دمخدره موادو دمخنیوی لپاره دامریکا نوي پالیسی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره نوې پالیسي اعلان کړې ده. په دغه نوې تگلاره کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره بودیجه راکمه شوې او ډیره توجه دې ته شوې چې د قانوي فصلونو او د زراعت د پراختیا په برخه کې مرستې زیاتې شي .
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک په ایټالیې کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو د فصلونو ویجاړول یوه ناکامه پالیسي وه او په سلهاو میلیونه ډالر ورباندې بې ځایه مصرف شوي دي .
همدغه راز نوموړی وویل ددغې پالیسئ یوازنۍ نتیجه دا وه چې ډیر بزگران بې روزگاره شي او طالبانو ته مخه کړي .
د اتو صنعتي هیوادونو ټولنې د امریکا ددغه نوې تگلارې هرکلی کړی او د ملگرو ملتونو د نشيي موادو د مخنیوي د ادارې مشرې انټونیو ماریکا کوسټا هم ددغه تگلارې ملاتړ اعلان کړی دی .
د اتو صنعتي هیوادونو د خارجه وزیرانو په دغه غونډه کې چې د جنوبي آسیا د څو هیوادونو استازي هم پکې برخه درلوده، پر دې بحث کړی ده چې په افغانستان کې د اسد د ٢٩مه له انتخاباتو وړاندې څه ډول ثبات رامنځته شي .
هالبروک ټینگار وکړ چې امریکا د کوکنارو کرونکي نه بلکه طالبان خپل دښمنان بولي. هغه وویل، امریکا به اوس ډیرې پیسې په افغانستان کې د مشروع فصلونو په تقویه کولو او د زراعت په پراختیا باندې ولگوي
د امريکا سيمه ييز استاځې په چهارشنبه وروسته له هغو انتقادونو څخه چې وايي د امريکا تُوندې رسيدګۍ بزګران د طالبانو لمن ته ورټیل وهلي دي، وويل چې امريکا په افغانستان كې د کوکنارو د محوه کولو هڅې سُستي کړي دي د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استاځي ريچرډ هولبروک وويل چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د اسلامي بنسټ پالني په محوه کولو كې د جورج بوش دټيم په نسبت ((مهم اصلاحات)) کړي دي. هولبروک د کانګريس په وړاندي تصديق کړه چې موږ د دې پيداوارو په محوه کولو كې خپلي هڅې راټيټي کړي دي – دواپاشي – هغه تګلاره ده چې زموږ په فکر هيڅ کوم اغيزه نلري
ده وويل هغه پيسې به چې سپمېدلي، د دې موادو وړو راوړو، د لويو کاروباريانو تعقيب او د بزګرانو لخوا د نورو عوضي شيانو کرلو ته وقف شي. هولبروک وويل چې موږ مخدره مواد نه بلكې د هغه پيداوار بې ارزښته کوو
افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه هيرويين تهيه کوي چې ستره برخه يې په جنوب كې د هلمند ولايت څخه راځي چې هلته د طالبانو پاڅون د لويديځو ځواکونو او افغان پوځ پر ضد خونړي کمپاين مخته بيايي .
انتقاديانو، حتي په افغانستان كې د ناټو تر مشرۍ لاندې ايتلاف په دننه كې هم دا بېره څرګنده کړې چې امريکا د بزګرانو د دې کليدي نغدي پيداوارو په محوه کولو سره چې د بنسټ پالو جنګياليو اصلي مالي منبع تشكېلوي، بېوزلي بزګران په لوي لاس د طالبانو لمني ته وراچوي .
هولبروک وويل چې ((هغه په سلګونو او سلګونو مليونه ډالره چې موږ د پيداوارو د محوه کولو لپاره مصرف کړي، طالبانو ته هيڅ ډول زيان نه دﺉ پېښ کړﺉ. بلكې برعکس د هغوي جلب او جذب يې نور هم ډير کړي دي. دغه تجربه کار او مذاکره وال امريکايي وويل چې زما د تجربې پر اساس دا کار تر اوسه تر ټولو لږ اغيزمن پروګرام ثابت سوي دي
هولبروک دا هم وويل چې د اوباما ادارې افغانانو ته د عوضي روزي لپاره زراعتي کومک ډير کړي دي. خو دا څرګندوَنه يې د بوش د جمهوريت غوښتونکې استاځي مارک سووډر لخوا د چلنج سره مخامخ سوه چې داسې يې وويل: افغانستان هغه وخت لا ((د نړۍ ښېرازه مځکه)) وه چې کوکنار د دومره ګټي وړ نه وو ګرځېدلي. سووډر زياته کړه چې د نورو عوضي نباتاتو د کرلو د انګیرنی نه علاوه بايد د هيرويينو د کرلو لپاره غيرهڅوني موجودي وي. دا کفايت نه کوي چې ورته وويل شي د دې لپاره چې نور ډير ډالرونه هم درکړو، نو جواري وکرﺉ .
د آسيا لپاره د دفاع د وزارت مرستيال، جنرال چېپ ګريګ سن وويل چې د اوږدې مودې حل د افغانستان امنيت او اډانه ورسمَوي تر څو د ډير قانوني زراعت باعث وګرځي. ګريګ سن دغي استماعيه غونډې ته وويل چې په خپل سر له منځه وړل کروندګر زيانمن کوي. هغه خلک چې د مخدره موادو څخه روپۍ تر لاسه کوي، اصلاً ګذاره کونكې بزګر نه دي، بلكې هغوي وسطي کسان يعني دلالان دي
طالبانو هغه مهال د ترياکو توليد د آسمان څخه مځكې ته راکښته کړ چې په افغانستان كې يې د خپل پنځه کلن واک پر مهال د اسلام سرسخته طريقه تحميلوله څو چې د سپټمبر د يوولسمي د حملو په نتيجه كې د امريکا په مشرۍ د پوځي عملياتو په اثر بېواکه سول .
خو تر هغه راوروسته د ترياکو توليد د يو داسې لوي صنعت بڼه اخيستې چې د ځينو کارپوهانو د اټکل له مخې د کاله ۱۰۰ مليونه ډالره عايد راوړي او د طالبانو د مالي منبع اصلي برخه جوړوي .
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د څانګې ريس انتونيو کوستا وويل چې په افغانستان كې د دې پيداوارو محوه کولو څه فايده نه ده کړې او بهتره اغيزه به يې هله وي چې اصلي اهداف يعنى لابراتوارونه پسي راواخيستل شي .
کوستا په واشنګټن كې د مخدره موادو په هکله د ملګروملتونو د کالني راپور د وړاندي کولو پر مهال وويل چې د ماركېټ قدرت هم مرسته کولاي شي. ده وويل چې افغانستان د نړۍ تر اړتيا دوه چنده زيات ترياک توليدوي چې دا کار نرخونه راکښته کوي. کوستا زياته کړه چې ((موږ اساسأ داسې شرايط غواړو چې د هغو له مخې بيې دومره کښته شي ترڅو بزګران مجبور کړي چې کوم بل شي وکري.
په افغانستان کی له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په اته ويشتو ولايتونوكې د كوكنارود کروندو د اړولوپه باب لا د مخکې ترمخکې دخلګو خبرولو لپاره کمباین پیل کړی ده .
له مخدروموادوسره د مبارزې وزيرجنرال خدايداد د يكشنبې په ورځ په كابل كې دا خبره په داسي حال کې خبريالانوته وکړه چې د افغانستان اوپاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې له مخدرو موادو سره مبارزه یومخ ناکامه وبلله او ویې ویل چې په تیرو کلونو کې په دې برخه کې لګول شوې پیسې ضایع شوې دي .
ښاغلي ریچرد هولبروک وویل چې امریکا، چې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره مبارزې ته یې ترټولو هیوادونو زیاته بودجه ځانګړې کړې ، نور د کوکنارو د کروندو د اړولو پرځای دې مبارزې ته ځانګړې کړې پیسې باید په کروندګرو ویشي .
خو له مخدرو موادو سره د مبارزې افغان وزیر وویل چې د کوکنارو د کروندو د اړولو د پوهاوي كمپاين پیل شوی او د افغانستان په جنوبي اوشمالي ولايتونوكې د سپين ږيرو اوقومي مخوورلخوا پرمخ وړل كيږي .
جنرال خدايداد څرګنده كړه چې ډيرژربه هرات،فارياب،بدخشان اوبغلان هم له كوكناروڅخه پاك ولايتونه اعلان شي .
د افغانستان حکومت هرکال له کوکنارو څخه د پاکو ولایتونو شمېرزیاتوي خو عملاً د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید کم شوی نه بلکې زیات شوی دی .
تردې وړاندې د افغانستان اتلس ولايتونه له كوكناروڅخه پاك اعلان شوي وو او افغان دولت اعلان كړى وو چې په دغو ولايتونوكې به د پراختيايي پروژو دعملي كولولپاره هرولايت ته يومليون امريكايي ډالره وركړي .
خوڅارونکي وايي چې افغانستان ته له ملیاردونو راغلیو ډالرو څوک ، په تیره بیا کروندګر، خبر نه شول ، له یوملیون ډالروبه، چې له مخدرو سره د مبارزې وزارت یې هرولایت ته بیلوی ، په کلواوبانډوکی په کروندګر څه ترلاسه کړي اوکه نه دابه وروسته معلومیږی . پاې رحمت اله روان .