له اوښکو ډکې سترګې چا ته واړومه !!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غلام حضرت ( شاکر ) – نړۍ اونيزه

له پاکستاني پوليسو د پښتنې پېغلې فرياد !!
ځواب يې له (( بشر نويد)) نه غواړم .





زما پښتون زما (( بشر نويد )) ! په احترام او عقيدت دې نماځم .
تا چې په (( وحدت )) کې غږ کړی : (( ماته غوږ شه )) ؛ نو ما ستا غږ د (( پښتون )) غږ بللی ، هغه پښتون چې په چا ننګه کوي.
هغه پښتون ، چې د چا وياړ ګاڼه شي.
هغه پښتون ، چې هم شمله وي هم غيرت.
هغه پښتون ، چې هم جذبه وي هم احساس.
هغه پښتون ، چې پښتو يې له ايمان ، انسانولۍ ، حماسو او انسان ګټنې له ننګيال احساس سره مزج وي او چې کله ورته د (( پښتو )) اظهار وشي ؛ نو د مطلوبياتو يوه عظيمه دنيا يې د سترګو کسيو ته ودريږي.
هغه پښتون ، چې يوازې له بلوسګر سره په تور بريښ پوهيږي ، خو نور يې هر څوک په لمن کې د سکون او قرار احساس کولی شي ، هغه پښتون ، چې له ښکېلاک پرته هر چا ته دا ثابتولی شي ، چې جاغور يې خورا ستر، حوصله يې پراخه او اشفاق يې له بل هر چا نه مشر دی .
هغه پښتون چې سر يې ماتېدلی شي ، خو ټيټېدلی نه شي:
((د اسر ربه ! مات شوی خو ټيټ شوی چاته ندی
خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم))
زما پښتون نويده ! زه ، چې د پښتون نامه تذکر کوم ؛ نو (( عجب خان )) په تصور کې راشي ، چې پښتون احساس يې په (( انګريزې )) مېرمنې د عزت (( پښتون )) پوړنی وغوړاوه ، د هغه پښتانه احساس همدا ايجابوله ، چې د انګريز بلوسګر قام د سر لوڅې مېرمنې په سر د عزت څادر وغوړوي ، هغې ته د پښتون کلچر پښتون لباس ور په تن کړي او دا تاثر ورکړي ، چې اې انګريزې مېرمنې ! ته د پښتانه قام په خوا کې محفوظه يې ، مصؤنه يې ، ستا ژوند محفوظ دی ، ستا وقار محفوظ دی او پښتون هغه قام دی ، چې د وره تر چوله هم د چا ناموس ته له کتونکي سترګې باسي . عجب خان پدغه احساس پښتون قام ګاټه ، د هغوی ننګيال تعامل ته يې د تاريخ په زرينو بابونو کې يو باب لټاوه . . . .
زما بشر نويد ! زه چې د پښتون نامه په انځاره قلم خوځوم ، غوني مې زيږه شي ، ووېرېږم ، چې مبادا د شان له تعارف نه يې را ټيټ شم ، کمی زياتی رانه وشي او ( خدای مکړه ) د قلم پرداس مې يې په معرفت کې مجرم ثابت کړي.
ما ته (( د لر و بر پښتانه يو دي )) په خبره کې پښتون (( پښتون )) ښکاره شي ، اعزاز ورسره غوټه کړم ، درناوی ورسره ضميمه کړم او کورنی انتساب يې تر (( رحمان )) تر (( احمد شاه )) او (( خوشحال خان بابا )) پورې اوږد کړم هغه خوشال ، چې د حال او قال په ژبه يې همدغه کلمات نقش وو ، چې :
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
د غزل بابا(( حمزه )) را ياد شي چې د نيايش په لپه کې له خپل (رب) نه د پښتون تفکر سوغات غواړي او د (( يثرب )) بادې سوال هم د افغان په پيمانه کې کوي :
زما زړه دې مسلمان وي
تفکر مې د پښتون کړه
او :
ما ته يثربي باده خاونده !
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
هغه د نوموړي قام د معراج حدونه تر هسک او د هسک تر مالک پورې غځولي وو او د ورختلو لپاره يې د پښتون تفکر زينه لټوله .
د پښتون د معراج حدونو ته د ارادت په تړاو کې زه ستا د پيغام ټکي ټکي ته غوږ ، غوږ پاتې شوی يم لا چې د زړه په غوږونو مې اورېدلي او ستا د پيغام هر ((پښتون)) توری مې د احترام په اوو جامو کې نغښتی او د زړه په بوخڅکۍ کې ساتلی دی .
ما ستا غږ د پښتانه بللی او بيا مې د عجب خان له ننګيال احساس سره غوټه کړی ، تا چې په زرو لاسونو زماد ډبېدلي ، ځورېدلي قام عرضونه تر (( سر شاهي )) پورې رسولي او د هغوی په حال دې د قلم اوښکې څڅولې ، ما ستا د همغوکالمونو له هر ټکي سره خپلې او ښکې بدرګه کړې ، اودا تاثر مې پکې ليدلی ، چې د افغان روس ځپلي قام ترټلي حالت ژړولی يې او ستا د قلم رنګ ته يې د مهاجر د وينې رنګ ورکړی .
د مهاجر په غم کې ما ستا دردېدلی او لمبه لمبه احساس درک کړی ؛ ځکه خو زه ستا د قلم پيغام ته غوږ ، غوږ پاتې شوی يم ، خو دا ځلې زه په تا غږ کوم : (( ماته غوږ شه ! ))
ګران نويد ! زه چې تاته څه ليکم زما د وطن پيغلې سلګۍ دي ، ساندې دي ، کريږي دي او فريادونه !! زما قلم ته الفاظ نه راځې سلګۍ شي ؛ ځکه چې ستاو زما د حورو پېغلو په سلګيو ژاړم ، د هغوی په شکېدلي ګرېوان ژاړم ، چې څه يې د سره سامراج په منګولو کې پاتې شو ، څه يې د (( تور )) او څه يې هم زما د کوز پښتون پوليس په پښتنو ( ! ) منګولو کې تار تار شو !! زما د قلم ژبه ددغه پيغام په انځور کې ښايې د هنر ټکي کم ولري ، ښايي ستا د کالم په څېر رسا منتر او تصوير پکې ونه مومې ؛ خو ته زما د مهاجر قام او زما د وطن پېغلې ساندې او سلګۍ پکې ولټوه او د هغوی د وينو اوښکو نه د يوې اوښکې څرک پکې ولګوه ، د قلم په شونډو کې يې واخله ، خپلې وينې ورسره يو ځای او د قلم زړه له شيريانونو يې ستا د پښتنو چارواکو د زړه رګونو ته پمپ کړه، که ګوندې ((پښتانه )) شي ، وينه يې د عجب خان شي او د خپلو پښتنو مېرمنو د وينو اوښکې ورته اوښکي وښکاري .
زما بشر نويد ! زه چې دا ګړۍ له تا سره په څه ګړېږم زما د پرهارژلي ناموس پرهرونه دي چې وينه نلري ، خو درد لري ، زما د ناموس په پرهرونو کې د هر بلوسګر توره ماته شوې ،د هر جارح د جارحيت يوه نښه پکې ده ، چې د درد هرې څړيکې يې له سترګو خوب وړی ، د درد هره څړيکه يې د زغم ده ؛ خو ستا په پښتون نظام کې ستا د پښتون عسکر د چاړه ژبې زخمونو يې د صبر کاسه لبريزه کړې ، فرياد ترې وځي ، چې دا دی زما قلم يې هم ورسره ځکه بدرګه کوي چې دا زما د پښتون خنجر زخمونه دي ، هغه پښتون چې موږ ترې د ټپونو د التيام په تمه يو :
د تېرې تورې ټپ به جوړ شي
د ورور د خولې زخم ناسور وژل کوينه
زما بشر نويده ! زما د قلم پدغې ماته ګوډه ژبه کې ستا د مها جرې خور تصوير ته ځير شه ، چې له تا سره د اوښکو په ژبه ګړيږي ، ته د هغې د شکېدلي ګريوان د اوښکو دانه دانه امېل وګوره چې ستا د جارح پوليس د ورغځېدلي لاس انځور پکې له ورايه ښکاري !!
پښتنې سترګې پرانيزه ، د هغې د سترګو له کاسونه څو څاڅکي اوښکې واخله او د خپل پښتون قلم له اوښکو سره يو ځای يې د چارواکو په مخ کې کيده .
زما بشر نويد ! په خپلو چارواکو غږ وکړه ، چې ستا په لمن سر توره پښتنه د پښتانه عزت پوړنی غواړي ، ته که ورته عجب خان جوړېدلی نه شې ؛ نو د خپل پوليس (( خاردار )) لاسونه خو ترې لنډکړه ، ستا پښتون ناموس د خپل شليدلي ګريوان لپاره ستا د الطاف ستن و تار غواړي او د ګريوان د هغو ټوټو غوښتنه هم کوي ، چې ستا د پښتون پوليس په منګولو کې پاتې دي !! .
پښتون بشر نويد ! ته زما د ژړولي ناموس اوښلنو سترګو ته له خپلو چارواکو نه د مهربانۍ دسمال وغواړه او کنه پرې غږ وکړه ، چې دا د پښتون ناموس اوښکې دي ، چې له څاڅکو څاڅکو يې سيلاب جوړيږي او چې آهونه ورسره يو ځای شي ؛ نو توپان شي ! تا خو د هغوی د وينو ـ اوښکو سيلابونوپه پېچ و تاب کې وليدل ، چې د بلوسګرو بېړۍ څنګه ډوبې شوې او ددې هم شاهد يې چې آزار ځپلو مشرانو يې هم له آزار نه بازار، ونه موند !!
زما بشر نويد ! افغان ناموس خپل ناسور ټپ ته ستاسو له چارواکو نه د پښتنې پټۍ او پښتانه التيام تمه لري خپلو چارواکو ته ووايه ، چې له هغوی سره له (( پښتنې )) نسخې او (( پښتنې )) پټۍ نه کار واخلي ، ستاد پښتنې خور په شريانونو کې وينه نشته ځکه چې خپل وبل دواړو يې له وينو تغذيه کړې ! د هغې هيله داده ، چې د وينې وچ شهرګ له زبېښلو يې د وينو تږي پوليس خوله پورته کړي.
ښايي ته ووايې ، چې : (( که ورانه ده له تا نه ده )) او يا به زما د عرايضو رُخ (( پنجاب )) ته واړوې ، مسبب لوري به يې (( موږ )) او پنجات وګڼې زه پدې کې درسره سل په سلو کې موافق يم خو موږ د زعامت نه محروم يو موږ که زعامت درلودلی ،(( په موږ به نه راتله جوړه جوړه غمونه ))، په ما او تا کې د زعامت د نشتوالي خبره ده چې پنجاب د پښتون د تراټې اراده په پښتانه تمثيلوي او د پښتون د وهلو توره د پښتانه په لاس کې ورکوي :
(( رقيب راننوت په کور د پښتانه
خو دا کار يې هم وکړلو په زور د پښتانه ))
زه ستاسو او ستا د پښتنو چارواکو پام د همدغو ټکو ژورو ته را اړوم ، چې ولې ستا ګرېوان ته زما او زما ګرېوان ته ستا لاسونه اوږده شي او د فرياد رُخ مو ولې پښتون ته (( لاچې يو وجود ته )) واوړي ،
(( ما په ما وژنې ، کا فر هنر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم . )).