‎د اتمر صاحب پرمټ د امنیتي ځواکونو تجهیزېدل!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله _ افسانه پکتین
‎دا چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی
‎ همدې خونړې جګړې د افغانستان اردو ړنګه کړه ، د افغانستان د نورو ملي شتمنیو تر څنګ زموږ د اردو تجهیزات هم په پاکستان وپلورل شول ، چې افغانستان په ټولیزه توګه د سقوط سره مخ شو ، او افغان وژنه پکې عامه شوه ځکه چې د پاکستان لاس بر وو ، په تېرو نېږدې اتلسو 
‎کلونو کې له کومت وخته چې موقته اداره رامنځته شوه، له افغان حکومت سره نړیوالو

 
‎میلیونونه مرستې وکړې خو متاسفانه دا مرستې په سمو برخو ونه لګول شوې ‌، لومړی باید د افغانستان امنیتي ځواکونه تجهیز شوي وای چې داسې ونه شوه.
‎په تېرو څلورو کلونو کې چې اتمر صاحب د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار وه ، نو په امنیتي سکتور کې یې مسوولیتونه هم ‌‌‌‌‌‌ډېر وه، او ولس هم اتمر صاحب  ته ‌‌‌‌‌‌ډېر متوجه وه چې څه باید وکړي تر څو د افغانستان په امنیت کې بهتري راشي. 
‎اتمر صاحب د ټولو کوششونو سره سره په دې وتوانېد او ویې کړای شو چې  افغانستان په سیمه کې نسبتآ یوه قوي اردو ولري
‎تېر حکومت له امریکا سره امینتي تړون نه لاسلیک کولو سره له دې چې د هېواد د امنیت مسوولیت افغان امنیتي  ځواکونو ته منتقل شوی وو، خو زموږ امنیتي ځواکونه تش لاس وه د معاشونو یې بودجه دولت سره هم نه وه او بهرنیو هم نور دې مسلې ته دلچسپي نه لرله ، او د سیمې استخباراتي کړیو په بېلابېلو نومونو ترورستي ‌‌‌‌‌‌ډلې د جګړې د پاره افغانستان ته رالېږلې، چې د افغانستان په لویو ولایتونو کې یې ځانونو ته لویې ځالې جوړې کړې وي، او هڅه یې دا وه چې دا ښارونه سقوط کړي، خو اتمر صاحب  دې  لوی مسوولیت ته غاړه کېښوده له امرېکا سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړ ، چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیاسونو د انتقادونو سره مخ شو. 
‎دا چې د هېواد بد حالات هیچاته د زغم وړ نه وو
‎او ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو هم همدا غوښته چې باید دا تړون لاسلیک شي تر څو په سیمه کې پياوړې اردو ولرو او دښمن د افغانستان د سقوط هڅې ونه کړای شي. 
‎په 
‎دې امنیتي تړون کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لویې خبرې وې ، لومړی دا چې نن ورځ زموږ امنیتي ځواکونه د همدې تړون په اساس معاشات اخلي، د همدې امنیتي تړون پر مټ زموږ امنیتي ځواکونه نن ورځ تجهیز دي دا چې د افغانستان په لویو ښکارونو او کلیو کې وسله وال نفوس نشي کوی دلیل یې دا دی چې نن ورځ زموږ هوايي ځواک قوي الوتکې لري او وسله وال طالبان او داعش ترې په من‌‌‌‌‌‌ډه دي.
‎د اتمر  صاحب پر مټ نورو هېوادونو هم په افغانستان باور وکړ او د همدې باورونو له مخې د افغانستان هوايي ځواک ته الوتکې ورکړې، اتمر صاحب د افغانستان امنیتي ځواکونو په پياوړتیا کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي د همدې هلو ځلو له برکته ننورځ زموږ امنیتي ځواکونه د څو ‌‌‌‌‌‌‌ډلو سره جګړه کوي او درانده تلفات ور اړوي راځئ چې دداسې مشر قدر وکړو ویې نازوو داسې مشران بیا نه پيدا کېږي ، اتمر صاحب یو نه تکرارېدونکی مشر دی رب د ‌‌‌‌‌‌ډېر عمرونه ورکړي چې د افغانستان دردېدلي ولس ته لاس ‌‌‌‌‌‌ډېر خدمت وکړي.