محسن دوړ: سبا به نړۍ او ټول پاکستان کې "دروند" احتجاج وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړى محسن دوړ وايي د غورځنګ غړي به سبا د پاکستان په ټولو ښارونو کې "دروند" احتجاج کوي

دا احتجاجي لاريونونه د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر منظور پښتين د نيولو په غبرګون کې کېږي.

ښاغلي دوړ بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل دا لاريونونه به نه يوازې د پاکستان په ټولو ښارونو بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي. نوموړى وايي "د نړۍ په هر هغه ښار کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود وي احتجاج به وشي، ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته به مالومه شي چې حکومت له هغو سياسي فعالينو سره څه راز چلند کوي چې د بنسټيزو او قانوني انساني حقونو خبره کوي

."

پاکستاني پوليسو تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر له خپلو شپږو ملګرو سره په پېښور ښار کې ونيوه. د پېښور پولیسو ویلی دی به د ډیره اسماعیل خان پولیسو ته چې د ښاغلي پښتین د نیولو امر یې کړی، سپاري.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي پولیسو نن سهار په ټانک سیمه کې د دې غورځنګ دوه نور غړي ډاکټر سید عالم مسید او فضل ایډوکیټ هم نیولي دي.

د ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په یاد ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

د پاکستانیو پولیسو په دغه رپوټ کې چې بي بي سي ته ترلاسه کړې ادعا شوې چې ښاغلي پښتین په دې وینا کې ویلي و، چې اساسي قانون نه مني، ځکه چې په دې قانون کې له بشري حقونو سرغړونه شوې او داسې جوړ شوی چې ټول عمر به پنجاب واکمن، پنجاب به اکثریت او پښتانه به اقلیت کې وي.

خو محسن دوړ وايي ښاغلى پښتين له دې امله نيول شوى چې د پښتنو د يوالي او يو موټي کيدو لپاره يې د جرګې د جوړولو خبره کړې وه.

"منظور پښتين د بنو په جلسه کې د پښتنو د يوالي او اتفاق خبره کړې وه. د دوى د يوالي لپاره يې د جرګې خبره کړې وه او ويلي و چې د جګړې ختمولو لپاره د دوى يوالى ضروري دى او زه به د دغې جرګې د جوړولو لپاره هر پښتانه مشر پسې ځم."

رپوټونه وايي له منظور پښتين سره نيول شوي شپږ تنه محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته پرېښوول شوي او يوازې د ښاغلي پښتين د ١٤ ورځني توقيف حکم شوى.

دا لومړی ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټگر نيول کېږي، خو نور مشران يې وړاندې هم نيول شوي و.

تردې وړاندې د غورځنګ ګڼ شمېر فعالان نیول شوي، چې پکې علي وزیر، محسن داوړ او عالم هم شامل وو چې د تېر کال په مۍ میاشت کې د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته ونیول شول او شاوخوا څلور میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.