دهلمند دبشرۍ ناورين مخنيوې وکړۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د٢٨ - اسد ويب پاڼه

پدې ورځو کې دهلمند ولايت اودهغې دشاه اوخوا زړور خوجګړې ځپلۍ خلک يو ځل بيا دچګړې اوزورزياتۍ شاهدان دی دهغوۍ ژوند دڅرګند ګواښ سره مخامخ دۍ ، له همدې امله دهلمند ولايت زرګونه کورنۍ اړ شوې دی چې خپلې مينې پريږدی وچو دښتو اوبيديا ته مخه کړی ، دخوړو ،دڅښلو داوبو ، داروګانو ، خيمو اوسرپنا پرته ترشنه آسمان لاندې شپې اوورځې تيرې کړی او دساړه ژمۍ سره په تشه ګيډه مقابله وکړی ٠ دسيمې مشرانو څوورځې مخکې په هلمند کې دبشرې ناورين اوفاجعې خبردارۍ ورکړ، په دولت اونړيواله ټولنه يې غږ وکړ چې بيځايه شوو اودجګړو دوحشت څخه تښتيدلو خلکو ته خواړه اوسرپنا ه برابره کړی چې له بده مرغه ددې ولايت چارواکوپدې هکله خپله بيوسۍ وښودله ٠ که چيرې دمرکز څخه دې مظلومو خلکو ته بيله ځنډه اړينې مرستې ونشی بيله شکه به زيات شمير خلک اوپه تيره ماشومان اوزاړه خپل ژوند له لاسه ورکړی٠
د٢٨ - اسد ويب پاڼې چلونکۍ دافغانستان داسلامۍ دولت ،ائتلافي ځواکونواو ملګرو ملتو څخه غواړی چې دهلمند ددې بشرۍ ناورين مخنيوۍ وکړی او په زرګونو بيځايه شوو کورنيو ته دخوړو ، دڅښلو داوبو، دواګانو، تودو جامو، کمپلو اوخيمو درسولو اودسرپناه دبرابرولو په هکله ګړندې ګامونه پورته کړی ٠ دپوځې عملياتو اوجګړه ييزو فعاليتونو دپراختيا څخه ډډه وکړی او که په کومو سيمو کې همدا مهال پوځې عمليات دوام لری هغه ودروی٠ دقومې مشرانو اوسيمه ييزو متنفذ ينو پرمټ په سيمه کې دامنيت اوټيکاو دراوستلو لپاره اقدامات پيل کړی ٠ زموږ دهيواد ماضی اوروانې غميزۍ ښودلې ده چې دافغانۍ ټولنې دستونزو اوکړکيچونو دحل لاره جګړه نه ، بلکه سوله ييزې لارې چارې دی کومې چې په افغانستان کې اوږد تاريخ اوژورې ريښې لری اوپکار ده چې دا لارې چارې غوره او دمخالفينو سره خبرو اترو او مذاکرو ته مخه شی څرنګه چې څوورځې مخکې دجنوبۍ اوختيځوسيمو مشرانو پر دولت غږ وکړ چې دمخالفينو سره پر يوه ټغرکښينې او دهغوې سره جوړجاړۍ ته ورسيږی دا هغه لاره ده چې دافغا ن ولس ګټۍ پکې پرتې دی ٠
دپاڼې چلونکې دهيواد درنو ليکوالو او ډله ييزورسنيو ته دا پيغام وړاندې کوی چې دخپلو ليکنو اوخپرونو له لارې پر افغان دولت اودهغې په نړيوالو پلويانو فشارواچوی چې ددولت دمخالفينو سره دخبرو اترواومذاکرو لړۍ پيل کړی نه داچې دپخوا په څير دمخالفينو سره دزور اوټوپک له لارې چلند وشی هغه لاره اوچلند چې دمرګ اوژوبلې اودهيوادوالو دکړاوونوا و بدمرغيوپرته يې بله کومه پايله نلرله ٠په اوسنيو شرايطو کې چې ټول دسولې، دموکراسى او قانونيت دټينګښت خبرې کوی خو عملا دهغې دپلې کولو څرک نه بريښی دقلم خاوندان اوروڼ اندې دا تاريخې مسوليت لری چې پخپلو ليکنو کې دجګړې اوزورزياتۍ تفکر وغندی اودتفاهم اوجوړجاړې ضرورت اودهغې دپلې کولو لارې چارې په ګوته او پدې اړوند يو تبليغاتۍ کمپاين ترسره کړی ٠
په درنښت
د١٣٨٥ لمريز کال دسلواغې ٣٠ نيټه