ددوستی فرهنگي ټولني اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن دمالمو ښار
2007 . 01 . 11


دډله ايزي خبر تيادرسنيو او باختر اژانس په مټ مو خبر تر لاسه کړ ، چي دافغانستان دحکومت په افغانستان ،پاکستان اودنړۍ په زيات شمير هيوادو کښي دسوله خوښونکو سازمانواوموسسو دناټودغړو هيوادو دگډې قوماندانی اوملگروملتودسازمان پر غبرگون سربېره پاکستاني لوري په زياته سپين سترگی يوځل بيا اعلان وکړ چې دډيورنډپر تپل شوې کرښه به ددوي په وينا د ترهگرى دمخنيوي لپاره دماينونوښخولواوپر پوله داغزن سيم کار پيل کړ .
موږ دملگروملتود دغه نظر چې وايي : (( زموږ اصلي اندېښنه دا ده چې د دغو ماينونو قربانيان به بې گناه ملکي کسان وي . يوې بلې خبرې ته هم بايد پام وکړو،افغانستان ته د ترهگرود را اوښتو په مخنيوي کې يوازې د پولې مساله نه ده بلکې د دواړو هيوادونو ترمنځ پراخه همکاري پکار ده )) په کلکې پلوي سره اعلان وو:
ټولي نړۍ ته څرگنده ده چي د۱۹۴۷راپدې خوا دډيورنډدتپل شوی کرښې پر سر چې په ۱۸۹۳کال نومبر په(( ۱۲)) دامير عبدالرحمن اوانگريزانوتر منځ لاسليك شوې ده. دافغانستان اوپاکستان ترمنځ پدغه شپېتو کلو کښي دولتي مناسبات خړپړ دي . په حقيقت کښې دډيورنډ دکرښي مسلې دافغانانو لپاره ديوې ملي مسلې په څير ارزښت پيداکړی ،همد داليل دی چي د ډيورنډ دتپل شوي کرښي دبرخليک دټاکو په هکله دوخت ټولو تير شوو حاکمانوديو قاطع عمل جرئت نه دی کړی ، سره لدي چې دامان الله خان دحاکميت له لومړۍ ورځې نه بيا ترهمدا دمگړي پوري ددې کرښې پر سراختلاف لومړی له انگريزانو اوراوروسته له پاکستان سره په يوه اوبله بڼه په افغانستان کي دکورنيولانجونيولې بيادجنک جگړې تر کرښې دهېوادواکمنان زورېدلي دي .
په ځانگړې توگه دمرحوم محمد داودخان دواکمی له يپل نه بياتر اوسه پاکستاني چارواکوکله دغربي هيوادو اوکله دنوروهيوادوپه مرسته اوهڅونه خپلي شومي موخي ته درسېدولپاره دپوځی او سياسي مداخلو او لاسو هنولاره غوره کړېده ،پاکستاني چارواکو تل په افغانستان کښي دټيکاو اوامن راوستو په بدل کښې بربنډ اوښکاره دافغانستان دهغه وخت له جمهور رئيسانو څخه دډيورنددکرښي په رسميت پېژندلوو وړانديز اوغوښتنه کړيده .
اوس چې په افغانستان کې دطالبانودواکمنی دړنگېدونه تر پنځه کاله زيات وخت تيريږي بيا هم دپاکستان دهر اړخيزي لاس وهنې په پايله کښي سوله اوامنيت دجدی گواښ اوخطر سره مخامخ دي.
موږ له افغانانو اونړيوالوسره هم اندي يوچي داوسنيو کړکېچونوتر شاپه افغانستان کي دمحلي قوماندانانو ،جنگسالارو،دهيروئينودسوداگرواوالقاعدي دترهگرسازمان لاس شته ،خوانکار نه منونکی واقيعت داسي دی چي له همدغو ناخوالونه پاکستان خپلي موخي ته درسېدولپاره ناروا اوظالمانه استفاده کوي ،څنگه به دمنلو وړوي چې اوس په افغانستان کې دنړۍ(( ۳۷ )) هیوادونود((۴۱)) زره پوځی ځواکونوپه شتون کښي بيا هم دهري ورځي په تېرېدو سره دافغانستان په جنوبي ،جنوب غربي اوشرقی سيمو کي دامنيت راوستل حتا ددغه ستر پوځی قوت لپاره ډادمنه خبر نده . ټوله نړی په يوه اواز اويوه خوله ددغوترهگروڅخه دپاکستان دملاتړ اوهغوي ته پټن ځايونو په واک کښي ورکولو خبره کوي . دامریکې متحده ایالات اولویدیځه نړۍ چې په افغانستان کې ښکیل ده، پاکستان دافغانستان په کورنیو چاروکې لاس وهنه ملامتوي . دټولو نړيوالو په اندپاکستان په افغانستان کې امن اوټیکاو ته لیواله نه بلکې دخپل پخواني سیاست پرپله ټاکيل موخي ته درسېدولپاره روان دی .
دادی اوس د پاکستان دولت دهغه اعلان پر اساس چي د تروريزم سره دمبارزې په لاره کي به پر ډيورنډکرښه د اغزن تار او ماينونو څخه کار واخلي خپل پلان پلی کوي ،سره لدي چې اغزن تار يا ماينونه به د پولي پر دواړو خواو پراته پښتانه چي يوسترقوم دی او نه بې لېدونکي اړېکي لري ،شپه او ورچ يودبل کور کلي ته تگ راتگ کوي سره بېل او دستونزو سره مخامخ کړي ،خوپاکستان غواړي په دې ډول دغي کرغېړني کرښي ته د يوې دولتي سرحدي پولي په توګه د رسميت بڼه ورکړي .
دنړیوالومنل شويو حقوقي نورمونوپر بنياد،د دووهيوادوپر پوله چې هرڅه ترسره کيږي په هغه کښي ددواړو گانډوموافقه شرط ده. هیڅ هیواد داحق نه لري چې دمقابل لوری له اجازې پرته پرپولودودانولو چارې اويانور هغه څه چي ددوهم هيواد موافقه پکښي اړينه وي پرمخ بوزي . که يوه گاونډ هيواد دبل له خوشې پرته پرپوله باندې کوم تاسیسات جوړوي داکار سرغړونه بلل کيږي هغه لوری چي تاوان ورته متوجه وي داحق لري چې بین ا لمللي مراجعولکه د امنیت شورااوبین ا لمللي عدالت محکمو ته شکایت وکړي .
دافغانستان دتاريخي پس منظر په څېړلوسره موږ په دې باورشوی يو چې پاکستان له خپل پیدایښت څخه بیاتراوسه هڅه کړې په هره بڼه چي وی په افغانستان کې دټیکاواوپر مختګ مخه ونیسي .
ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه چې دا درې کاله يې په دوامداره توگه دافغانستان په اړوندنړيوال سياست پلي کول تر جدي کنترول اوڅېړني لاندي نيولی اودافغانستان په دننه کښي يې حالات څارلي دی دافغانستان په کورنيوچاروکي دپاکستان لاسوهنودسمدستي بندېدو،دافغانستان د تاريخي هويت او ځمکنی بشپړتياته ددرناي په سترگه کتلوپه منظور اعلانوو :
۱/ دډيورنډ پر کرښه دماينونو شخول اواغزن ديوال جوړ په افغانستان کې دترهگريواوبي امنيودمخنيوی مؤثره لار نه بولو،بلکه دا ديوي بلې ناندری دراپيدا کيدوپيل گڼو. وړانديزمودادی چي پاکستان دخپل سياسي اوپوځی غرور له نيلی راټيټ دښه گاونډيوتوب اونړيوالونورمونو منلوته غاړه کښېږدی .اوپدې ټکی پوه شی چي پر افغان ولس په زور خپله اراده منل ډيرناشونی کاردی ،دداډول ديوال ته سرنيونو پايلي به دپاکستان اوسيمي لپاره گټه نه بلکي ستر زيانونه له ځان سره ولري .
۲/ دډيورنډ پر کرښه دهر ډول پوځی اوملکي تاسيساتوجوړيدل په هره موخه چي وي دافغانستان داوسني حکومت دموافقي نه پرته دگاونډيتوب حق ته دنه درناوي اونړيوالونورمونوڅخه بربنډه سرغړونه بولو.
له ملگروملتو ،امنيت شورا ،اروپايي پارلمان او اسلامي کنفرانس ،ناپېيلو هيوادو سازمان او ټولو نړيوالو سوله دوستو سازمانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دپاکستان حکومت دخپلو سرزوريو ناوړه تاريخي پايلو ته متوجه کړی ،دافغان ولس اونړيوالومعقولواوپرځاي وړانديزونواو غوښتنوته جدي پاملرنه راواړوي .
۳ / اوس چې دنړی زيات شمير هيوادونه دافغانستان دروانو حالاتوسره بې تفاوته پاته کېدل دخپلو هيوادوامنيت ته جدي گواښ بو لي،سره لدي هم پاکستان خپلوناولو موخوته رسېدواونړيوال تر خوږگوته نيولوپه منظور ابتکار په لاس کي واخيست ، د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه او د هغوئ دسياسي گوندونواوسازمانونو استازي او مشران بايد دمسلي په هکله خپل پرېکړندهاو روښانه دريځ څرگندکړی اودنړيوالونه دخپلو حقه حقو قوپه ترلاسه کولو کښې دمرستي غوښتنه وکړی .
۴/ پوښتنه موداده چې ولې امریکا اولویدیځې نړۍ ددومره ملاماتونکو مالي ،مادي ،تخنيکي اوځاني تلفاتودمنلو سره دافغانستان په چاروکې دپاکستان له لاس وهنې مخنیوی نه کوي ؟زموږ غوښتنه داده چي امریکا اولویدیځه نړۍ،دملگروملتوسازمان او امنيت شورا بايدپرپاکستان جدي فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې دټیکاو اوسولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي .
فکر کوچې پدې خبره ټوله زمونږسره موافق دی تر څوپه افغانستان کښي داوسنيوناکراريودراوستونکو مالي اومادي چينې وچي نشي اوددوي دپټېدوله سونځي سره مخامخ نشي دسولي او امنيت راوستل به سوتنځمن اوناشونئ کار وي . نړيوالوته ددغو ډارونکو اوورانوونکو دهڅوني ،پټېدني ،مالي ،مادي اولوژيستيکي مرستوترلاسه کوني اوروزني ځايونه تر هرچا ښه معلوم دي .
۵/ د اوسنۍ واکمني ادارې ملي وجيبه اومکلفيت بولو چي د افغان اولس رايه خپله کړي .
ښاغلې اولسمشر ! تاسو چي تر اوسه ولس ته په ورکړه شوو وعدوکي پاته راغلی ياست ،دنړيوال مالي ،مادي ،تخنيکي اوپوځی ملاتړ نه په استفادې سره ژر تر ژره دهيواد په هغو سيو کښي چې نا امنيو له اوسېدونکونه دکار امکانات اخيستي،دتوليدي پروژوپه پلي کولوسره دخلکو لپاره دکار اوسالم شغل امکانات برابرکړئ .
دبېمورده اوبې گټې مصليحتونوپر ځاي دافغان ولس جمعي ارادې اوغوښتنو ته ددرناوي په سترگه وگرئ ،که داسی وکړی دنړيوالوترملاتړوړاندي به تاسوداولسي ملاتړنه برخمن اوسۍ،چي دا ديوه دولت دمشرتابه لپاره تر هرڅه اړينه برېښي .
۶/ ښاغلی ولسمشر! زموږ باور دا دی چي په افغانستان کې د رواني جګړې يو ستر او بنسټيزلاميل د ډيورنډکرښي د برخليک مسله ده ؛که تاسو په رښتياسره وغواړی ، تاسو د دې تاريخي ستونځي د حل لپاره لومړی د خپل اولس ا وبياد نړيوالو ملتيا تر لاسه کولای شۍ . تاسو توانېداي شی په پريکړنده ملي دريځ د هېواد ژغورلواودلته دامنيت راوستلولپاره تاريخي کوټلي گامونه اوچت کړۍ .
۷/ دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت چارواکي دننداره کونکی له حالت نه په راوتوسره مکلفيت لري ،دافغانستان اوپاکستان تر منځ ددې تاريخي کشالې دحل په منظورنړيوالوته دحقايق په څرگندولوسره دټولو ديپلوماتيکو لارو اوامکاناتونه په استفادې سره دنړۍ دټولو سازمانو پاملرنه راوگرځوي .
۸/ دافغانستان دسياسي اوپوځی کشالې ددايمی حل لپاره دملگروملتواو امنيت شوراتر مشرتابه لاندي د يو نړيوال کنفرانس جوړېدل چې ورته وړانديز پخوا دايټالياهيواد هم کړی ؤ اړين بولو. په دغه نړيوال کنفرانس کې دي د سياسی، مذهبی، ژبنی، اتنيکي توپير نه پرته ،دملي گټواودايمي سولي دټينگښت په خاطر د سياسي ګوندنو، سازمانو،حرکتواو تنظيمود استازو ، ديني عالمانو او روحانيونو، خپلواکو سياست اوتاريخ پوهانو،ددولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې دمختلفو دريځ لرونکووسله والوډلواستازو ته ګډون لپاره بلنه ورکړه شي . ددې نړيوال کنفرانس دپرېکړوپر پلي کولودنړيوال کنترول اونظارت ميکانيزم باندي بحث دکنفرانس يوله اساسي اجنداڅخه وبلل شي .
ددوستی فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه يو ځل بيا ټولوسوله دوسته اوزورېدلو افغانانو ته مراجعه اوله دوي نه غوښتنه کوي چي خپل هيواد دپرديو په لمسون اوهڅونه نور وران نکړي ،بس دی ډيري مندي بورې اوماشومان يتيمان شول ،هيواد موپداسي کنډوالوبدل شوی چې دهمېشنۍسولي په وخت کښي به يې هم بياجوړونه کلونه په برکي ونيسي .

ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه
ددې سند کاپي لاندي پتو ته لېږل کيږي :
۱/ دملگروملتودسرمنشي دفتر .
۲/ داروپايي هيوادو پارلمان .
۳ / دناټوسازمان مشرتابه .
۴ / داسلامي کنفرانس دسازمان مشرتابه .