د پاکستان لومړی وزیر عمران خان افغانستان ته ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راځي.

ټاکل شوې هغه په دغه سفر کې د ولسمشر او د ملي روغې جوړې شورا د مشر په ګډون بېلابېل چارواکي وګوري او د سولې د خبرو ترڅنګ پر سیاسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو خبرې ورسره وکړي.

کابل کې د پاکستان سفارت هم ویلي چې د عمران خان تر سفر وړاندې به د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د هغه سلاکار کابل ته دوه ورځنی سفر ولري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به روانه اوونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې میاشتې له بلنې سره سم کابل ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وايي ټاکل شوې د دواړو لورو تر منځ "د افغانستان د سولې پر خبرو، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګرېزو همکاریو پر پراختیا بحثونه وشي".

کابل کې د پاکستان سفارت هم په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود به هم د نوامبر په شپاړسمه په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راشي. په اعلاميه کې راغلي له ښاغلي داوود سره به د سوداګرۍ د وزیر په ګډون د سوداګرۍ او رېل‌لارو د برخې لوړپوړي چارواکي هم مله وي او پر سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاريو به خبرې وکړي.

شل ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د ټلېفون له لارې خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو د پاکستان لومړي وزیر هم په هغو ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې هېواد به يې افغانستان کې د پايېدونکي اوربند ملاتړ کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني یو کال وړاندې پاکستان ته سفر درلود او له عمران خان سره یې لیدلي وو

ښاغلي عمران خان دوې ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتنه کې هم د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره ګټوره بللې او ویلي يې وو چې دا به د سیمه‌ييز اتصال، اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ نوي فرصتونه وزيږوي.

د افغانستان د سولې د خبرو پر پیل دوې میاشتې تېرېږي خو مرکچيان لا هم د دغو خبرو لپاره د طرزالعمل په جوړولو نه دي بریالي شوي او دواړه لوري په دغو خبرو کې د خنډ او ځنډ پړه پر یوه او بل وراچوي.

د دغو خبرو له پیل راهیسې تاوتريخوالی لا ډېر شوی او د مخامخ جګړو او بریدونو تر څنګ نښلېدونکي ماینونه او نښه شوې وژنې هم هره ورځ د مرګژوبلو لامل ګرځي