میندی راوړی اولادونه ډیر بی شماره پکی یو نیم سکندر یا اپلاتون شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هلمند پردیس

پدی خبره هر څوک باور لری چی یوه ورځ به له دی فانی جهان څخه لاس په سر کیږی ، مګر هیڅوک پدی راز نه پوهیږی چی زه به کله لدی نیمګړی جهان سره مخه ښه کوم ، لدی نیمګړی جهان څخه په تلو د هر چا ځای تش معلومیږی ، د چا په تلو صرف کور ړنګ شی ، د چا په تلو کلی وران شی ، او د چا په تلو ټول وطن د ویر په ټغر کینی . .
ارواښاد الحاج پروفیسور دوکتور محمد عثمان یادوم ، چی یو څو ورځی مخکی یې لدی فانی جهان سره مخه ښه وکړه ، دده په تلو ټول افغانستان په طبی لحاظ ړنګ ښکاریږی .
ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان د خوست ولایت اوسیدونکی و ، د خوست ولایت سره یی د وینی رشته درلوده ، مګر د انسانیت رشته یې د افغانستان ټول ولس سره وه ، ارواښاد پروفیسور دوکتور محمدعثمان د طبی خدماتو ډیره دوره د افغانستان په مرکز کابل ۶۰۰ بیستره ایز روغتون کی شپه او ورځ تیره کړه .
ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان د لوړو تحصیلاتو سره په څنګ کی د ډیر زیار په وجه ښه تجربکار ډاکتر شو ، او تر هر څه چی ډیر یې د قدر وړ بولم هغه دا چی دای هر وخت انسانیت ته په احترام سره قایل و ، او په ظاهر او باطن کی د انسانیت مقام ته رسیدلی انسان و ، هغه د فانی ژوند فلسفی په راز پوهیدلی ؤ ځکه یې شپه او ورځ پخپل وطن کی د ولس په خدمت کی خپل ژوند قربان کړ ، دهغه سره د احمد او محمود خبره هیڅ مطرح نه وه .
ارواښاد پورفیسور دوکتور محمد عثمان په خپل مسلک مین سړی و، او خپله دا مینه یی په ثبوت ورسوله ، او په نتیجه کی خپل ځان لکه ځلانده ستوری وځلاو، هغه د هر چا دپرهر مرهم و ، مګر افسوس چی هیڅوک ددی جوګه نشول چی د ده دپرهر مرهم وګرځی .
خو ګیله راته پدی راغلی ده چی صرف یو دوو نفرو نه علاوه هیچا د ده په اړه څه ونه لیکل ، لیکوالان، ژورنالستان ، هوښیاران ، قانون پوهان ، ډکتران خصوصآ د خوست ولایت ژورنالیستان هم چوپ دی ، په افغانستان کی هم عجیب قانون دی هغه دی ځنګل قانون دی ، چی صرف پکی د ظالم او زورور ځناور قدر وی .
لږ تیز ولاړم ، خو سوخت ځکه راشی چی هغه چا چی ډیری ککرې له خاورو لاندی کړی دی ، د هغه د مړینی مراسم تر ټولو ښه نمانځل کیږی په واټونو کی یې مجسیمی جوړی شی ‎د مړینی هر سالګره کی یې توری جنډی په هر ځای ځوړندی وی ، حتيً په هغه ورځ د افغانستان بیرغ هم نیم ځوړند وی ، کیدای شی زما دا لیکنه په ځینو لوستونکو بد تاثیر وکړی ، خو زه به په بدل کی دومره ورته ولیکم چی هر څنګه مو پر ځان پیزو وی نو نور هم له نظره مه غورځوی ، که دی یوه قاتل او ظالم مجسمه جوړیږی او دی یوه طبی پروفیسور په اړه یوه لیکنه نه خپروی دا انصاف دی نه هیڅکله هم نه .
ولی افغانستان لا تر اوسه هم د ناورینونو ، طوفانونو ، او مرګونو ځاله ده ؟
دا ځکه چی امارت ، ریاست ، پارلمان، ملی شورا، چهادی ډلی ، او ګوندونه دا ټول خو یا په خپله ظالمان دی او یا د دوی ملګری دی ، کنه ولی به دی یوه ظالم مجسمه په واټ کی جوړیده . او بله خبره دا چی د افغانستان راتلونکی نسل به له دغو مجسمو څخه څه عبرت واخلی ‎ ؟ او دوی به څه فکر وکړی چی دغی څیری افغانستان ته څه کړی دی ؟
طبعی ځواب به یی دا وی چی د دغی مجسمی اتل د یو ملت قاتل ملی قهرامان بلل شوی دی ځکه چی ډیری ککری یې له خاورو لاندی کړی دی ،
اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی د افغانستان ولس پدی پوه شی ، چی نوره باید د هوښیارنو ،علمانو او پروفیسورانو په غم کی توری جنډی ځوړند کړی او د دوی په ویاړ باید خپلی اوښکی توی کړی ، او همدارنګه د واټونو پر سر باید د هوښیارانو او پروفیسورانو مجسمی جوړی شی تر څو چی دا نوره نسل هم د انسانیت مقام ته متوجی شی .
. بی علمه او ناپوهه کسان هیڅ کله هم یوه هیواد ته انکشاف نشی ورکولی او هر وخت دوی د پرمختګ خنډ ګرځی .
خیر اوس که هر څومره په چیغو چیغو هم وژړیږو ارواښاد پروفیسور دوکتور محمد عثمان به بیا بیرته راستون نشی ، خو ما د خلکو دا جفا او خپله بی وسی ژړوی او یو شاعر څه ښه د خپلی بی وسی اظهار کوی وایی . .
. څوک به می وژنی یا نه زړګیه
خو دا بی وسۍ به می ضرور ووژنی
د ارواښاد الحاج پروفیسور دوکتور محمد عثمان روح د ښاد وی او یاد یې ابدی وګرزوی .
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسه ښار