جمهوري رياست ته ښاغلو کانديدانو ! 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجينر کبير کاکړ

دطالبانو د تحريک له را پرزولو ، د بُن د کنفرانس او د اساسي قانون له نافذيدو وروسته په ګران هيواد افغانستان کې د اساسي قانون د ۶۱ يوشپيتمې مادې له مخې د دوهم ځل لپاره د جمهوري رياست ټاکنې به د ۱۳۸۸ هجري شمسي کال د اسد د مياشتې په ۲۹ نيټه (د درو مياشتو په تأ خيرسره) تر سره شی . دا د خوښۍ ځای دۍ چه افغانان اوس د ًديموکراسۍ ً په فضا کې په ً آزاده ً توګه خپله اراده څرګندوي او په خپله ً خوښه ً خپل مطلوب کانديد ته د اعتماد رأيه ورکوي ترڅو چه د رأيو د اکثريت په ګټلو سره ، جمهور رئېس وټاکل شي . جمهور رئېس به بياداسې لوړه کوي : ً دلوی خدای ( ج ) په نامه لوړه کوم چه داسلام دسپيڅلي دين پيروي او ساتنه وکړم . د اساسي قانون اونورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وکړم . د افغانستان د خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندي کړم او د لوی خدای ( ج ) له دربارڅخه دمرستې په غوښتلو او دملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسائئ په لاره کې خپلی هڅې جاري وساتم. ًًُُ ً
جمهوررئېس به ددولت ددری ګونوقواوو( اجرائيه ،مقننه ،قضائيه ) په رأس کې د اساسي قانون د ساتنې او عملي کيدو مسئوليت په غاړه لري.
د اساسي قانون په شپږمه ماده کې داسې ليکل شويدي :
ً دولت دانساني کرامت دساتلو ، بشري حقوقو دملاتړ ، د دموکراسۍ د تحقق ، ملي وحدت د تأمين ، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هيواد په ټولو سيمو کې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت پر بنسټ ديوې هوسا او پرمخ تللې ټولنې په جوړولو مکلف دۍ ً.
دداسې ستر او عظيم مسئوليت لپاره بايد داسې افغانان کانديد شي چه : ملي وحدت ته وفادار،امانت کار، دصداقت ، اهليت ، کفايت ، ريښتينولي اونورو ښو اوغوره صفتونو لرونکي وي . تر اوسه پورې د لاندينيو افغانانو د کانديديدو آوازې د جمهوري رياست د څوکۍ د نيولو لپاره خپری شويدي چه ځينې ئې د انتخاباتو د رياست ملي او مستقل کميسيون سره راجستر او ځينی ئې د راجستر په حال کې دي :
ښاغلۍ حامد کرزۍ د افغانستان اوسنۍ جمهور رئېس .
ښاغلۍ داکتر اشرف غني احمد زۍ د مالئې د وزارت پخوانۍ وزير .
ښاغلۍ داکتر رمضان بشردوست د ولسي جرګې استاذۍ .
ښاغلۍ انورالحق احدي د مالئې دوزارت پخوانۍ وزير .
ښاغلۍ داکتر علي احمد جلالي د کورنيو چارو د وزارت پخوانۍ وزير.
همدارنګه يوشمير نور هم شته چه په راتلونکو ورځو کې به د هغوی نومونه د مطبوعاتو او خبري رسنيو له خوا اعلان شي .
زه د يوه عادي افغان په توګه ، لکه هر بل افغان دا حق لرم چه ښاغلو کانديدانو ته خپلی پوښتنې طرح کړم او هغوی يائې وياندان ورته ځواب ورکړي . زما پوښتنې له ښاغلي حامد کرزي څخه دادي :
ـــــ په مختلفو برخو کې دغه لانديني کميسيونونه چه ده د خپل کار په دوره کې مؤظف کړي وه،تراوسه پوری دهغو نتايج معلوم نشوه اوکه
معلوم شوي وي نو خپلی کړنې بايدتوضيح کړي ترڅو د افغانستان خلک هم پرې وپوهيږي اوبياپه ارادي او آګاهانه توګه خپله رأيه وکاروي
۱ ـ د ډاکټر عبدالرحمن د وژل کيدو دڅيړنې کميسيون : ډاکټرعبدالرحمن چه دهوانوردۍ دوزارت وزيروه ، په رڼا ورځ دکابل په بين المللي هوائې ډ ګر کې له الوتکې راوغورځول شو اود وهلو ټکولو وروسته مړشو. قاتل يا قاتلين څوک وه؟ اوڅه جزا ورکړل شوه ؟
۲ ـ د حاجي عبدالقدير د وژل کيدو د څيړنې کميسيون :
حاجي عبدالقدير د حامد کرزي مرستيال اود فوايدعامې وزير په رڼا ورځ د خپل وزارت ددروازې په مخ کې ووژل شو . قاتلين څوک وه ؟ او څه جزا ور کړل شوه ؟
۳ ـ د کابل د پوهنتون د يوه محصل د وژنې د څيړلو کميسيون :
د کابل په پوهنتون کې په رڼا ورځ ، د محصلينو په وړاندې ، يو تن محصل د يوه بل محصل له خوا په شهادت ورسيد. قاتل د ً جهاديً جنګسالارانوسره تړاو درلود. دغه تنظيمي ً جهادي ً قاتل څه نوميده؟ په کوم تنظيم اوکوم جنګسالارپورې مربوط وه اوڅه جزا ورکړل شوه؟
۴ ـ د تورن اسماعيل او قوماندان امان الله د لانجو دڅيړنې کميسيون :
د تورن اسماعيل او قوماندان امان الله ترمنځ په خپل منځي جګړوکې يو شمير افغانان ووژل شول چه په وروستيو جګړو کې په خپله قوماندان امان الله هم ووژل شو . د کميسيونونو نتايج څه او کومو قاتلينو ته جزا ورکړل شوه ؟
۵ ـ د تورن اسماعيل او د هرات د اولسمې فرقې قوماندان ظاهر نائب خيل ترمنځ د جګړو په نتيجه کې يوشمير افغانان ، له هغو څخه اته تنه دظاهر نائب خيل ساتونکي او د تورن اسماعيل ځوی ميرويس صادق چه د هوانوردۍ د وزارت وزير هم وه ، ووژل شول ، وروسته بيا ظاهر نائب خيل هم ظاهراًپه يوه ترافيکي پيښه کې مړ يا ووژل شو .توظيف شوو کميسيونونو ، ملامت او سلامت معلوم کړل که نه ؟ مجرمين څوک وه ؟ او چاته څه جزا ورکړل شوه ؟
۶ ـ د احمدشاه مسعود دوژل کيدو د څيړلو کميسيون :
سره له دې چه داحمدشاه مسعود د قتل په اړوند دوه تنه بهرني ژورنالستان په هماغه ورځ وژل شوي وه ، مګر بيا هم د ځينو رواياتو له مخې چه : قاتلين په خپله د نظار د شورا يوشمير مشران دي . همداسبب وه چه يو کميسيون مؤظف شو چه ريښتيني قاتلين معلوم او مجازات کړل شي . آيا نتايج معلوم شوه که نه ؟ او که کارئې لادوام لري ؟
۷ ـ په لوی څارنوال د حملې د څيړلو کميسيون :
په رڼا ورځ ، په لوی څارنوال عبدالجبار ثابت باندې مسلحانه تيرۍ د
ً جهادي ً قوماندان جنرال جرئت له خوا ترسره شو ، په لوی څارنوال تيرۍ ،په حقيقت کې، په دولت د تيري حُکم لري . د څيړنې له پاره ئې کميسيون څه وکړل؟ دحق الله په اړوند،جُرئت مجازات شو که نه ؟
۸ ـ د دوستم او اکبربای د لانجې د څيړنې کميسيون :
جنرال دوستم د خپلو پلويانو سره په وزير اکبرخان مينه کې د ترکمن تبارو د شورا د رئېس ، اکبربای پرکورحمله او تيرۍ وکړ، اکبر بای ئې د وهلو او زخمي کولو وروسته په ډيری بی عزتۍ د اسير په توګه له ځان سره په خپل کور کې بندي کړ، چه بيا د حکومتي قواوو له خوا خوشی کړل شو . اکبربای تراوسه پوری عارض دۍ ، دوسيه په لوئې څارنوالۍ کې پرته ده . دڅيړلو لپاره ئې کميسيون وټاکل شو، نتيجه ئې څه شوه؟
۹ ـ همدارنګه نور کميسيونونه چه د امريکايانو او آيساف د قواوو د هوائې بمباريو په نتيجه کې چه زمونږ زيات بې ګناه هيوادوال ( ښځې ، کوچني ماشومان ، لوی او واړه ) چه شمير ئې سلګونو ته رسيږي په شهادت ورسيدل . لکه په ارزګان کې چه د واده په مراسمو کې امريکايانو هوائې بمبارد وکړ او څه د پاسه شپيته تنه پکې شهيدان شول ، په شين ډنډ کې چه امريکايانو په يوه کلي هوائې بمبارد وکړ ، څه د پاسه نوي تنه افغانان ئې شهيدان کړل ، په همدی توګه د لغمان ، ننګرهار ، کنړ ، هلمند ، خوست او نورو ولاياتو کې د ايساف او امريکا د قواوو په عملياتو او هوائې بمباريو کې په لسګونو تنه شهيدان شويدي ، کميسيونونه د حقيقت د څيړلو لپاره تعين شويدي مګر نتايج ئې تراوسه معلوم ندي .
دا د پوښتنې په توګه نه ، خو د يادونې وړئې بولم ، هغه داچه ښاغلي کرزي په غير عادلانه توګه ، د مصلحتونو له مخې ، بی له دی چه ( کار اهل د کار ته ) په نظر کې ونيسي ، دولتي لوړی څوکۍ ئې عمدتاً د تنظيمونوپه واک کې چه ځانونه د ًجهاد ًميراث خواره ګڼي،ورکړيدي او داچه په ښځو دانساني کرامت اواسلاميت خلاف ، څومره تيرۍ او تجاوز شويدۍ او داچه د ملياردونو ډالرو ً مرستو ً څخه څومره ئې په غيرقانوني توګه ، شخصي جيبونو ته لويدلي دي اوداچه اداري فساد، چور اوچپاول په لويه کچه موجوددۍ او داچه ولی په اوو(۷)کلونو کې (چه د نړۍ د دري څلويښت هيوادونو نظامي قطعات هم په افغانستان کې وجود لري) مګر د بی مسئوليته ً جهادي ً تنظيمونو د مليشو څخه اسلحه ټوله نشوه او جنګسالاران خلع سلاح نشول (په داسی حال کې چه تر دې بدتر حالت کې طالبانو همدا بی مسئوليته جنګسالاران په دوه کلونو کې خلع سلاح کړي وه ، لکه دلمرپه شان روښانه حقيقت دۍ )
که د ښاغلي کرزي د کړنو همدا حال وي ، نو بيا په کومو سترګو د افغانانو څخه د اعتماد درأئې د اخستنې جرئت کوي ؟ آيا د اساسي قانون د شپږمې مادې له مخې او په څه شي چه لوړه ئې کړې وه ، د اساسي قانون عملي کيدل همداسې وي ؟ د ً خلکو د حقوقو او ګټو خوندي ساتل ً ، په وعده وفا کول او د ملت په وړاندې د مسئوليت احساس او ريښتينتوب همدې ته ويل کيږي ؟
ــــ د ډاکټر انورالحق احدي څخه :
ښاغلۍ احدي چه افغانستان ته له راتلو څخه مخکې د امريکې د متحده ايالاتو په يوه پوهنتون کې داستادپه توګه درس ورکاوه چه ښه معاش ئې هم درلود . يقيناً چه کومه اقتصادي ستونزه ئې هم نه درلوده . کله چه د بُن د کنفرانس څخه وروسته افغانستان ته راغۍ دافغانستان ــ بانک د عمومي رئېس په توګه په ډالري معاش منسوب شو او بيا د مالئې وزير وټاکل شو ، ميرمن ئې هم په يوه لويه عالي مؤسسه کې د عمومي رئېسې په توګه په ډالري معاش منسوبه شوه . سوال دادۍ چه ښاغلۍ احدي خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو اوچتې ګڼي که برعکس ؟
ـــ ده ته د يوې بهرنۍ (خارجی) مؤسسې له خوا سربيره دده په معاش (تقريباً يو کال) ، د مياشتې درې زره امريکائې ډالره چه ټولې زرګونو ډالرو ته رسيږي د ً خيرات ً په توګه ورکړل شوي او ښاغلي احدي اخستي دي چه د يوې تلويزيوني شبکې له لارې ئې اعتراف هم کړيدۍ او د انکار او پټولو چاره ئې هم نشته .
ـــ بله داچه د شيرپور په پروژه کې چه زمونږه هيوادوالو په حق سره د ( شير چور )نوم پرې ايښۍ دۍ ، ښاغلي احدي يوه نمره ځمکه اخستې او آباده کړې ئې هم ده (بې پيسو آبادي ممکنه نه ده ) ، سوال دادۍ چه ده ، زيات عُمر د امريکې په متحده ايالاتو کې کار کړيدۍ نه په افغانستان کې ، کله چه د شيرپور په پروژه کې نمره ورکول کيده ، درې کاله د کار ئې هم پوره شوي نه وه ، په داسې حال کې چه داسې افغانان ډير وه چه تر ديرشو کلونو پورې ئې کاراو خدمت کړۍ وه مګرچاورته په عادي پروژه کې يوه نمره ځمکه ورکړې نه ده ، خو ده ته د ً شير چور ً په ممتازه پروژه کې نمره ورکړل شوې او ده اخستې ده .
آيا ښاغلۍ احدي ځان ددې نمرې مستحق ګڼي ؟ که ځان مستحق نه ګڼي نو لا اقل د افغانستان د خلکو څخه دې په دواړو پورتنيو مواردو کې ( په زرګونه خيراتي ډالر او د شيرپور نمره ) بښنه وغواړي . آيا بښنه به وغواړي ؟ او که ئې نه غواړي ، نو څنګه په کومو سترګو او کوم جرئت سره د افغانانو د اعتماد د رأيو د اخستلو طمع او توقع لري ؟
ــــ ښاغلۍ رمضان بشردوست :
ديوه هيوادددولتي چاروپرمخ بيول داسې توانمند انسان ته ضرورت لري چه دتحصيل نه علاوه دښه کفايت ، اهليت ، زياتې حوصلې اوښې روغتياڅخه برخورداره وي . ترکومه ځايه چه ليدل شوي دي ښاغلۍ بشردوست چه دکابل دښاريانو استاذۍ په پارلمان کې دۍ او په پارلماني غونډو کې د موضوعاتو د څيړلو په وخت کې د پارلمان له غونډو څخه د اعتراض په توګه وځي او د غونډې ترپايه پورې د پاتې کيدو حوصله نلري . دۍ چه د پارلمان وکيلانو ته چه شمير ئې د دروسوو څخه کم دۍ ، نه قناعت ورکولۍ شي او نه دهغوی د نظرياتو د اوريدو حوصله لري او نه يوشمير وکيلان د خپلو نظرياتو په پلوي ملګري کولۍ شي ، نو د جمهور رئېس خو علاوه له پارلمان ، قضائې ارګانونو ، د ټول ملت اود ملګرو ملتو د مؤسسې په شمول ، له ټولې نړۍ سره سراوکار وي ، په خاصه توګه له پاکستاني او ايراني نيرنګ بازانو او د ناټو د هيوادونو مخصوصاً له انګليسانو او امريکايانو سره ، او د سياف خبره ئې هم ښه اوريدلې ده چه ويلي ئې وه (ً اين مملکت را والله اګر کسې جور کرده بتانه ، غير از مجاهدين .)ً ؟؟؟ نو :
ښاغلۍ بشردوست به داحوصله ، توان اوقدرت له کومه او کله پيداکړي چه په دې موجوده شرايطو کې له ټولو ناخوالو سره مبارزه وکړي او دا نا مطمئنه کښتۍ به په سالمه توګه د ساحل غاړې ته ورسوي .
ــــ ښاغلۍ ډاکټر اشرف غني احمدزۍ :
ښاغلي احمدزي چه د شيرپور په پروژه کې له ځمکې اخستو څخه انکار وکړ او وې ويل چه ترده نور مستحقين زيات دي چه نمره (ځمکه ) ورته توزيع شي ، دا د افتخار او وياړ ځای دۍ او د شريفو وطنوالو د ښه او نيک عکس العمل سره مواجه شو. له ده څخه پوښتنه داده چه : په خپله د مالئې له وزارت څخه مستعفي شو او که جمهور رئيس له دندې لرې کړ ؟ علت ئې څه وه ؟
ــــــ د ښاغلي علي احمد جلالي څخه يوه پوښتنه مطرح کيږي چه : کله چه د کورنيو چارو وزير وه ، د کار په وروستيو ورځو کې ئې وويل چه يوشمير د مخدره موادو قاچاقچيان د دولت په لوړو څوکيو کې دنده لري او دۍ به ئې نومونه په راتلونکو نږدې ورځو کې د جمعي رسنيو له لارې نشر او اعلان کړي . مګر مياشت پوره نه وه چه مستعفي شو او تراوسه پورې ئې هم جرئت ونه کړ چه هماغه ً دولتي قاچاقچيان ً د افغانستان خلکو ته ور وپيژني . ده ښاغلي، چه دکورنيوچارو دوزارت په سطح کار ونشو کړای ( موفق نه وه ) ، نو د ټول هيواد په سطح کې به څنګه په مسئولانه او مؤفقانه توګه کار وکړي ؟
انجينر کبير کاکړ
۸ .۳ .۲۰۰۹ جرمني