زیات کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د سپټمبر له یولسمې پېښې وروسته په لومړۍ لسیزه کې له افغانستان سره د بېدرېغه پیسو او امکاناتو مرستې وشوې، خو درېغه چې له دغو پیسو او امکاناتو نه یوازې  په افغانستان کې د مهمې سرمایې یعنې اوبو د مهارولو او مدیریت لپاره کار وانخیستل شو، بلکې د بیارغاونې، روغتیا، معارف او نورو برخو په ګډون په هیڅ برخه کې هم پیسې په موثره توګه ونه لګول شوې. د وخت حکومت د خپل کمزوري مدیریت له امله حتی په دې ونتوانېده چې د یادو مرستو او پیسو د ضایع کېدو، غلا او لوټ مخه ونیسي

.

موږ ولیدل د حکومت له منځه غلاوې شروع شوې، اکثر دولتي مقامات مستقیماً په غلا او فساد کې ښکېل وو، مګر په ۲۰۱۴ کال کې چې واک د ولسمشر غني ادارې ته وسپارل شو، نوله افغانستان سره د نړیوالو دلچسپي کمه شوې او دوی دې نتیجې ته رسېدلي وو چې دلته نه د کار اراده موجوده ده او نه هم داسې ظرفیت شته چې نړیوالې مرستې سمې مدیریت او د افغانستان د خلکو لپاره په ښه توګه ولګوي، نو له همدې امله بهرنیانو خپلې ادارې وتړلې او له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه یې وکړه او د دغې پرېکړې له مخې ډېری موسسې او نړیوالې ادارې له افغانستان څخه ووتلې.

مګر په همغو ستونزو او بدو شرایطو کې چې فضا وېرې او بې باوري نیولې وه او د افغانستان د بقا سوال له هر چا سره مطرح وو او هیوادوال مو خپل ناڅرګند برخلیک ته په فکر کې وو، ولسمشر غني یو ځل بیا د بهرنیانو لپاره انګېزه او هیله مندي خلق کړه او د دوی پام یې افغانستان ته راواړاوه او هغوی یې په دې قانع کړ چې د ده په مشرۍ ملي یووالي حکومت د کار اراده، د بسپنو د مدیریت ظرفیت او پیاوړی هوډ لري او په دې ډول یې د نړیوالو ژمنې له افغانستان سره تازه کړې.

ولسمشر غني په عمل کې ثابته کړه، ځکه له اصلاحاتو یې پیل وکړ، د زورواکانو او جنګسالارانو مخه یې ډب کړه. ملي تدارکاتو کمېسیون یې ایجاد کړ. په فساد ککړ شرکتونه یې تور لېست ته واچول او داسې نورې ډېرې مهمې کړنې یې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په موخه ترسره کړې چې هم یې د هیوادوالو باور او هم یې د نړیوالو ملاتړ ور خپل کړ.

ولسمشر غني او حکومت یې له پاکستان سره په مذاکراتو کې وضاحت رامنځته کړ. پاکستان ته یې د افغانستان موقعیت او د باثباته افغانستان ارزښت تشریح کړ. هغوی یې دېته وهڅول چې په افغانستان کې له جګړې او د ترهګرو له ملاتړ او تمویل لاس واخلي او د زور او فشار پرځای دې د دوستۍ او ملګرتیا لاره اختیار کړي.

د دې ترڅنګ یې د افغانستان مهمې ستونزې تشیخص او د هغو له منځه وړلو لپاره یې عملي هلې ځلې وکړې، د بېلګې په توګه په پاکستان د افغانستان اقتصادي تکیه یې د هیواد هېمشنی ضعف وباله او د دغه ضعف د رفع کولو لپاره یې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره ترانزیتي لارې پرانیستلې، هوایي دهلیزونه یې پرانیستل، په زیربناو یې تمرکز وکړ او  د اوبو د مهارولو کار یې په خورا چټکۍ، ملي عزم او اقتصادي سټراټيژۍ پیل کړ چې دادی څلور کاله وروسته په بېلابېلو برخو کې پام وړ پرمختګونه لري.