افغان حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې ته د بشر ضد او جنګي جرمونو نژدې دوه سوه دوسیې وسپارلې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې په جنګي جرمونو پورې اړوند د نژدې ۲۰۰ قضیو دوسیې سپارلې، چې په هغو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې د نړیوالو جرمونو اړوند دوسیې هم شاملې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ یوه لوړ پوړي افغان پلاوي په هالنډ کې د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره لیدلي او وايي د سفر موخه په افغانستان کې له ۲۰۰۳ مېلادي کال وروسته په ترسره شویو جرمونو بحث او د هغو د څېړنو پر څرنګوالي خبرې دي.

ښاغلی اتمر وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د دې لېوالتیا لري چې له افغان حکومت سره په ګډه د مجرمانو په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

په دغه لیدنه کې دواړو خواو هوکړه کړې چې په افغانستان کې د جنایت ترسره کوونکو لپاره د معافیت کلتور د ختمولو په برخه کې به له نژدې یو له بل سره همکاري کوي.

ښاغلي اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې د وروستۍ چاودنو یادونه هم وکړه چې وايي د څېړنې وړ ده او تمه یې وښوده چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې به کار له همدې پیل کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو په دې هوکړه چې په ګډه به د نړیوالو جرمونو اړوند مالومات راټولوي او د څېړلو لپاره به یې د څار یو ګډ میکانیزم جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې افغان حکومت دغې محکمې ته د بېلګې په توګه د ۱۸۰ قضیو دوسیې سپارلې دي چې په افغانستان کې د ټولو اړخونو ترسره شوي جرمونه په کې شامل دي.

د ښاغلي اتمر په وينا "هر هغه چا چې ظلم کړی هغه به د عدلي او قضایي تعقيب وړ وي، چې له هرې ډلې سره تړاو ولري، هېچا ته به معافيت نه وي، که هغه داخلي وي او که خارجي".

نسل وژنه، د بشر ضد جرمونه، جنګي جنایت او تېری نړیوال جرمونه پېژندل کېږي. د جرمونو نړیوالې محکمې له افغان حکومته غوښتي چې د ټولو قضايي چارو د ترسره کولو لپاره د څار زمینه ورته برابره کړي.

د ښاغلي اتمر په وينا، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو طالبانو ته په اشاري يې وويل، "که چېرې دغه جنايات دوام وکړي او زموږ معصوم ماشومان په دې ډول ووژل شي دا به هېچا ته معافيت ور نه کړي. سوله هرومرو غواړو، اما که دا جنايات دوام وکړي موږ د دې جنايت کارانو محکمه هم غواړو".

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نژدې شل کاله ماموریت په دوره کې دغه ځواکونه د نړیوالو بنسټونو له لورې په ځینو ځایونو کې په جنګي جرمونو تورن شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دغه هېواد کې بهرني ځواکونه هم د جرمونو په یو شمېر قضیو کې راځي. دی وايي، له امریکا سره یو لاسلیک شوی سند لري چې پر اساس یې په افغانستان کې د هغه هېواد سرتېري د نړیوال جرم ترسره کولو په صورت کې تر عدلي او قضايي څار لاندې نیول کېږي.

۱۲۹ هېوادونه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري چې افغان چارواکي په نړیواله کچه تر ټولو د لوړې کچې او باور وړ عدلي او قضايي بنسټ بولي. افغانستان یې په ۲۰۰۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.

که چېرې د دغې محکمې غړي هېوادونه د جرمونو د څېړنې په برخه کې پاتې راشي، د نړیوالو جرمونو محکمه عملا په ټاکلې موضوع کې څېړنه کوي او عدلي او قضايي څار پیلوي.