جمعیت او جنبش دې د مسعود د څرګندونو سپیناوی وکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

احمدضیا مسعود نن یوې غونډې ته د وینا پرمهال په خپله خوله اقرار وکړ چې د هېواد په شمال کې چې کوم ګروپونه د حکومت پر ضد جنګېږي دا د جمعیت او جنبش کسان دي، نوموړي د دغو ګروپونو د جنګېدو دلیل په حکومت او نظام کې د خپل حضور نه لیدل یاد کړل

.

احمدضیا مسعود په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې په اوسني حکومت کې له نیمایي یانې له پنځوس سلنې زیات جمیعت او جنبش واک او اقتدار لري، کابینه کې وزیران لري، معینان لري، والیان، قومندان او جنرالان لري، سفیران، ولسوالان، ښاروالان، ډیپلوماتان لنډه دا چې په هره برخه کې جمعیت او جنبش په حکومت کې برحال کسان لري.

مګر د قضیې او د ضیا مسعود د څرګندونو مهم اړخ دادی چې دوی له یوې خوا عملاً ځان د افغانستان د دښمنانو په لیکه کې ودروي او له بلې خوا څخه په خولې اقرار کوي چې د دوی جنګ د اقتدار لپاره دی.

ضیا مسعود رښتیا وایي، ځکه کله چې نوموړی د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهور رئیس غني فوق العاده استازی و او بیا وروسته د جمهور رئیس د دریم مرستیال حیثیت او امتیاز ورکړل شو، همغه مهال نوموړي د هېواد شمال ته په سفرونو کې د نظام خلاف خطرناکې څرګندونې وکړې، خلک یې د حکومت او نظام پر ضد ولمسول، حتی عملاً یې د ملېشو په جوړولو لاس پورې کړ، د هېواد په شمال کې یې په غیر مسوولو وسلوالو کسانو وسلې ووېشلې، په همغو کسانو چې د ده په قول نن د نظام پر ضد جنګېږي.

حکومت که رښتیا هم ځانته حکومت وایي، نو باید احمدضیا مسعود د خپلو دغو څرګندونو له امله وپوښتي، عدلي اوقضایي ارګانونو ته یې معرفي کړي او د افغانستان د دښمن، د یو مجرم او ملي خاین په توګه مجازات شي، ځکه چې هغه په خپله خوله اقرار کوي چې د نظام خلاف جنګېږي.

دویمه مهمه موضوع داده چې جمعیت او جنبش ګوندونه دې د احمدضیا مسعود د څرګندونو په اړه خپل دریځونه معلوم کړي ، یا دې د هغه خبرې رد کړي او یادې تائید کړي، که یې رد کړي خو سمه ده، مسوولیت یوازې احمدضیا مسعود ته راجع دی او که یې تائید کړې او یا یې سکوت ورباندې اختیار کړ، نو بیا په لومړي ګام کې باید حکومت د جمعیت ټول کسان له دندو وباسي او ورته ووایي چې لاړشي د احمدضیا مسعود له نورو جنګیالیو سره د حکومت په خلاف جبهه کې وجنګېږي او یادې هم له جمعیت ګوند څخه استعفاوې وکړي.

په دویم ګام کې دې د ټاکنو کمېسیون د جمعیت او جنبش ګوندوندونو د ټولو احتمالي نوماندانو او دوی ته د منسوبو کسانو نوماندي وځنډوي او له هغوی څخه دې واضح دریځ او سپیناوی وغواړي، نور نو داسې نه کېږي چې هم دې په نظام کې موقف او امتیاز اخلي او هم دې له داخل او بهر څخه د نظام د پاشلو عملي هڅې کوي. نورباید افغانستان او نظام له دغه ډول بې اساسه، بې منطقه او بدنامو جنګسالارانو څخه وژغورل شي.

که احمدضیا مسعود د خپلو نننیو څرګندونو په اساس تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونه نیول شي او مجازات نشي، نو باور دی چې پر حکومت، نظام او قانون به د خلکو باور نور هم متضرر کړي.