کابل ته د پاکستان او بریتانیا د لوی درستیزانو ګډ سفر؛ غني: د پاکستان مؤثر رول غواړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني په دې کتنه کې په ټینګار سره وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه‌لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل‌لار نه‌لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل‌لارې افغانانو ته د منلو نه‌دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تل‌پاتې سولې غوښتونکی دی.

جمهور رئیس غني د دواړو هېوادونو ثبات د یو بل سره مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تل‌پاتې سولې د تأمین په برخه کې یې د پاکستان د مؤثر رول غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ا افغانستان د مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال باجوه نن د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال باجوه له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د روانو حالاتو حل د خبرو له لارې شونی بولي.

ښاغلي باجوه ویلي چې سیاسي حل‌لاره او خبرې کولای شي د افغانستان راتلونکی وټاکي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله بیا ویلي چې طالبانو له ترلاسه شوي فرصت څخه ګټه پورته نه‌کړه او دغه فرصت‌یې له لاسه ووت.

ښاغلي عبدالله په ټینګار سره ويلي چې که طالبان غواړي د جګړې له لار مخکې لاړ شي، دا د افغان وژنې د دوام په معنی ده.

په اعلامیه کې ویل شوي ښاعلي عبدالله وویل، افغانان د یوې تل‌پاتې سولې غوښتونکي دي او هغه ډول سوله چې طالبان‌یې هم یوه برخه وي.

په پای کې دواړو خواوو د سولې د خبرو په معنی‌داره پیل ټینګار وکړ.