د(( ويښ ځلميانو )) په باب داکادميسين غلام دستګير پنجشيری دارمانه ډک ،خو ښويدلی او متضاد نظريات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ظاهر افق_کانديد اکادمسين

کادميسن غ . د .پنجشيری دهيوادمشهور ليکوال اوسياستمداردخپلوليکنواوتاليفاتوپه لړ کې دادی د(( دافغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند))دپيداکيدو اوبيا دله مينځه تللوپه باره کې يوه په زړه پورې داسې ليکنه کړېده چې نه يوازې دخپل ګونددسازمانی چاروپيدايښت ،انشعابونو،وحدتونواونورومهمو مسئلوپه باب غوره بيانونه لري چې يولړ يې دپوښتنو څخه ډک هم دي، خوتر نوموړی ګوندمخکې يې هم دټولنې دسياسی غورځنګونود (( ويښ ځلميانو )) په ګډون داسې داهميت وړ بحثونه راوړی دي چې نه يوازې په درنه سترګه بايدورته وکتل شي بلکې يوه دوستانه انتقادی سترګه هم بايدورواوړي . نوموړې ډول ليکنې نه بايد يوازې دخپلو طرفدارانوله خواولوستل شي ،بلکې هغو لوستونکو ته چې دمخالفت په سنګر کې يې تکيه وهلې ده هم پکارده چې دخپلودلايلو دقوی کولواويا کمزوره کولوپه خاطر يې تربل هرډول دوست په ژوره توګه ولولي .


دښاغلی پنجشيری ليکنه چې (( ظهور وزوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان )) نوميږي که ديوې خوايوشمير پاخه اوپه زړه پورې حقايق لري خوپردې بل اړخ يې بيا يولړ ترخو انحرافي تحليلاتو هم ليکنه ور بې خونده اوبيقدره کړيده . په همدې ډول ، که يې دګوندزوال دواقعي علتونواوشرايطو په باب دلايل ،اسناداوحقايق کافی نه بريښي خوپردې بل اړخ يې دګوند دپيدايښت مخکنيو غورځنګونولکه د (( ويښ ځلميان )) ملي جنبش په باره کې هم يوشمير نظريات نيمګړی اوناقص ښکاري ،که څه هم نوموړی اثر له سره تر پايه يو نوی دوستانه نظر غواړي ،خوزه به يې اوس په لنډه توګه پر هغې برخې مکث وکړم کومه چې د ((ويښ ځلميان)) سره اړه لري .


زه چې اوس دا لنډ مطلبونه دښاغلی پنجشيری پر کتاب په دوستانه انتقادی توګه وړاندې کوم نومې خورا ژر دګران هيواد افغانستان ددې وروستيو کيڼ لاسو اوښی لاسوګوندونواوسازمانونوهغه دخصومت اودښمنيو ډک ( حتی کله کله ،ددوستانو په څيرو کې ) برخوردونه ،يو اوبل سره وهنه ،بې آبی اوسره سپکونه را په يادشي چې په نتيجه کې يې نه يوازې ټولنې ته شرمونه پريښودل ،بلکې دادی دهيوادخپلواکی اواستقلال مو هم دهغو تاړاکګرانو په لاس کښيوت چې نيکونو مو پيړۍ پيړۍ دهغو دظلمونواواستعمار ونوپر ضد مبارزې کړې اوقربانۍ يې ورکړې دي.ښکاره ده چې زموږ تير مخالفتونه اوماتې نه يوازې ديولړ ګوندی روشنفکرانو خودخواهيو،ناپوهيو ،تربورګلويو او...نتيجه ده بلکې دځينو خارجی سترو اووړودولتونواوقوتونومستقيم اوغير مستقيم لاسوهنوهم نوموړې ماتې پراخې اوټول اړخيزې کړې څو خپل خاينانه ستراتيژيکو هدفونوته يې ځانونه ورسول.زما دغه اوسنۍ ليکنه چې دګرانولوستونکو مخې ته پرته ده ،دتير کيڼ غورځنګ پر هغه فکري اوايديالوژيک اختلاف نه ده اوډلې شوې چې تقريبا دنيمې پيړۍ په دوران کې ،دټولنې په سياسي چپ غورځنګ ، د( ا . خ . د . ګ )اوبيايې په هرې جناح کې بيله ژور درک اوفهمه اعتباردرلود،بلکې دلاندينيو دووڅرګندو علتونوپر اساس مې دنوموړی مسئلې دسپڼلو ضرورت پوره احساس کړی دی.لومړی زه په يوې سياسي اوروشنفکرۍ کورنۍ چې سياسي مشران يې محمد انور خان اڅکزی ( زما نيکه ) ،اومحمد علم بڅرکی ( زما اکا ) دی ،داسې اړه لرم چی دروزنې ،پالنې اوسياست لومړنی اواساسی چارې مې په همدغه کورنی اودهغې سره په مربوطو کورنيو ،اشخاصو اوافرادوپورې اړه لري او پرې وياړم . که څه هم زموږ کورنۍ ،په کندهار کې ،دويښو ځلميانويوازنۍ مرکزی کورنۍ نه ده،خودنورو کورنيو سره په څنګ يې په ايماندارۍ اوميړانې سره دژوند تر پايه ،داولس دې ګټو په خاطر خپل ددوستۍ ،صداقت اومبارزې بيرغ ( دډيرو ترخو اومشکلوپيښو سره سره ) پر مځکه نه دی ايښی اوپه پوره همت يې دخپلواکۍ ،آزادۍ اواجتماعی عدالت دتحقق لپاره داستبداداوظلمت دواکدارانوتور اوتاريک زندانونه ګاللی اوتير کړی دي . ددې خبرې يادهم په کاردی چې زه علاوه دخپلو مشرانو، دويښ ځلميانودنورو مشرانواوپوهانو لکه مرحوم عبدالهادی هادی ،مرحوم مولوی بهرام اڅکزی ، مرحوم فيض محمد انګار اومرحوم عبدالشکور رشاداوداسې نوروملی شخصيتونودژونديو فعاليتونو اونظرياتو څخه ګټور اوبرخمند شوی يم ، اوس به نور بيله شکه زما له خواکامله ناځوانی وي چې دهغه ګوند پر ضد تهمتونه اوتورونه ردنکړم کوم چې ماته يې دمکتب په دوران کې دوطن پالنې لومړنی درسونه راکړی دي .


دوهم ،بله خبره داده چې زه د (( ويښ ځلميانو ))ګوند چې دکل په څير دخپل وخت دهيوادپال اودموکراتيک غورځنګ يوه ستره اوموثره برخه ده ، نه بايد په انحرافي نظرياتو اومتضادو مقولو سپک اونارواتورونواوتهمتونوقرباني شي . پدې کې شک نشته ، چې دښاغلی پنجشيری يولړ تيرو سياسي ضد امپريالستی قضاوتونوته که لا اوس هم پر ځای وي اودغربی دماګوجيک فرهنګ په زرق اوبرق کې يې ځان نه وی بايللی ،پوره احترام لرم ،خوهغه څه چې دويښ ځلميانو په باب په ناځوانۍ اويا غلطۍ کې راغلی دي بايد پنجشيری ته پوره ورپه ګوته شي ، څو نوی نظرپری وکړي .


(( ظهور وزوال ....)) اثر چې په ښايسته حروفو ،ارزانه کاغذ،ښکلی قطع اوصحافت په پيښور کې په کال ( ١٩٩٩ م ) کې چاپ شوی دی د (( افغانستان دخلکودموکراتيک ګوند )) دلومړنيو سازمانی کميټو ،غونډو ،انشعابونواوبيا وحدتونواوداسې نوروګوندی اوسازمانی مسايلو په باب په ښکلی اوساده سبک کې بيان کوي .که چيرې کومه بې نظمی يې په کوم بحث کې ليدل کيږي ،ښايې علت هم دهغو پخوانيو ياداشتونو او زخيرو په بيا تنظيمولو اوډلو کې دډير غور اوتعمق کمښت وي . هيره نکړو چې دکتاب تصنيف هم تر ډير حده خپله لړۍ داسې ساتلې ده چې محتوی يې ور بدرنګه کړي نده . دليکنې دښکلو اړخو څه چې راتير شو ،دمضمون په ځينونوروبرخوکې هم داسې تيروتنې اونيمګړتياوې ليدل کيږي چې په بل وخت کې به يې دسمون لپاره دکره کتنې په هنداره کې وګورو . دې خبرې ته اشاره کول پکارده چې ښاغلی پنجشيری دويښ ځلميانودګوند دڅيړنوپه وخت کې يولړ تيروتنې ،اغلبآ،داسنادونه موجوديت پواسطه هم کړی وي ،خو تضادراوړنه يې بيا دخصومت په نازکو پردو کې دسترګک وهلو ثمره بلل کيږي . دا هم بايد ووايم چې دکتاب دليکوال متنونه مې دکره کتنې لپاره دده په ژبه اوسبک کې ځکه امانت راوړی دی چې په پښتو اړه ولو کې تاوان ور پيښ نشي اوتعبيرونه يې پر نورو خواووسرونه کړي٠


د ښاغلی پنجشيری په ليکنه کې تيروتنې اوتضادوينه


ليکوال دخپل کتاب په ( ١٢٠ )مخ کې د(( وطن )) ګوند دتوضيح په ترڅ کې ،تقريبآ بې مورده داسې وايي ،


(( ...جدايي غبار وفرهنګ دوتن ازرهبران برجسته اين جريان از (( ويښ ځلميان )) غالبآ به علت ناهمګوني وبالا بودن سطح آګاهی وفرهنګی آنان وبه علت شک وترديد های بوده است که نسبت به پيوند برخې ازرهبران (( ويښ ځلميان )) با محافل حاکمه ،نزد جريان وطن ايجادګرديده بود ...))


( ١ )


که داکادمسين پنجشيری نوموړې بې مسئوليته اوداستدلاله ليرې متن ته چې د (( ويښ ځلميانو )) په باب يې وړاندې کړی دی ، په غور وکتل شي ،نه يوازې به حيرت وکړو بلکه يقين به حاصل کړو چې دغه متن يې په تلوار اوبې انصافۍ کې ليکلی دی . اوس به دمشکل دحل په خاطر نوموړی متن په انصاف او سړه سينه سره وسپڼو :


الف – د (( ويښ ځلميانو )) سره دغبار اوفرهنګ بيلوالۍ ددوی د (( آګاهۍ اوفرهنګی سطحې دلوړوالی اوناهمګونۍ )) په علت سره يعنې څه ؟ ددې خبرې يو او لومړنی تعبير خودادی چې ګواکې دويښو ځلميانو دشناخت اوفرهنګ سطح دوطن له ګوند څخه کښته اوليرې ده ،که چيرې ليکوال نوموړی خبره ديوې لحظې له پاره ومني بيا نو مفهوم دادی چې دوطن ګونددهغو اشرافي روشنفکرانو ګوند ګڼي چې ده پخپل ټول ژوند کې دهغوی پر ضد مبارزه کړې ده . په داسې حال کې چې واقعيت داسې نه دی . ځکه دوطن دګوند مرامنامه ،ددوی درهبرۍ دترکيب اوصفونو انتظام ، په عمومی توګه ،په مختلفو برخوکې دهغه بيچاره خو قهرمان اولس اوخلکو دګتو اوحقوقو مدافع دی چې په زمانو زمانويې رنځونه ګاللی اومقاومتونه کړی دی . دهمدې خبرې داثبات له پاره د (( وطن )) دګوند دمرامنامې يو لړ غوښتنې چې واقعآ دعامو اولسونو دګټو دفاع اودګران هيواد ، افغانستان ، دملی وحدت دتقويې په خاطر مبارزه کوي ، داسې وايي :


(( ١ – دافغانستان دخاورې دتماميت اوخپلواکۍ ساتنه ،


٣ – په افغانستان کې دملی يوالی تقويه کول ،


٥ – دټولنيزې برابرۍ تامين اودعامو خلکو دګتو اوحقوقو وقايه کول )) ( ٢ )


دلته وينو چې د (( وطن )) نوموړې ملی غوښتنې نه يوازې داشرافيت اواستبداد پر ضد عمل دی بلکه دټولنې دټولو جهتونو دپرمختګ له پاره هم ديو عالمانه اوتول اړخيز هدف مهمې برخې څرګندوي . په همدې توګه ، ګورو چې د (( ويښ ځلميانو )) دمرامنامې عمده او کلی برخې هم دټولنې يوالی ، دخپلواکۍ اوآزادۍ دساتلو په خاطر مبارزه منعکسوي ، په دې برخه کې مرحوم محمد علم بڅرکی په خپل وروستنی مستند اثر (( ويښ ځلميان )) کې داسې وايي : (( دحاکمه قدرت تر سقوط وروسته دلويې جرګې په واسطه دداسې حکومت جوړول چې دخلکو له پاره ،دخلکو له خوااودخلکو په ذريعه وي .


(( ٢ – داستقلال ساتنه


٣ – حاکميت دملت حق دی .


٨ – کومې سرمايې چې بهر ته ليږدول سوی دي بير ته يې لاس ته راوړي ... )) ( ٣ )


هيره نه کړو چې دمرحوم داکتر محمودی ګوند د (( ندای خلق )) په مرام کې هم په ډيره ميړانه ددموکراسۍ واقعي مفهوم چې دافغانی ټولنې له پاره يې لازمې بولی اودنوموړې تاريخی دورې غوښتنې پکښې منعکسوي ، داسې وايي :


(( ٣- ځکه چې دخلق ګوند دحقيقی دموکراسۍ ګوند دی ،پس دحقيقی دموکراسۍ دهدف دتامين په خاطر يعنی دخلکو حکومت دخلکوپه واسطه دخلکو له پاره مبارزه کوي.


(( ٥- دخلکو ګوند ملی يوالۍ دخپلو فرايضو څخه اساس ټاکلی دی ، پس هر ډول امتياز غوښتنه ددموکراسۍ داساسونواوتولنيز عدالت څخه مخالفه ګڼي .


(( ٧- دهيواددناموس اوخاورې تماميت دساتلو په لاره کې دخلکودګوند لومړنی فرض دی اوهمداسې ټول هغه عوامل چې دغه پاک هدف تهديد کړي پر ضد يې مبارزه اوقربانی ورکول خپل فر ض بولي )) ( ٤ )


نوموړی دری ګوندونه چې په يوه ټاکلی تاريخی دوران کې يې مشترک اوسره ورته ارمانونه درلودلی دي ،تر ډيره حده يو له بله نه يوازې دټولنيزې مبارزې په کشمکش کې سره نژدې ووبلکه په زندانونو کې هم سره صميمي اودمبارزې په يوه ضد صف کې ولاړوو، چې نه يې دژبې او مذهب پر سر دښمنی درلوده اونه يې هم دفرهنګ په برخه کې دتوپير غوښتنې لرلې دي .دمثال په توګه ،دويښ ځلميانو متقابل ګرانښت اوارتباط چې د (( ندای خلق )) دګوند اودهغه دمشر ،مرحوم ډاکټرعبدالرحمن محمودی سره يې درلود په لاندې ټلفونی مخابره کې دورايه څرګند دی:


(( ..دښاغلی محمودی صاحب دناروغۍ دحال معلومولوتليفونی مصرف شل افغانی ...)) ( ٥ )


نوموړی خبر چې دويښ ځلميانو دمالی چارو مسئول يې څرګندو ي ګواکې دسياسي جنبش سره يی د (( فرهنګ او آګاهۍ سطحه )) داسې سره ورته اومشابه وه چې دهيواد دېوې ټاکلې زمانې او مرحلې داولسونو دغوښتو دپر ځای کولو له پاره يې هم دمرامونو عمومی مرکزونه سره ليرې نه وواويو له بله يې په زړونو کې نژدې والی هم درلود.همداسې يې حتی شخصي اوسياسي ؛ګټور ې اړيکې اوروابط هم سره لرل ،چې په ډيرو سياسي فعاليتونوکې يې عمل هم سره مشترک وو. بيا هم دمثال په توګه ،مرحوم محمد علم بڅرکی په خپل (( ويښ ځلميان )) کې داسې ليکي : (( کله چې د ( ١٣٣٠ )کال دجوزا په مياشت کې غلام حسن خان ساپی د (( ويښ ځلميانو )) دفعالينو اورهبری هيئت يو غړی په کابل کې دخرافاتو پر ضد يوه انتقادی مقاله په (( ندای خلق )) کې خپره کړه نوحکومت هم دوخت ارتجاعی عناصر د (( ويښ ځلميانو )) پرضدراوپارول ،څو مسئله يې دکفر په نامه محکمې ته کش کړه .نومحکمې هم خورا ژر دحسن خان ساپي بندی کول وغوښتل .ځکه چې نوموړی مقاله دځوانانوله پاره ډيره په زړه پورې وه .نوډيروځوانانو،زده کونکو،محصلينواوروشنفکرانووغوښتل چې مظاهره وکړي ،په دلاورۍ سره يې د (( وطن )) دګوند مشر غ.م .غبار په کورکې غونډه وکړه اوفيصله يې وکړه چې سبا داستقلال ليسې څخه بايد مظاهره پيل شي .په سبا کې نوموړې ليسې ته په ډلو ډلوځوانان راغلل ...مظاهره په زرګونوخلکوسره پيل شوه اوپرمخ ولاړه . په مظاهره کې ځينو عناصروځان ښکاره کړ چې مظاهره خرابه اوناکامه کړي. په دغه وخت کې رحيم محمودی ،فيض محمدانګار ته چې دواړه دمظاهرې رهبری کونکی وو،وويل : هغه څوک چې مظاهره نارامه کوي بايد وايستل شي....دانګار نوموړې غوښتنه خوښه شوه اوخرابکارانوته ورغلل چې په سمه يې دخرابونکو اعمالو څخه راوګرزوي . خودې خبرې ځکه ګټه ونه کړه چې دوی په پلان راغلی وو. مظاهرې پر خرابکارانوورحمله کړه اوبيا ښاغلی انګار هغه شخص ته چې لږ زخم هم اخيستی و،ځان ورورساوه اونجات يې ورکړ،خومظاهرې ادامه وموندله . کله چې مظاهره عمومی پله ته ورسيده دحضرتانو ځينې اشخاصو وغوښتله چې مظاهره زياته خرابه اوبې نظمه کړي ،خو ځکه چې دمرګ اوژوبلې خطر يې ډير شو نوپوليسانو مداخله وکړه اويولړ خلک يې ونيول اوبنديان يې کړل . په دغه وخت کې يې انګار هم بندی خانې ته وروست چيرې چې وختی لا رحيم محمودی وروستل شوی و ...)) ( ٦ )


دنوموړی لنډ خو په زړه پوری متن څخه داپوره څرګنده ده چې دهيواد نوموړی سياسي غورځنګ په ټاکليو حدودوکې سره تړلی دی ،نه داچې (( فرهنګی سطحې اوآګاهی . .. )) يې خصومت آميزه اودبيلتون نه ډک توپير نه درلود،بلکه برعکس دمبارزې په ډګرکې هر ډول مشکل ته آماده واحدنهضت و. خوپه تآسف چې ښاغلی پنجشيری دنوموړی سياسي دموکراتيک غورځنګ په مينځ کې د (( ويښو ځلميانو ګوند )) ته په ډيرو تنګو اوتاريکو عينکو کې بيله کوم څرګند دليله ګوري اوداسې يې غندي : (( نتيجه : ترکيب هيئت مديره (( ويښ ځلميان )) بيانګر اين احتمال قريب به يقين است که عبدالمجيدزابلی وسردار محمدداود حاميان ، مشوقين ، تمويل کنندګان ومحرکين اين جنبش نو ظهوربوده اند )) ( ٧ )


ياللعجب ! څومره پر ځای احتمال ! اوڅومره عظيم کشف ( ! )


اوس دلته ، خبره داده چې ښاغلی پنجشيری دخپلې بې بنسټه غوښتنې داثبات له پاره نه يو لنډ تحليل کړی او نه يې هم کوم استدلال راوړی ، نه يې کوم شاهد نيولی اونه يې هم کوم سند ښودلی دی . په همدې توګه يې لږ ترلږه پردې خبره هم بحث نه دی کړی چې هيئت مديره يعنی څوک ؟ تعداديې څو اوترکيب يې څوک ، او څه يې کړی دي چې دوياړه ډک ګوند يې عبدالمجيدخان اوداود خان جوړکړي ، (( تمويل کړی دی )) اوحتی دجوړښت (( محرکين )) يې هم نوموړی اشخاص دي . په داسې حال کې ، لکه مخکې چې اشاره ورته وشوه د (( ويښ ځلميان )) ګوند دخپل وخت داستبداد اوخرافاتو ضد ،اواستعمار په مقابل کې هميشه دخپلو ملی اووطنی ګټودساتلو په خاطر نه يوازې دخپل وخت تاريک اوشاقه زندانونه تير کړی بلکه نوروهر ډول ترخو قربانيو ته يې هم دمرګ ترسرحده هميشه آمادګی ښودلې ده . علاوه پر ټولوخبرو ،زه به د١٣٣١ کال دهغه (( مدير هيئت )) غړی در معرفی کړم کومو چې دکندهار دخواريکښو خلکو ګټې ساتلې اود (( ويښ ځلميان )) سازمانی اوګوندی چارې يې پر مخ وړلې . دحمل دمياشتی پر يولسمه ورځ دنوموړی مديره هيئت غړی دکندهار نايب الحکومه خپل کورته وروغوښتل اوبيا يې په يوې ډيرې ناوړه اوناکاره لارۍ کې بنديان دکابل په لور وليږل . ددې افتخاره ډکوبنديانونومونه دادی : ((جناب محمد انورخان اڅکزی ،عبدالهادی خان هادی ،غلام جيلانی خان مدير ، حضرت صاحب محمد يوسف اغا ،مولوی بهرام خان اڅکزی اوقاضی عبدالصمدخان . )) ( ٨ ) دلته خو داسې ښکاري چې ترهرجا زياددکابل ددهمزنګ دزندان کوټې پوره تمويل شوې ،نه (( ويښ ځلميان )) .


ب – اوس به پردې خبره لنډبحث وکړو چې دفرهنګ او (( فرهنګی سطح دلوړوالی )) اوکښته والی څخه به دښاغلی پنجشيری مطلب څه وي ؟ دادی بايد دهر څه لومړی فرهنګ وپيژنو ، چې فرهنګ څه ته وايي ؟


فرهنګ هغه تاريخې عامه پديده ده چې ديوې ټولنې تکامل اوانکشاف يې خپل ټاکلی ټولنيز، اقتصادی جوړښت ورتثبيتوي . همداسې ،فرهنګ هغه ټول اړخيز ه مقوله منعکسوي چې دتاريخ په اوږدو کې ديوې ټولنې دټولومادی اومعنوی ارزښتونوپرمختګ مشخص اوتوضيح کړي . داهم بايد څرګنده شي چې دهراولس فرهنګ دهغه اولس يوداسې تخليق اوپيداينه ده چې په مستقيم اوغير مستقيم ډول يې دخپل ژوند په دوران کې زيږي اوتکامل کوي ، وروسته له زمانو څخه زړيږي اوزوال مومي . که څه هم دفرهنګ معنوی برخه ، په عمومی لحاظ ، دمادی شرايطو محصول ده خو کله کله دټولنې معنويت اومعنوی پديدې يې يولړ مستقيم جهتونه هم اخلی . فرهنګ چې داولسونو خويونه ،عادتونه او دژوند نور عملی ارزښتونه په ځان کې روزي ،دخپلو اولسونو دژوند يوه مهمه برخه هم ورتشکيلوي . په هر صورت ، د (( فرهنګ سطحه ))که لوړه ده يا کښته ،زړه ده يا نوې ،ديوه ټولنيز اقتصادی ژوند دخصوصياتو ، دنيک مرغيو ، بد مرغيو اوډول ډول نورو مشخصاتو يو څرګند انعکاس ښئي . ځکه نودټولو فرهنګی ارزښتونو درجه او کيفيت ديوې تاريخې دورې څخه تر بلې ، ديوه هيواده تر بله توپير لري ، خو په عمومی لحاظ په داسې هيوادونو کې لکه افغانستان ، دخپلو وروسته پاته توپيرونو څخه يې داشخاصو اوګروپونو تر منځ کله کله بې ضرورته اختلافونه اوتضادونه هم راپورته اوناوړه ګټې ځينې اخيستل شوې دي . په همدې توګه ، زموږ دهيواد افغانستان فرهنګې ټولنيزه سطحه د خپل تاريخی اواقتصادی جوړښت له مخې ځکه ډير توپير نه سره لري چې دټولنې جوړښت لاتراوسه په فيودالی اونيمه فيودالی مناسباتو کې واقع دی . خوبيله شکه ، په ځينو لويو ښارونو کې تجارتی بورژوازيک اړيکو ظهور کړی اوپه بعضو اطرافی سيمو کې دپخوانيو زړو مناسباتو بقايا هم موجود دي . دجوړښت نوموړی ترکيب په ملی اواتنيکې سطح ځکه ژوره اړه نه لري چې دټولنې مختلفې برخې که پښتانه دي يا تاجک ، اوزبک دی که هزاره ،ترکمن دي اويا داسې نور تقريبآ په مشابه اقتصادی ټولنيزو حالاتوکې موقعيت لري ، په ټولنې کې دژوند عصري داسې لوازمو ، اجناسو اووسايلو ظهور کړی چې پر فرهنګ باندې يې هم پوره اثر اچولی دی . په دې حساب هم ، د (( ويښ ځلميانو )) دفعالينو اوجوړښتونو ډيرې برخې په کابل ، کندهار ننګرهار ، مزار اوداسې نورو ښارونو اوولايتونو کې فعالې وې . البته نوموړې ښارونه دافغانستان دډيرو پر مختللو ښارونو څخه شميرل کيږي چې ځينې يې د (( وطن )) او (( ندای خلق )) هم دفعالينو مناسب مرکزونه وو . ددې خبرې نومعنا داده چې دنوموړو ښارونو اوداسې نورو سيمو فرهنګ نه يوازې مشابه بلکه په ډيرو برخو کې واحد هم دی .


ج – داهم ښکاره ده چې دفرهنګ مفهوم ډير جهتونه اواړخونه لري خو ژبه بيا دفرهنګ مرکزی برخه جوړوي . که چيرې دفرهنګې سطحې څخه دښاغلی پنجشيری مقصد ،اغلبآ ژبنيو مسئلو ته اشاره کول وی ، په دې مفهوم چې دويښو ځلميانو اکثريت غړواورهبری هيئتونوپښتو ويله اومورنۍ ژبه يې هم پښتو وه ، خو د (( وطن )) او (( ندای خلق )) مشرانو اواعضاووبيا فارسی ويله . پردې مهمې مسېلې باندې که څه هم څه نه دی ويل شوی ، نوزه هم ډير څه نه وايم ، فقط دې خبرې ته اشاره کوم چې دژبې توپير اوبيلوالی دهغو سازمانونو، ګوندونواومشرانوپه مينځ کې چې اولسي اومترقی ارمانونه لري کوم تفاوت نشي راوستلای


. دا هم ځکه چې ، هر څوک په دې پوهيږی اوبايد وپوهيږی چې ژبه په ټولنه کې دافهام اوتفهيم داسې ستره اومهمه وسيله ده چې طبقاتی خصلت هم نه لري . دژبې پر سر تعصب اودښمنی يوه ستره ګناه اونه بخښونکې جفا ده چې داولسونو اوملتونو له خوا عفوه نلری، داهم ځکه چې دژبې موضوع هميشه دخپل سياسي دموکراتيک اصل د ( اقليت متابعت داکثريت څخه ) له مخې پوره دحل وړده اووی به . سره ددې څرګند حقيقته دپرون تاريخ وهلی استعمار ی قدرتونه اويا دنن ورځې تازه دمه امپريالستی _ صهيونيستی واکداران په ملی او نړيواله پيمانه سره هڅه کوی چې دخپلو مواضعو دټينګولو په خاطر ملتونه په خپلو مينځونو کې دژبو ، مذهبونو اوداسې نورو مهمو پديدو په واسطه سره وجنګوی ، (( اوبه خړې کړی ، ماهيان ونيسي )) . البته نوموړې دسيسې ، ډيروختونه خورا ژررسوا شوې اوملتونه اواولسونه يې بيداره شوی دی ، نن ورځ که امپرياليستی واکداران په ګران هيواد افغانستان کې غواړی چې افغانان دپښتون اوغير پښتون ، تاجک ، اوزبک ، هزاره اوداسې نورو تر نامه لاندې بې اتفاقه وساتی اوهيواد مودخپلو شومو اغراضو په خاطر تر پښو لاندې کړی ، خو داهم څرګنده ده چې اوس هر ډول ضدملی پاليسۍ افشا اورسوا کيږي .


په هر صورت د (( وطن ))او (( ويښ ځلميانو )) بيلوالۍ نه دفرهنګ په ناهمګونۍ ، اړه نه لري اونه هم دژبې په اختلاف . که داسې وای نو بايد د (( وطن )) او (( ندای خلق )) ګوندونه سره يو وای ، ځکه ډير خصوصيات يې نژدې حتا سره يودي . جلاوالی ډير ساده نور علتونه هم لري چې وروسته به يې وګورو٠


تضادوينه : په زړه پورې ده چې ښاغلی پنجشيری ديوې خوا دويښ ځلميانو فرهنګې سطحه دوطن له فرهنګی سطحې څخه کښته اوګوند دحاکمه محافلو سره تړلی ګڼی خوپردې بل اړخ بيا ډاکتر محمودی ،غبار ، نورمحمد تره کی ، غلام حسن ساپی اوداسې نور و روشنفکرانو دميړانې اوهمت توصيف کوي اوپه خپل (( ظهوروزوال ....))کې داسې وايي : (( ...،درجريدۀ انګار اورګان نشراتی ويښ ځلميان انديشه های اصلاح طلبانه دموکراتيک شخصيت های برجسته سياسي واجتماعی ،شاعران ، نويسندګان ، مورخان صيقل شده ، روشنفکران جوان از جمله انديشه های دموکراتيک عبدالرحمن محمودی ، غبار ، نورمحمد تره کی ، عبدالروف بينوا ، غلام حسن ...وديګران بازتاب يافته است .)) ( ٩ )


دلته ،رښتيا چې مشکله ده ، څرګنده شي چې ښاغلی پنجشيری ولې ديوې خوادويښ ځلميانو دجنبش ظهور اوپيدايښت دداودخان اوزابلی څخه ګڼی اودغبار ليرې والی د (( فرهنګی ناهمګونی اوشک )) پيداکيدو څخه بولی خوپردې بله خوايې دنورمحمد تره کی اوحسن خان ساپی په شمول دجنبش ټول غړی دموکراتيک ، فعال ، سياسي اواجتماعی شخصيتونه شميرلی دي . په همدې توګه ، موږ وليدل چې ښاغلی پنجشيري د (( ويښ ځلميانو )) دوياړه ډک ګوند ظهور ، حاميان اوتمويلونکی بيله کوم دليله په زابلی اوداود خان پورې تړي خو دادی اوس بيا دخپل کتاب په ( ١١٧ ) مخ کې دنوموړی ګوند دپارلمانی فرکسيون ستاينه کوي :


(( ...فرکسيون ( ويښ ځلميان ) يکجا با داکترعبدالرحمن محمودی ، مير غلا م محمد غبار ،خال محمد خسته ، سيدمحمددهقان وديګر وکيلان ملی وآزادانديش عليه پديده های نا مطبوع فيوداليزم ونفوذ سرمايه های امپريالستی واستبداد موضعګيری وطنپرستانه داشت . )) ( ١٠ )


په پورتنی اعتراف کې چې د (( ويښ ځلميانو )) دګوند پارلمانی فرکسيون دعمومی غورځنګ په اړخ کې دفيوداليزم ، امپرياليزم اواستبداد پر ضدمبارزه وطنپاله اوملی وه ، نوپدې کې شک نشته چې د (( ويښ ځلميانو )) پارلمانی نمايندګان هم دخپل ګوند او مديره هيئت په مرسته اولارښودنه خپل استبدادی ضد اواستعماری ضدوطن جوړونکې مبارزې په ډيره ميړانه اومستقلانه توګه پر مخ وړې اودزابلی څخه يې مرسته او تمويل ګڼل يو غير عادلانه اوخيالی قضاوت دی . دخبرې لنډه معنا داده چې د (( ويښ ځلميانو ))


ګوند په عمومی توګه دخپل وخت نه يوازې ملی اومترقی ګوندو،بلکه بيله شکه ، چې هم يې قهرمان اوهم يې انقلابی بولو . ښاغلی پنجشيری هم دخپل تضاد په دوهمه پله کې دهمدې خبرې تائيد کړی دی . ښايي د ښاغلی پنجشيری خپلو پورتنيو متضادو قضاوتونو ته توجه نه وی وراوښتې ، اويا ښايی دياداښتونوپه تنظيم کې يې خرابي اوتيروتنې راغلې وي .


٢ – دويښ ځلميانو په باب دښاغلی پنجشيری يوه ستره ښويدنه اوځينې معلوماتی غلطۍ


اوس چی مو د (( ويښ ځلميانو ))دشخصيت په باب دښاغلی پنجشيری پر تيروتنو اوتضاد وينو باندې يو لنډ نظروړاندې کړلازمه ده چې ځينې نور وتيروتنوته يې هم په لنډه توګه اشاره وکړو :


١ – دتير بحث په شان ښاغلی پنجشيری دخپلې ليکنې په ( ١١٨ ) مخ کې داسې وايي : (( برخې ازرهبران ( ويښ ځلميان ) دربرابر تجارت ومعامله سياسي درمحافل حاکمه ، امتيازات اجتماعی واقتصادی را بدست آوردند. اماتنها نورمحمدتره کی توانست بر پايۀ انديشه های پيشرو عصر ، تداوم مبارزه نسل هارا تامين ،ودرتاسيس (( حزب دموکراتيک خلق افغانستان )) نقش فعال وتاريخی خودرا ايفا کند )) ( ١١ )


که څه هم دنوموړی متن ، يوه خصومت آميزه برخه ، دليکنې په لومړنۍ برخه کې راغلې اوبحث پرشوی دی خواوس دا خبره په زړه پورې ده چې ښاغلی پنجشيری امريکا ته دتره کی دماموريت څخه بې خبره ښکاری اوامريکا ته يې دتګ په باره کې هيڅ نه دی ويلی ، ښايي تجاهل عارف وي . څرګنده خوداده چې په نوموړو امتيازاتو کې چې کوم څوک زيات ياديږی اوپنجشيری زيات بحث پر کوي ، يوهم نورمحمد تره کی چې لومړی په باختر آژانس اووروسته يې په واشنګتن کې دمطبوعاتی آتشه په څيروظيفه اشغال کړه اوبل عبدالرؤف بينوادی چې په هند کې افغانی مطبوعاتی آتشه سو . که چيری د پنجشيری نوموړی پرګراف په غور سره وګورو ، وينوچې ځينې جملې يې يو له بله منطقی اړيکې نشي سره ساتلای . ځکه په لومړی جمله کې دويښ ځلميانو دځينو (( رهبرانو دسياسي معاملې اوتجارت مسئله )) طرح ده، خو په دوهمه جمله کې دتره کی فعاله برخه دافغانستان دخلکودموکراتيک ګوندپه تاسيس کې ( بيله دده دلوړی دولتی ماموريته )


راوړه کيږی . دلته ، لوستونکی وينی چې نوموړی دوه ذکر شوی موضوعات يو له بله متنی اومنطقی ارتباط ځکه نه لری چې دګوند دپاشلو په دوران کې تره کی امريکا ته ولاړ اوتقرريې وموند، خوښاغلی پنجشيری دخپلې تبعيضی خبرې داثبات له پاره دافغانستان دخلکودموکراتيک ګونديو لنډ تاريخ ته حواله ورکوي چې دخلقيانو په دننه کې ديوه مسلط فرکسيون له خوا ليکل شوی دی . دلته بيا لوستونکی داپوښتنه را منځ ته کوی چې ښاغلی پنجسيری په ټولو کيفيتونو ، له دننه څخه پوره خبرو، نويې ولې يوداسې عبارت راوړی دی چې په خپل منځ کې تضادواقع اوتره کی دخلکو په خولو کې ورواچوي . په دغه وخت کې داسې فکر کيدای شي ، کله چې په ګوندکې دخلقيانواوپرچميانوپه نامه فرکسيونونه سره جلا شول ، څرګنده شوه چې نوموړی ګوندنسبت وحدتونو ته دانشعابونو استعدادزيات درلود. په ګوندکې به ډيروختونه دګوندپر موضوعاتو، ګوندی سخت انتقادونه وشول اودهغوی حل به يې غوښت ، خودغه حل يې يا چا نه سوای کولای اويا به يې هم نه کاوه. دهمدغه ډول پوښتنو اوتبليغونو په لړ کې ځينې ګوندی غړيوته ، اغلبا ،دپرچميانو له خوا دا خبره وررسيدلې وه چې تره کی امريکا ته تللی دی ، نوځکه اوس دګوند وحدت ددښمنانو په خوښه نه غواړی . همدغه ګونديان چې ډير حتی دخپلورهبرانوله خوا لا هم بې خبره وو ، امريکا ته يې دتره کی تګ يا په تعجب سره مانه اويا به يې هيڅ نه مانه . په دغه وخت کې به درهبری غړيو هم په داسې احتياط نوموړی خبره توضيح کوله ،چې هر ګوندی غړی به سم نه پوهيد.دهمدغه نزاکت له مخې کله چې دحزبيانو دتاريخ څومحدودې پاڼې دګونديانو دمشرانوپه اراده وليکل شوې ، نويې دتره کې موضوع دويښ ځلميانو په اړه په پورتنې بې ربطه شکل سره خپره کړه چې دهر چا ورته پام نه شي . په داسې حال کې چې خورا ژر دګوند هر ځيرک غړی نوموړې مسئله داسې وفهموله چې حتی په يولړ سازمانی حوزوکې يې طرح هم کړه . خو ځينو نورو غړيو چې ګوند ته به ډير مومن وو،همدغه يادآوری به يې لا هم ګناه بلله.


اوس خبره داده چې ښاغلی پنجشيری دقضيې په ټولو جهتونو پوه دی ، نويې بايد په صراحت اوڅرګنده توګه داسې ليکلی وای چې تره کی هم امريکا ته دمطبوعاتی اتشه په صفت ولاړ، خو کله چې په هيوادکې ددموکراسۍ ږغ پورته شو ،بيا يې دمترقی ايديالوجۍ په رڼا کې دګوند په جوړولو کې هڅه وکړه ، ( اويا بل داسې عبارت اوجمله ) ، البته ، ښايي نوموړی پراګراف به هغه وخت ليکل شوی وي چې دپنجشيری آزاده اراده دګوند تر بې ځايه انضباط لاندې وه اويا ښايی چې پنجشيری به دتره کی په دغه امتياز خبر نه و ( ! ) ياللعجب !


په هر صورت ،اوس به دښاغلی پنجشېری دنوموړی پرګراف پر شااوخوا رڼا واچوو:


په دې کې شک نشته ، هر ګوند اوسازمان چې دخپلو دولتونو اودښمنو قوتونو پرضد مبارزه کوي اودخپلو آرمانونو دتحقق په خاطر دمختلفو تکتيکونو ، مقاومتونو اوقهرمانيو څخه ګته اخلی څودبرياليتوب سرحدونوته ورسيږی ، خوبيا هم بې شکه چې په مقابل کې يې دولتونه او حاکم طبقات هم دخپلو ګتو اونظامونو دساتلو په سبب بيکاره نه کښينی ، دخشونتونو اوهر ډول وحشتونو څخه کاراخلی اوحتی خپلو مخالفينوته داعدام تر سرحده جزاګانې ورکوی . علاوه پر ټولو مختلفو فزيکی اوروانی شکنجو داسې تکتيکونه هم غوره کوي څود هغوی دګوندونو اوسازمانونو په دننه کې اختلافونه اوانشعابونه راپورته کړی ، تطميع يې کړي اوبالاخره يولړ سست عنصره غړی دګوند اوسازمان په دننه کې وساتی څودګوند ضد فعاليتونو له پاره يې په کارواچوی ، اووکولای شي چې په خپلو ناوړو دسيسو ، حتی انقلابی ترين اشخاص


اوسازمانونه په مختلفولارو کې دماتو اوشکستونو سره مخامخ کړي . څرګنده ده چې پورتنی عبارت يوتريخ حقيقت دی ، خوخبره داده کله چې پر کوم ګوند ، سازمان اويا پر کوم شخص تورلګوی بايد اصولی اودمنلو وړ اسناد اودلايل ولری . که داسې نه وي بيا نويقينآهمدغه تور اوتهمت ديوه انتقادکونکی شخص اويا ګوند دمنطقو دکمبودۍ په سبب يوه ناکامه وسيله ګڼله کيږی . د (( ويښ ځلميانو )) په باب دښاغلی پنجشيری بې دليله اوبې سنده منفی قضاوت په دې سبب هم راغلی بولم چې په عامه توګه دهيوادپه چپ غورځنګ اوپه خاصه توګه د( ا . خ . د . ګ ) کې دغه د تور لګولومتود تر ښکنځل کولو پورې ډير رواج درلود اوحدود يې خورا پراخ وو . دګوند د دوو عمده برخو ( خلقيانو ) او ( پرچميانو ) تل يوپربل باندې داسې تورونه لګول چې هيڅ يوه ترآخره خپل حقانيت ادبل محکوميت اثبات ته ونه رساوه. سره دټولو سختو اوبې رحمه تورونو چې يوپربل يې روابلل ، دلنډو وختونو له پاره به په شکل کې سره يوشول خو ژروروسته به يې يواوبل په کاڼوسره وويشتل ، په جيلونو کې به يې سره تخته کړل اوپه وينو به يې سره ورنګول ، څو په پای کې دواړه دخپل يولباسي وحدت په نتيجه کې داسې زير اوزبرشول چې نه يوازې يې دګوند شيرازه ړنګه اودوستانه روابط يې سره وشکيدل بلکه دادی هغو واقعی دښمنانو يې حتی هغه پاکه خاوره په ډير وحشت سره ترپښو لاندې کړه چې تل به دخپلو امپريالستی اواستعماری ګټو په خاطر په کلک اوتذويره ډک سنګر کې فعال ورته ناست وو. دنوموړو دوو فرکسيونونو دتهمت يا واقعيت ( ! ) عمده برخه داوه چې (( خلقيانو )) به خپل سياسي حريفان (( پرچميان ))چې تر اخوانيانو يې خطرناکه ګڼل ، په دې تورن کول چې ګويا دحاکمو طبقو اوسترو فاسدو بوروکراتانو اوهم يې ببرک کارمل ددربار سره په مستقيم ارتباط کې باله ،خوپردې بل اړخ بيا د (( پرچميانو )) تبليغ داوچې د (( خلقيانو )) رهبری دامريکايي امپريالستی موسسو سره تړلې ده . ځکه چې نورمحمدتره کی يووخت په امريکا کې مطبوعاتی آتشه و ، اوحفيظ اله امين بيا خپل عالی تحصيلات هلته په امريکا کې پای ته رسولی اوديوه ټاکلی وخت له پاره دافغانی محصلينو داتحاديې رئيس هم و. دنوموړو اوداسې نورو پراخو تبليغاتو په موجوديت کې يوه فرکسيون لا هم نه داچې دخپل آشتی ناپذيره دښمن ( ! )


دمحکوميت اسناد اودلايل اثبات ته ونه رسول بلکه په عمل کې يې دخپل حقانيت اوقانونيت شرايط هم آماده اوتوضيح نه کړای شول ٠ اوس چې افغانانو خپل هر څه دخپلو بې اتفاقيو اوغلطيو اوهمداسې دنژديوالو دکمزوريو اوساده ګيو ، خوددښمنانو دزورمنديو اوزرنګيو په نتيجه کې دلاسه ورکړی دی ، دنوموړو فرکسيونونو يو شمير رهبران دښاغلی پنجشيری په ګډون په هغو امپريالستی هيوادونوکې داسې خاموشه ناست دی چې په باره کې يې نه داچې ساده ليکل نه شي کولای بلکه په ټلفونې مخابرو يې لا هم فکر داوی چې خبرې يې په انتقادی توګه څوک وانه وری . ځکه دوی هم ډير ښه پوهيږی چې دهر چا هر څه د کيمرو په ښيښو ، اوآوازونوپه امواجو کې تر تعقيب او څارنې لاندې راغلې اوراتلای شي . داهم په دې غربی جهان کې دانسان دعفت اوبشری حقوقو ساتنه ( ! )


پردې بل اړخ همدغه پخوانې يولړ رهبران اوکدرونه چې سياسي تجربې به يې ډيرې وی خو ميړانی اوتعقل يې تورو پردو نيولی دی ،فکر کوي چې دسويتيزم سقوط اوامپريالزم اوسنی موقتی غلبې ، تجاوزاتو اووحشتونو هر څه پای ته ورسول ، خپلې ټولې مبارزې که يې کړې هم وې بيځايه اوبې فايدې بولی . دې خبرې ته يې يا فکر نشته اويا نه غواړی فکر پکښې وکړی چې امپريالستی اواستعماری قدرتونو دجناياتونو اووحشتونوټول ماهيت قدم په قدم رسوا کيږي ٠


ددې له پاره چې موضوع پر بله خوا کش نه شي ، خپلې اصلی موضوع ته به راوګرځم چې ښاغلی پنجشيری وايي : د (( ويښ ځلميانو ))يولړ رهبرانو دحاکمه محافلو سره دمعاملې اوسياسي تجارت له لارې تولنيز اواقتصادی امتيازات ترلاسه کړه )) خودې پوښتنې ته يې ځواب نه دی ورکړی چې درهبری کومو غړيو ،څنګه معامله اوسياسي تجارت ، کوم امتيازپه کومه بيه ؟ دې ښاغلی ته ديوه محقق په څير داپه کاروه چې ښودلی يې وای ، کوم رهبران ووچې خپل ګونديې خرڅ کړی اوځانونه يې پړسولی دي ؟همداسې يې بايد څرګنده کړې وای نوموړو معامله ګرانودولت ته څه ورکړي اودګوند پر ضد خيانت کې يې څه اخيستی دي ؟


موږوليدل چې په سياسي ژوندکې تورلګول اوبدويل ډير آسانه خواثبات اوتحقق يې ډيرزور غواړی ځکه ديوې مسئلې تاريکی اوګونګتيا ،خلک دګوند اويا هم غورځنګ په باب په تردداوابهام کې اچوي . که چيرې دګوندکوم کشراويا مشر ديوې ګولۍ ډوډۍ له پاره ددولت ماموريت کړی وي داخوددې معنا نه ورکوي چې ګواکې د(( ويښ ځلميانو)) رهبرانو خيانت او (( معامله )) کړی ده دغه ډول مستقل ماموريتونه چې ډوډۍبه پيداکيږي دوروستنې سياست چپ جنبش په ټولووختونواوبعدونوکې رواج درلود . حتی د


( ا٠ خ٠د٠ګ)اکثره مشران اوکدرونوترپايه ددغې لارې خپله روزی پيداکوله . په همدغه زمانو کې دهيوادمحصلينو اوزده کونکو چې په بيلو بيلو سياسي سازمانوپورې به مربوط هم وه دخپلو صنفی غوښتنو


اوسياسي عمومی ارمانونو په خاطر مظاهرې اواعتصابونه کول ، نه به يې يوازې هره شپه اوهره ورځ ددولت ډوډۍ خوړله ،بلکه دټولو امتيازاتوسره يې مقررمياشتنی معاشونه هم په پوره دلاورۍ سره دخپل حق په څير اخيستل . داهم ځکه چې زموږددولتی سکتور نظام زموږ دټولنې له پاره يومناسب شکل وچې پرټولنيزو ګټويې تکيه وهلې وه . همدغه نوموړی ټولنيز امتيازات بيا په بل هيوادکې نه شو ليدلای ، ځکه ناټويي اشغالګرو لښکرو دامريکا په رهبرۍ پر ټولنيزو اواداری چارو خپله تنګه لمن وغوړوله . اوس به تر هر څه لومړی زموږډيرې عامه اودولتی مؤسسې داسې شخصی کړل شي چې کار به لا په زحمت پيداکيږي ، زده کړې اوتحصيلات به دلويو پيسووالاوووي چې اولس به يې نه لري ، ثروتونه به ديو محدودو اشخاصو په لاس داسې ورکړل شي چې غريب به لا غريب اوبډای به لا بډای شي. البته ، ځينې بډايان به هم دناټو په برکت


( ! ) نوی راوزيږي اوخورا ژربه ستر شي . ددې ډول ټولو خبرو عمده علت همدادی چې دناټويي هيوادونو اقتصادی اواجتماعی مناسبات دانفراديت پر هغه استثماری او غير عادلانه اصولو تکيه لري کومو چې وختی لا داتلسمې اونولسمې پيړيو په فلسفو کې داجتماعيت داصولو په مقابل کې ګونډه وهلې ده . البته ، دننی انفراديت دغير ټولنيزی امپريالستی موقتی بری ابدی نه دی ، ژورترين بحرانونه يې دادی په نويو کيفيتونو او نويو بعدونو کې تر بشپړې ماتې پورې په زور کې شوې دي.


په هر صورت ، د(( ويښ ځلميانو)) ګوند ، داد وخت اولسي اوسرتيره ګوند چې مسلطو اومستبدو حکومتونو دخپلواستبداد ونوپر اساس غيرقانونی اعلان اوپرخپلې ورکړې دموکراسۍ يې پښه کښيښودله ،خودګوند ځينوغړيو ته لکه مرحوم ګل پاچا الفت ، صديق اله رښتين ،عبدالرؤف بينوا اوداسې نورو ته داسې ماموريتونه په داسې وخت کې ورکړل چې په زندان کې نه وو،خو دهمدغه دوران په نورو چپو ګوندونوکې موږوينوچې حتی بنديان په محبس کې تسليم شوی دي . بيا هم سره ددې چې نوموړی ماموريتونه کوم خاص امتيازات نه وو، اما کله چې مرحوم محمدعلم بڅرکی له زندانه راووت ، نويې څه زمانه وروسته وغوښتل معلومه کړي چې دده ځينې ملګری مقرراونور مشران يې بيا بنديان شول ، ولې ؟


دموضوع دروښانه ولو په سبب يې ديولړ ملګرو لکه مرحوم ګل پاچا الفت سوال اوځواب وکړی چې په لاندې توګه يې ځينې برخې وړاندې کيږي ٠ (( ٠٠٠ کله چې مې دګل پاچا الفت صاحب سره موضوع يادکړه ،دوی وفرمايل ،زموږ دايقين دی چې هغه څوک چې په بند تللی ووبيګناه وو.موږځينو کسانووغوښتل چې دصدارت عالی مقام ته داموضوع ياده کړو ،خوموږ داکارونه کړای شوای ، چې په دې سره موږيقينن مقصر يو ، اوبايد اعتراف وکړو چې موږ دملګرو حق نه دی اداکړی ، داچې موږ ته حکومت کارراکړی دی زه په ضمير اووجدان قسم خورم چې دحکومت سره موستاسې پر سر سودانه ده کړی . )) ( ١٢ ) عالی ترين وطنپال اعتراف ٠ مرحوم بڅرکی ،په همدې توګه ،دنورو ويښو ځلميانو څخه هم پوښتنې کړې اوجوابونه يې اخيستی دی ،چې ګواکې په هيڅ ډول دسياسي معاملې اوسياسي تجارت بوی نه ځينې ولاړيږي ٠


ځينې معلوماتی غلطۍ


اوس مو چې دليکنې پرسترې ښويدنې څه ناڅه په لنډه توګه وويل ،لازمه ده دموضوع دنور روښانه کيدو په خاطر دوو وړوکو تخنيکې غلطيو ته يوه لنډه اشاره وکړو٠


الف : دليکنې دغه برخه ځکه وړکې غلطی بلل کيږي چې ليکوال يې دنورو په حواله غلط معلوماتونه داسې را ټول کړی دی چې ښايي دده په قضاوت اړه ونه لري ٠ ښاغلی پنجشيری دکتاب په ( ١١٧ ) مخ کې په ډير باوراواعتماد سره داسې وايي : (( ... فرکسيون پارلمانی (( ويښ ځلميان )) از ګل پاچا الفت ،عبدالرؤف بينوا وفيض محمدانګار تشکيل يافته بود ...)) ( ١٣ ) که څه هم دلته دده قضاوت به په ډير باورسره ښکاری خومتاسفانه چې تعمق نه دی په کښې شوی ٠ ځکه په نوموړوفرکسيونی غړوکې نه يوازې ګل پاچا الفت دادويښ ځلميانو يوستر مشر دننګرهار ولايت له خوا په ډيروياړ انتخاب شوی دی ،په پارلمانی فرکسيون کې چې د(( اوومې دورې )) په شورا سره شهرت لري دويښ ځلميانواولسي نماينده علامه عبدالحی حبيبی اونورمحمدخان پنجوايي وو په دې باب مرحوم محمدعلم بڅرکی چې نه يوازې دويښ ځلميانو ډيرفعال کدروو ،دخپل نوی چاپ شوی کتاب (( ويښ ځلميان ))په ( ١٢٥ ) مخ کې دويښ ځلميانودګوندديوه غښتلی مشر مرحوم غلام جيلانی خان الکوزی په قول هم داسې وايي : (( ....د١٣٢٨ کال په پيل کې خبر سوم چې په کابل کې مرحوم غبار اومرحوم ډاکټر محمودی دوکيلانو په حيث پارلمان ته ټاکل شوی دی ځکه نوموږ هم پردې موضوع غونډه وکړه چې دکندهار څخه څوک بايدوټاکل شي ؟ددې غونډې په اثر فيصله وشوه چې استاد عبدالحی حبيبی بايدولاړشي ٠ په دې وخت کې لوی استاد حبيبی په چمن کې وکيل تجار و، په غياب کې مودې پارلمان ته وټاکه اوددې موضوع څخه مودليک په ذريعه خبر ورکړ .....اوپه دې دوره کې مويوبل ملګری جناب نورمحمدخان د پنجوايي ( پنجوايي دکندهار يوه سمسوره سيمه اواولسوالی ده ٠ البته ښاغلی نورمحمد خان هم هغه نوراحمد دپنجوايي نه دی کوم چې د (ا٠ خ ٠ د٠ګ)دپرچم دفرکسيون دسياسي بيرو غړی هم و ٠ ليکوال ) څخه دوکيل په توګه انتخاب سو اودحبيبی صاحب سره مو ددوی معرفی وکړه ...))


داوړ بيان څخه دا پوره څرګنديږي چې دشورا د (( اوومې دورې )) په وخت کې دويښ ځلميانو نفوذ اودلوی استاد حبيبی شخصيت دومره ستر ووچې دکندهار خلکو دده په غياب کې دی وټاکي٠ لنډه داچې په نوموړی پارلمانی دوره کې د (( ويښ ځلميانو ))فرکسيونی غړی دپنجشيری دمعلومات خلاف ، لوی استاد حبيبی ،پياوړی ليکوال ګل پاچا الفت اوښاغلی نورمحمد خان دپنجوايي وو٠ دښاغليو انګار اوبينوا خبره ما هم پخپله نه ده اوريدلې ٠ ښاغلی پنجشيری هم دخپلې خبرې داثبات له پاره کوم سند ته اشاره نه ده کړې ٠ دلته داسې ښکاری چې ښايي نوموړې غلطی دهغو سندونو اواشخاصو په معلوماتونوکې وی دکومو څخه چې استفاده شوې ده ٠


ب – ښاغلی پنجشيری دسازمانی بحث په ترڅ کې دويښ ځلميانو دګوند دحق العضويت په باب هم تيروتنې لري چې يادول يې بې ګټې نه دي ٠ ده دګوند حق العضويت ، دادګوند يومهم شرط، په دوو ډولونوکې وړاندې کړی دی چې دوروستيو سندونو له مخې دواړه ډولونه تيروتنې ښکاري٠ د (( ظهور وزوال حزب ...))


په ( ١١٦ ) مخ کې د (( اصول سازمانی )) ترعنوان لاندې ليکل کيږي (( هر عضو (( ويښ ځلميان )) مکلف به پرداخت ( ١٢ ) افغانی حق العضويت بوده است )) ( ١٤ )


دهمدغه مخ په بل ځای کې دعضويت په باب ښاغلی پنجشيری د (( شرايط عضويت )) ترعنوان لاندې بيا داسې ليکی : (( سوګندوفاداری ،پرداخت پنجاه افغانی ،داشتن عمر بيش از ١٨ سال ، اساسي ترين شرايط عضويت (( ويښ ځلميان )) بوده است )) ( ١٥ )


اوس بايد ترهر څه دمخه لومړی داوويل شي چې په سازمانی – منطقی لحاظ په هيڅ ګوند اوسازمان کې


حق العضويتونه په يوه وخت کې دوه واره نه تاديه کيږی ٠ البته دګوند دبوديجې دزياتولو په خاطر دګوند دآزادو ونډو غوښتلو اوياورکولو په شان نورې لارې چارې هم شته چې دګوندونو مشران اويا يې مالی مسئول ارګانونه رهنمايي کوي اوخپل ګوندی عوايد زياتوي ٠ دلته ،نوموړی دوه ډوله دعضويت حقونه نه چندانی منطقی بريښی اونه هم په وروستيو ګوندی اسنادو کې کوم تائيد لري٠


دنوموړې موضوع په باب ښاغلی محمد علم بڅرکی په خپل (( ويښ ځلميان )) کې داسې وايي :


(( شرايط :


٢- دحزب تول غړی به په هر کال کې دحزب خزانې ته يوه اندازه پيسې تحويلوی چې اقل حديې پنځوس افغانی وي ٠ )) ( ١٦ ) بايد وويل شي چې دښاغلی بڅرکی (( ويښ ځلميان )) يوه داسې نوې خپرونه ده چې دده اودده دانډيوالانو پرليکنو ، اسنادو اوياداښتونوتکيه لري ٠ ددې خبرې يادونه هم په کارده چې ښاغلی پنجشيری دنوموړې ليکنې چې دحق العضويت په باب يې کړې ده ، ملامتی ځکه نه شو واردولای ، چې ښايي دويښ ځلميانو دکوم غړی څخه يې په مستقيم اوغير مستقيم ډول نوموړی معلومات اخيستی وي خوپردې بل اړخ داهم ښايي چې نوموړی دری ډوله حق العضويتونه به په خپلو وختونو کې راغلی وی ځکه دګوند دبرنامې په لنډ ژوند کې ډير تغييرات اوتحولات ليدل شوی دي٠


نتيجه


دويښ ځلميانوګوند چې اوږدتاريخ لري دمبارزو ليکوالو ،پوهانو ،شاعرانواوداسې نورو اولسی پرګنو څخه ، په صداقت سره تر نورو همزولو ګوندونو لا څه زمانه وختی جوړ شوی اود (( اوومې پارلمانی دورې )) دډيرو مشهورو اوبا تجربه ګوندونو څخه ګڼل کيږي٠ په دې خبره کې هم شک نشته چې دهمدغه ګوند ټول غړی په يوه سويه اوروحيه نه وو،بيلې بيلې علمی اوسياسي سويې لکه هر ګونديې لرلې ،درلودې ،خوسره دې ټولود (( ويښ ځلميانو ))ګوندپه معاصر تاريخ اوديوې ټاکلې سياسي دورې په دننه کې مشخص اوضروری غوښتنې درلودې چې اولسونو په ډيرې مينې او ريښتينوالی سره ښه راغلی ورته ووايه ٠


ښاغلی اکادميسن دستګير پنجشيری چې په خپل کتاب (( ظهور وزوال ح٠ د٠ خ ٠ ا ))کې په لنډه توګه پر


(( ويښ ځلميانو )) کومه څيړنه کړې دقدروړده ، خوداچې تيروتنې اوښويدنې يې لرلې دی ،هيله من يم چې عمدآ اوقصدی نه وي بلکه ،ښايي دغلطو منابعو اوپه کارکې دتلوار په نتيجه کې رامنځ ته اود يو لړ سوالونوسره مخامخ شوې وي ٠ البته ، که يې ديوې خوا دليکنې ځينو برخو دواقعيتونو په ارتباط کې تضاد ښودلی وی خوپردې بل پلويې په هغه سيمه کې دګوند حق هم څه نا څه اداکړی اووياړ نه يې پرې ايښې ده٠


ښاغلی پنجشيری چې د(( ا٠ خ٠ د٠ ګ ))په سازمانی اوسياسي چاروکې کوم څه وړاندې کړي ،داهميت ځکه وړ دی چې دګوند په نوموړو برخو کې په همدغه سبک بل چا څه نه دی ليکلی ٠ خو کله چې ليکوال دليکنې ځينو تحليلاتو اوقضاوتونوته رسيږی بيا نودځينو تضادونوسره ځان مخامخ ويني اومجبورآ تريولړموضوعاتو پښه اړوی٠ دده دغه ډول مشکلات داڅرګنده وی چې ښايي په متودولوجيک اويا ايديالوجيک پرنسيبونوکې يې څه ناڅه تغييرراغلی وی چې هغه به هم ،اغلبا ،دهيواد دکيڼ سياسي جنبش دمرګباره شکستونو اودولت دپاشلو په نتيجه کې وي٠ اوس دی کولای شي چې پر خپلو ځينوآثارو


نوی نظروکړي ،څوديوې خوا ديولړ تيروتنو مخ ونيسي اودبلې خوابه دخپلو نوو هغو ابتکاراتو( ! )تاثير هم پرواچوی کوم چې د ( ٩ ، سپتمبر ٢٠٠٣ ) نيټې په آريايي سايټ کې د (( افغانستان نوين در چهارراه تکامل تاريخ )) په نوی تبارز کې دليرې ښکاری ٠ دتعجب خبره ده چې خرابه ،ټوکر ټوکر اوبا لاخره دناټويي استعمارګرانواوتجاوزګرانو په واسطه اشغال سوی افغانستان په کومو منطقو (( افغانستان نوين )) بلل


کيږي ؟ ښاغلی پنجشيری چې کله کله په ذهنی قضاوتونوکې دنويو ښويدونو سره مخامخ کيږی ،د (( نوين ))


معتبره کلمه په کمزورۍ سره استعمالوی ٠ د (( نوين )) پرکلمې اودهغې پرتاريخ به په راوروستووختونوکې مفصل بحث وکړو،ځکه دنوی اويا نوين کلمه په فلسفی متنونو کې هرتغير نه منعکسوی بلکه دپرمختلونکی اودتکامل لوری توضيح کوی٠ اوس به په لنډه توګه پوښتنه وکړوچې دتاريخ (( تکامل )) له کومه وخته څلورخواوې پيداکړې دی ؟ (( تکامل )) نه څلورلارې لری ، نه پنځه اونه هم اضافه ،بلکه تکامل هغه عمومی اوفلسفی مقوله ده چې دټولنې ( دلته بحث پراجتماعی ټولنې دی نه پر طبيعت ) يو ټاکلی عمومی هغه پرمختګ منعکسوی چې دخپلو لومړنيو وختونو څخه يې راپه دې خوا دميږی په ګام حرکت راپيل کړی اوپرلوړه روان شوی دی ٠ هر څومره چې انسانانو نوي او دزمانې سره متناسب توليدی وسايل ،


توليدی مناسبات اوتکنالوجيک اختراعات رامنځته کړی دی په هغه اندازه يې سرعت زيات شوی دی ، ګامونه يې چتک اومتين شوی دی ٠ البته دتکامل همدغه لاره ډيره پيچلې اواغزيو څخه ډکه ده ،دتل له پاره


هغه جهت لری چې شاته نه ګرزی ،دزحمتونواوسهولتونو، دپر مختګونواوکښته تګونو ،دکښته څخه پورته ،دکيڼواوښيو جهتونو،دوينوډکواوسوله ييزه واقعاتو ،دشکستو نواوبرياليتوبونو،دسرلوړيو اوشرمندګيو اوهمداسې دخوښيواوغمونو،اوداسې نورو ټولنيزو پديدو يوه مجموعه ده چې دبشر ټول تاريخ په غيږکې نيسي اوديوې اجتماعی – اقتصادی مرحلې څخه په مختلفوشکلونو اومضمونونوکې بيلې مرحلې ته وراوړی اونوی ( نوين ) جهان که وړوکی وی اويا ستر ،جوړوی ٠ همدغه نوی جهان په خپل نوبت ورو ورو زړيږی اودزمانې دغوښتنو پراساس خپله ښکلا اونيکمرغی بايلی څوچې نوی حالتونه تسلط ومومی ٠ ګواکې هره خرابی اوهره دوحشت زمانه د(( تاريخ دتکامل )) (( نوين )) مرحله نه بلله کيږی ٠د هرليکوال له پاره په کارده چې دنوی اوزاړه دمتکامل اومتزلزل توپير وکړی ٠


ښاغلی پنجشيری د (( افغانستان نوين درچهارراه تکامل تاريخ ))ترعنوان لاندې افغانی ټولنه پر (( راستګرا يانو ،چپګرايانو ،واپس ګرايانو اوپيشروی وحرکت به سوی دموکراسی )) په داسې حالت کې ويشلې ده چې خپل ټول شيرين عمر يې داجتماعی تکامل اوټولنيز عدالت دتحقق په لاره کې تير کړی دی ٠ دلته داپوښتنه وړاندې کيږی چې آياښاغلی پنجشيری دخپل سياسي بلوغ څخه بيا ترننه د(( تکامل )) دفلسفي مقولې مفهوم همدغه ډول تعبير اوتفسير کاوه ،لکه نن چې يوې څلورخواوې ورته تراشلې دی اوکه يې نوموړې تعبير ددې وروستيو وختونودابتکاراتو اواکتشافاتو ثمره وبولو ؟ دغه دتکامل نوې موضوع دده دنوې تحليلاتو څخه ده ،نوما هم ځکه ياده کړه چې داصلی موضوع سره وتړله شي ٠ دلته دمثال په توګه آيا دواپسګرانوڅخه آرزو


کيږی چې دتکامل پرلاره دې واقع وی ؟ نه په هيڅ صورت ٠ په هر صورت ،ښاغلی پنجشيری په خپل کمپيوتری پراتيک کې د (( افغانستان نوين ....)) په شان مقالې ډيرې ثبتوالی اوخلق کولای شي ،خو مهمه يې داده چې دنوموړو مقالو څومره محتواوې به دسياسي اواجتماعی واقعيتونو سره سر وخوری اوڅومره به وکولای شي چی حقايق منعکس کړای شي ؟ په پای کې دابه ښه وی چې ښاغلی پنجشيری پرخپل (( ظهوروزوال ح٠د٠ خ٠ا )) باندې په هره متودلوجی چې وی ( اوسنی يا پخوانی ) نظروړاندې کړی څواثر ته نوی روحيه ورکړی اودنوموړو تيروتنوپه شان دمشکلاتو مخه ونيسي ٠


داکادميسن پنجشيری اونوروګرانولوستونکو څخه هيله کيږی چې زما دغه لنډه کره کتنه ددښمنۍ اوخصومت په هنداره کې ونه ګوری اوهمداسې آرزومن يم چې ليکنه دجوړښت اومفهوم له مخې په غور سره ولوستله شي ٠


اخځونه :


( ١ ) – پنجشيری دستګير ،ظهوروزوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان،پشاور (١٢٠ ) مخ


(٢ )- غبار ،ميرغلام محمد،افغانشتان درمسيرتاريخ،جلددوم ،وريجنا،ايالات متحده امريکا ،١٩٩٩ طبع ٢٤٤ مخ


( ٣ ) – بڅرکی محمدعلم ،ويښ ځلميان،افغانی کلتوری ټولنه ،نيدرلند٢٠٠٠ کال ،٤٨ مخ


( ٤ ) – غبار ، دوهم جلد ،....٢٠٦ مخ


( ٥ ) – بڅرکی .محمدعلم ...٣٤ مخ


( ٦) – محمدعلم بڅرکی ،...(٥٤- ٥٥ ) مخ


( ٧ ) – پنجشيری ،...(١١٨ ) مخ


( ٨ ) – بڅرکی محمدعلم ،...(٦٨ ) مخ


(٩ ) – پنجشيری دستګير ،..(١١٧ ) مخ


( ١٠ ) – پنجشيری ،...( ١١٧ ) مخ


( ١١ )- پنجشيری ،...( ١١٨ ) مخ


( ١٢ ) – يڅرکی ،...(٩٦ )مخ


( ١٣ )- پنجشيری ،...( ١١٧ ) مخ


( ١٤ ) پنجشيری دستګير ،...( ١١٦ ) مخ


( ١٥ )- پنجشيری دستګير ،...( ١١٦) مخ


( ١٦)- يڅرکی محمدعلم ،...(٣٧ ) مخ


يادونه


دغه انترويو د.... پښتو پاڼی څخه را نقل شوي