"د افغانستان بهرنیو چارو وزارت جوړښت کې بنسټیز سمون راځي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به د وزارت په جوړښت او د بهرني سیاست په څانګو کې بنسټیز اصلاحات راشي.

د سمونونو د یوې نوې تګلارې له مخې به په دغه وزارت کې ۱۸۰ پوسټونه چې سل هغه یې له هېواده بهر دي لغوه شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سمونونو نوې تګلاره د وزارت مسئولینو د ولسمشر په مشوره جوړه کړې ده

.

د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو په یوه خبري ناسته کې وویل چې د وزارت د تشکیلاتي پړسوب د مخنیوي لپاره به ۱۸۰ بستونه له منځه یوسي.

د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، په له منځه تلونکو بستونو کې یو معینیت او د وزارت سل بهرني پوسټونه هم دي.

ښاغلی هېواد وایي، له دې وروسته به د افغانستان په ۴۴ سیاسي استازولیو کې د سفیر په ګډون له یوه تر اوو پورې ډیپلوماتان په دندو ګوماري.

بهرنیو چارو وزارت وایي، د سمونونو له دې ګام سره به په کال کې نژدې یو میلیارد افغانۍ سپما کړي او د وزارت دننه کارکوونکو وړتیاوې به هم لوړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، په تېرو کلونو کې دغلته سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زیږولې دي او دوی ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به ګمارنې رڼې او څو پړاوه نیسي.

ګران هېواد وایي، ټوله هڅه یې داده چې بهرنیو چارو وزارت کې وړ او په کار پوه کسان په کلیدي پوستونو کې وګوماري.

بهرنیو چارو وزارت وایي، د هېواد بهرنی سیاست به له دې وروسته د اقتصادي ګټو په ساتلو ور ټول وي او د ښو کونسلي چوپړونو لپاره به د همدغو کونسلي چارو یو معینیت هم رامنځ ته کړي.

په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات په پیل کې جنجالي وو.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون ان وویل چې د دغه وزارت چارواکي د وزارت دننه سمونوو ته اجازه نه ورکوي.

کله چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني له دندې استعفی وکړه او مرستیال ادریس زمان د وزارت د چارسمبالي په توګه وټاکل شو، نو د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبرې هم ورسره پیل شوې.