دخواخوږۍ اوغمشريکۍ پيغام لويه اونه بخښونکې جفااوستره گناه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب اله غمخور دروزگان مهالنۍ خپروني مسؤل مدير

دژورنالست په شهادت رسول پردولت دفشاراچولوبېلگه بلل يوماشومانه کاردی .

په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي طالبانوپر ځواني مرگ شهيداجمل نقشبندي باندي زړه ونه خوږاوه اوهغه يې دمسلک په گناه پۀ زياته بې رحمی سره داسلامی اوبشري قوانينواوافغانيت خلاف په شهادت ورساوه .
اناالله وانا اليه راجعون

دشهيداجمل په شهادت سره دټولو افغانانو ،فرهنگيانو ،فرهنگپالو اودهغه مينه والو پرکوردويراوغم کمبله هواره شول .
داترخه اوزړه دردونکې پېښه به هيڅکله هيره نشي .
موږ پداسي حال کي چې داجمل په شهادت رسول دطالبانولويه تيروتنه اوستره جفابولو،غواړويوځل بياپه ډاگه کړوچې خبرنگار اوژورنالست په جگړواوسوله ايزحالت کښي دډاکترپه څير يوبې پرې شخصيت دی ، دهغه دنده دخپل مسلک له مخې له ورځنيو پېښونه دخلکوخبرول دي . دټولونړيوالونورومونوله مخې په هيڅ صورت خبريال اوډاکترددښمنوخواوتر حملې لاندي نشي راتلاي ،اونه يې برمته کول چاته جوازشته ،وژل خوئې يونه بخښونکې ستره گناه ده .
اجمل يوخبرنگاراوژباړونکی و،هغه هيڅ گناه نلرل ،طالبانوداځوان ژورنالست خپل فاميل ته دډوډۍ دپيداکېدوپه گناه داسلام دمقدس دين اوانسانيت پرخلاف په ډيره ظالمانه اووحشيانه توگه په شهادت ورساوه .
داچې دولت دطالبانوزندانيان نه خوشي کوي پدې کښې دبرمته شوی شهيد اجمل گناه څه وه .
طالب چارواکي پدي بايدپوه شي چي داجمل په شهادت سره يې له ټول افغان ولس سره جفاوکړه اودافغان ولس غوښتنه يې ونه منل ،داکاريې دافغانيت د دوداوستورخلاف اوله هغه نه بربنډه سرغړونه ده .
زموږ سره اوس داشک اوشوبه نوره هم غښتلې کيږې چې که دطالبانوپه ليکه کښي کوم افغان وي پاکستان غواړی پدغه ډول غيرانساني کړنوهغوي دټول افغان ولس په ذهنيت کښي نورهم وټکوی .
دروزگان مهالنۍ خپرونې دځانگړې اعلامېې په خپرولوسره دطالب چارواکونه دهغه دخوشي کېدوغوښتنه وکړه ،مگرله بدمرغه هغوي دهيچاغوښتنوته مثبت ځواب ونه وايه ،ددې پرځاي چې هغه په زياته درناوی سره خوشي کړي ناځوانمردانه يې په شهادت ورساوه ،موږپداسي حال کښي چي دشهيداجمل دپاتي کسانو او کورنۍ دغړو،دهغه له دوستانو اودهيواددټولوژورنالستانواوقلم پلاس مبارزينوسره ځانونه شريک بولودلوي څښتن تعلاله دربارنه هغه ته دپردوس جنت غوښتنه کوو اوپاتي کسانوته يې دزړه صبر غواړو.
په افغانستان اوله هيوادنه بهر دشهيداجمل دشهادت په مقابل کښې دټولوخبري رسنيوپه ويراوغبرگون کې ځان شريک اودهغوي پلوی بولو. دشهيداجمل روح دې ښاد وي

حبيب اله غمخور دروزگان مهالنۍ خپروني مسؤل مدير