استخبارات او کشفي ارګانونه دې لږ ویښ شي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې په هېواد کې روانې بدمرغې جګړې پېچلې استخباراتي بڼه خپله کړې او د پاکستان د ای ایس ای په ګډون د سیمې استخبارات په دغه جګړه کې مستقیم ښکېل دي. استخباراتي سازمانونه او شبکې ترهګر او وسله وال طالبان د خپلو پټو معلوماتو پرمټ په افغانستان کې پر نرمو موخو بریدونو ته لمسوي او د دې لپاره استخباراتي چلونه او مهارتونه هم ورښیي

.

موږ په هېواد کې د روانې بدمرغه تحمیلي جګړې او په ښارونو کې د ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو پېچلتیا درک کوو، خو ترڅنګ یې هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د استخباراتي او کشفي ارګانونو په وړتیا او مهارتونو باور لرو، نو ځکه وایوو چې که دوی لږ ځانونه ویښ کړي، نو باور دی چې د دښمن ټولې دسیسې او ناوړه پلانونه به په نطفه کې او یا هم هدف ته له رسېدو دمخه خنثی کړي.

ځینې تروریستي بریدونو ته چې سړی ځیر شي، نو له بده مرغه د کشفي، جنایي او امنیتي ارګانونو د منسوبینو غفلت او بې پروایي په کې له ورایه برېښي، د دوی دغه ډول غفلت تاوان تر ټولو زیات په خپله همدوی ته اوړي، ځکه چې یو خو د خپلو هېوادوالو ترڅنګ د دوی د سنګر ملګرو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي او بله دا چې د دوی پر وړتیا او مهارتونو د ولس او خلکو باور کمېږي.

حتی ځینې مغرضې ډلې او ټپلې په لوی لاس د دوی صداقت او وطندوستي له پوښتنې لاندې راولي او د خلکو په منځ کې داسې تبلیغوي چې امنیتي او کشفي ارګانونه هدف ته په رسېدو کې له دښمن سره مرسته کوي. چې د دښمن دغه ډول تبلیغات زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو باور او حیثیت ته ضرر رسوي.

په دې کې شک نشته چې د هېواد امنیتي، کشفي او استخباراتي ارګانونه شپه او ورځ د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ کوښښونه کوي او په دې برخه کې سخت تکلیفونه ګالي، خو پکار دی چې د هېواد کشفي ا واستخباراتي ارګانونه لا ویښ شي او خپل فعالیتونه داسې په ځیرکۍ او هوښیارۍ ترسره کړي چې دښمن د هېواد په هیڅ ځای کې ځان خوندي حس نه کړي او په زړه کې یې داسې وېره ور پیدا شي، چې هیڅ ځای او سیمه هم د ځان د پټولو لپاره خوندي ونه ګڼي.

که چېرې زموږ کشفي او استخباراتي منسوبین هدف ته له رسېدو دمخه هم د دښمن پلان خنثی کړي، هم دوی له منځه یوسي او یا یې ونیسي، نو باور دی چې دښمن به هیڅ وخت د اوس هومره په اسانۍ په ښارونو کې نه یوازې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي، بلکې په کلیو او غرونو کې به هم په ډېره وېره او احتیاط تګ راتګ وکړي او زموږ د ځواکونو وېره به یې په زړه کې وي.

موږ په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړو، د دوی په صداقت او وطندوستۍ ټینګ باور لرو او د خپل هېواد او ولس د امنیت او ثبات په برخه کې د دوی د هلو ځلو او سرښندنو قدرداني کوو او د دې ټولو باوجود ورته د لا ویښتیاو هوښیارتیا او ځیرکتیا سپارښتنه کوو.