امرالله صالح: پر کابل پوهنتون د برید طراح مو ونیو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي صالح له برید وروسته دا د طالبانو کار بللی و، خو طالبانو له برید سملاسي وروسته پکې لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلی و.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د دوو اونیو وړاندې برید د پلان جوړولو "هسته" یې نیولې.

هغه یو وار بیا ټینګار کړی چې داعش مازې "نوم" دی او بریدګر یې داسې کس بللی چې یو مهال یې تر درېیم ټولګي پورې په شرعیاتو پوهنځي کې زده کړې کړې او وروسته د هغه په ټکو د حقاني شبکې یوه "سابقه دار" غړي جذب کړی و.

امرالله صالح ویلي، د نن ګهیځ غونډې ته ولسمشر غني هم ورغلی و او د دغو غونډو ملاتړ یې اعلان کړ.

لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک ‌پاڼه د سهار د شپږنیمو بجو په نامه امنيتي غونډې په راپور کې ليکلي چې د برید پلانوونکي وسلې له خوست ولایت څخه له حقاني شبکې تر لاسه کړې وې.

خو طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د امرالله صالح دغه ادعا چې ګنې یاد کس دې د حقاني شبکې د یوه اړوند کس له خوا جذب شوی وي، رد کړې او وليکلي يې دي چې "دا ټولې ادعاوې د دې لپاره دي چې له خپل او داعشي مشترک جنایت څخه توجه بلې خوا واړوي او یوځل بیا د خلکو د تېر ایستلو هڅه وکړي."

دا چې دغه کس یا "هسته" څرنګه او چېرې نیول شوې، نور جزئيات نشته.

له برید وروسته "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ته منسوبه یوه اعلامیه کې ادعا وشوه چې برید د دغې ډلې کار دی. که څه هم وروسته دغې ډلې ته داسې منسوبه وېډیو هم خپره شوه چې دغه برید کې یې د داعش ښکېلتیا ردوله.

امرالله صالح وايي، نیول شوي تورن ویلي، "داسې کار باید وشي، چې دغه حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنام شي او د خلکو په ذهنونو کې کمزوری او ناکاره ښکاره شي".

د ولسمشر لومړی مرستیال دا هم وايي، چې نیول شوی کس د پنجشېر ولایت دی او درې کاله تری تم شو و، او داسې ګنګوسې وې چې ګنې د روزنې لپاره بهر ته تللی دی.

د ویډیو تشریح،

له برید وروسته کابل پوهنتون

د روانې لړم/عقرب پر ۱۲مه، وسله وال د پوهنتون له شمالي دروازې پوهنتون ته ننوتل او ۲۲ تنه یې ووژل او ۲۷ نور ټپیان شول.

ګڼ شمېر افغانانو او بهرنیانو پر کابل پوهنتون برید غندلی او د جګړې او تاوتریخوالي د درولو غږ یې کړی.

تر برید وروسته کابل پوهنتون ونه تړل شو او د زدکړې بهیر یې روان دی.