ولسمشرغني: د منظور پښتين نيونې خواشينى کړى يم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د نیونې په تړاو په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.

د منظور پښتين نيونې گڼ غبرگونونه را پارولي او په دې لړ کې ولسمشر غني په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي چې په دې تړاو د اندېښنې څرګندولو په برخه کې له بښنې نړېوالې ټولنې سره بشپړه هم غږي لري. ښاغلي غني د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د سملاسي خوشې کېدو هیله څرګنده کړې او زیاتوي په داسې حال کې چې زموږ سیمه د سخت دریخۍ او ترهګرۍ له امله کېدونکو تېریو کړیږي د سیمې حکومتونه باید د نیاو لپاره سوله ییز او مدني غورځنګونه وهڅوي

.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې. ښاغلي قريشي په خپره کړې اعلاميه کې ويلي د دوى په اند دغه راز ويناوې د دوو هېوادونو د خپلمنځيو اړيکو له ښه کولو سره مرسته نه کوي.

بل لوري ته د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د منظور پښتین د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

 

دې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، منظور پښتین د انساني حقونو، د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو له امله نیول شوی:

"هغه باید سملاسي او بې قیدوشرطه خوشی کړل شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، تېره شپه د دې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ښار په تاکال کې نیول شوی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "دا زموږ د حق، د سوله ییزې او ډیموکراټيکې غوښتنې سزا ده. خو د منظور پښتین نیول به موږ لا پياوړي کړي."

نوموړي لیکلي: "ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشې کېدو غوښتونکي یو."

ښاغلي داوړ له بي بي سي سره خبرو کې وویل: "دومره پته لګېدلې او رسنیو ته یې هم ویلي چې په ډي اې خان کې پولیسو پر دوی کېس درلود او ځکه مو د هغوی په غوښتنه نیولي، خو دا ډرامه ده، ځکه څو احتجاجونه را روان دي، د هغه د مخنیوي لپاره نیول شوی دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې ثنا اعجاز په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر ته ویلي، له ښاغلي پښتین سره شپږ نور ملګري هم نیول شوي، چې په کې بلال مسید، ادریس پښتین، حمید وزیر، سلام مندوخېل، سلمان پښتین او فاروق شامل دي.

د اغلې اعجاز په خبره، پښتین او ملګري یې تراوسه د پېښور په "شرقي پولیسو تاڼه" کې دي، خو دوی ته ویل شوي، چې د دوی پر ضد په ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی او هغوی ته به سپارل کېږي.

بي بي سي ته ترلاسه شوي د ‌‌‌‌‌‌دېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په یاد ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

د پاکستانیو پولیسو په دغه رپوټ کې ادعا شوې چې ښاغلي پښتین په دې وینا کې ویلي و، چې اساسي قانون نه مني، ځکه چې په دې قانون کې له بشري حقونو سرغړونه شوې او داسې جوړ شوی چې ټول عمر به پنجاب واکمن او پنجاب په اکثریت او پښتانه په اقلیت کې وي.

که څه هم له مودو راهیسې پولیسو پر همدې رپوټونو د غورځنګ ګڼ شمېر فعالان د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې نیولي، خو مشر منظور پښتین لومړی ځل نیول کېږي.

محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو او ملاتړو غوښتي چې د ښاغلي پښتین د نیولو په غبرګون کې ارام پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې: "موږ به له سلا مشورو وروسته یوه ستراتیژي جوړوو."

ملتپال سیاستوال او د غورځنګ ملاتړي افراسیاب خټک خپل ټوېټر کې لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول په ټول کې د پښتنو په ځانګړي ډول د وزیرستان د خلکو پرضد د حکومت د استعماري ځپنې بېلګه ده:

"واکمن دوی سوله ییزو غوښتنو ته د غوږ نیولو په ځای خطر پارونې ته مخه کړې ده.

د منظور پښتین تر نیول کېدو تر خبر سملاسي وروسته په پاکستان کې د ښاغلي پښتین د خوشي کېدو لپاره پر خواله رسنیو ټرېنډ پېل شوی چې پکې د ښاغلی پښتین د خوشي کېدو غوښتنه کېږي.

خواله رسنیو په تېره فیسبوک او ټوېټر کې ځینې کسانو د خپل تصویر ځای د منظور پښتین انځور ته ور کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ ولسي غونډه د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې کړې وه او هملته یې اعلان کړی و چې د غورځنګ پر کلیزه (د فبرورۍ په دویمه نېټه) به د غورځنګ د وژل شوي فعال ارمان لوڼي د تلین په لړ کې ولسي غونډې کوي.

دوی دا هم ویلي و، چې د همدې میاشتې په نهمه به لورلايي کې لویه غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړوي.

لورلايي یا بوری د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده چېرې چې ښاغلی لوڼی تېر کال وژل شوی و.

دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نیول کیږي.

تردې وړاندې د غورځنګ ګڼ شمېر فعالان نیول شوي، چې پکې علي وزیر، محسن داوړ، عالم هم شامله وو چې د تېر کال په مۍ میاشت کې د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته ونیول شول او شاوخوا څلور میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.