نوی ائتلاف څه غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

نوی جوړ شوی ائتلاف چې بدنام جنګسالاران، د مافیا غړي، مفسد، غاصب او زورواکي افراد او اشخاص په کې را ټول شوي دي، دوی نه د وطن د ابادۍ طرحه لري، نه د ودانولو فکر لري او نه هم د ملت او وطن پروا ورسره ده. دوی د تېر په څېر د پردیو په لمسون او اشارو ناڅي. تېر ځل ورته د نظام د کاواکه کولو او د حکومت د راپرځولو برنا

مه ورکړل شوې، خو د ټولو هڅو باوجود چې په هغه ونتوانېدل نو دا ځل ورته د راتلونکو ټاکنو د سبوتاژ کولو دنده ورکول شوې.

نوی جوړ شوی ائتلاف ټاکنې ننګوي ، ولس او حکومت ټاکنې غواړي، خو شفافې او رڼې ټاکنې، مګر دغه جنګسالاران او زورواکان به دغه نوې غوړېدلې ولسواکۍ په دومره اسانۍ او سادګۍ لا غوړېدو ته پرېنږدي. دوی به تر وروستي بریده په یوه او بله پلمه د ولسواکۍ او ټاکنو مخه ځکه ونیسي چې د افغانستان ګاونډیان او دښمنان باثباته، پرمختللی او ولسواک افغانستان نه غواړي.

ایران او پاکستان هره لحظه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې فکر کې دي چې څنګه افغان حکومت له پښو وغورځوي؟ د دې لپاره جنګي ډلې او طالبان تمویلوي. مګر اوس چې دوی دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د زور او جنګ له لارې خپلې دغې ناوړې موخې ته نشي رسېدلی، نو د افغانانو تر منځ نفاق او شقاق ته لمن وهي او د دې لپاره یې ځینې کسان چې نه یې فکر، نه یې لید او نه یې موخې سره ورته دي د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ لپاره د ائتلاف په نوي جوړ شوي چوکاټ کې سره را ټول کړي دي. هغوی ته پیسې او امتیازات ورکوي. په خپلو سفارتونو کې ورته برنامې او پروګرامونه ورکوي او بیا یې د هغو د تطبیق او عملي کولو لپاره ښارونو او واټونو ته ور بولي. د هوتلونو، سفرونو او غونډو لګښتونه ورکوي.

اوس نو پکار دی چې ملت او حکومت تر بل هر وخت سره نږدې شي او د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې یو موتی شي. د دوی د ناوړه ارادو او پلانونو مخه ونیسي که داسې ونشي خدا مه کړه افغانستان به له بد برخلیک سره مخ شي. داسې برخلیک چې بیا به اسلام اباد او تهران زموږ واکداري کوي.

حکومت سل په سلو کې دېته ژمن دی چې په هر شکل وي او هر قېمت وي ټاکنې به ترسره کېږي. په تازه ورځو کې د ائتلاف غړو پر ټاکنو د ولس د بې باورۍ لپاره ځینې داسې تذکرې او سټیکرونه له رسنیو سره شریک کړل چې د دوی په وینا ګواکې جعلي دي، مګر هیچا هم له دوی څخه پوښتنه ونه کړه چې دا جعلي تذکرې د چا دي او له دوی سره څه کوي؟

معلومدار دا هغه تذکرې دي چې دوی په خپله یا د ټاکنو پروسې د بدنامولو لپاره جوړې کړې وې او یا یې په ټاکنو کې د تقلب لپاره جوړې کړې وې خو کله چې په دې پوه شول چې په ټاکنو کې د کارولو شونتیا یې نشته، نو وار له مخه یې نندارې ته وړاندې کړې. عدلي او قضایي ارګانونو ته پکار دی چې د ائتلاف له غړو څخه په دې اړه جدي پوښتنې وکړي او هغوی مجازات شي، تر څو دوی او یا بل څوک په راتلونکي کې د دغسې ملي پروسو د ګډوډولو او سبوتاژ کولو هڅې ونه کړي.