د طالب زوال او طغیان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 اېمل پیاوړی

افغان دولت  په دې وروستیو کې له یوې خوا د خپلې بریالۍ او فعالې ډيپلوماسۍ له لارې پر طالبانو، ترهګرو او د هغوی پر ملاتړوکړۍ راتنګه او فشار زیات کړی او له بل لوري د هېواد اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو هغوی د جګړې په ډګر کې مات کړي. له همدې امله طالب او ترهګرې ډلې تر بل هر وخت زیات خپل زوال او تدریجي مرګ ته ورنږدې او په خپلو سترګو یې ګوري، ځکه یې نو د خپلې ماتې او زوال د پټولو لپاره طغیان ته مخه کړې

.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د طالب وسلوالو او ترهګرو ډلو تېښته او په ملکي تاسیساتو، ملکي وګړو او ښارونو کې د بوږنونکو پېښو، بریدونو او چاودنو ترسره کول د طالب وسله والو او ترهګرو ډلو د طغیان ښکاره ثبوت دی.

په دې کې شک نشته چې دوی به د دغه وړ  وحشتونو او جنایتونو په ترسره کولو سره زموږ هېوادوال ووژني، ټپیان به یې کړي، تاسیسات به یې ویجاړ او مالي زیانونه به ور واړوي، خو د دې ټولو ترڅنګ به زموږ هېوادوال ونه وېروي او نه به یې هم له خپلو موخو او ملي ارمانونو څخه چې د هېواد ثبات، پرمختګ او ښه راتلونکي ته هیله مندي ده یو ګام هم پر شا نه کړي.

زموږ هېوادوال د ترهګرو د طغیان، وحشتونو او جنایتونو باوجود د خپلې ژمنتیا، مینې او ټینګې ارادې له مخې هره ورځ خپلو چارو او ژوند ته ادامه ورکوي او ورځ تربلې خپلو لویو موخو ته ور نږدې کېږي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هم تر پخوا زیات غښتلي شوي ، دومره غښتلي شوي چې ترهګر او وسله والې ډلې ورسره د مخامخېدو جرئت نه لري.

ترهګر او وسلوالې ډلې باید پوه شي چې د دغه وړ جنایتونو او وحشتونو په ترسره کولو سره د هېواد په راتلونکي زموږ ولسونه نشي بې باوره کولی او نه هم د دوی په برخلیک لوبې کولی شي، دوی غواړي چې افغانان د نورو احتیاج او محتاج وي. دوی غواړي چې موږ د پنجاب خیر ته کېنوي، د عزت ژوند مو واخلي او په ذلت مو مبتلا کړي، مګر دوی نه پوهېږي چې د دې عظیم ملت ارادې دومره پیاوړې دي چې د نړۍ د لویو لویو زبرځواکونو ناوړه هیلې او دسیسې یې له خاورو سره خاورې کړې او د هغوی ګوډاګیان یې د خپل وجدان قضا ته ټیټ سر او ملامت ودرول.

د طالب وسله والو او ترهګرو ډلو پر وړاندې ورځ تر بلې د ولس کرکه او نفرت زیاتېږي، ځکه زموږ خلک اوس تر بل هر وخت زیات هوښیار او بیدا شوي دي، هغوی دا درک کوي چې طالب وسله والې ډلې او ترهګر چې د افغانستان پر وړاندې د پنجاب نیابتي جګړه پر مخ بیایي، د هېواد او ولس د بدمرغه کولو او بدبخته کولو، ورانولو او ویجاړولو مه واره بل هیڅ پلان او برنامه نه لري. ترهګر او وسله والې ډلې دې پوه شي چې دوی به خامخا د خپلو وحشتونو او جنایتونو سزا ګالي او په ټولنه کې به دومره منفور او منزوي شي چې هیڅ به خپل ځای ونه لري.