ټرمپ: جنرال سلیماني باید کلونه مخکې وژل شوی وای

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د ایران سپاه قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني د وژنې دفاع کړې او نوموړی یې 'په مستقیم او غیر مستقیم ډول د میلیونونو کسانو د وژل کېدو لامل ' بللی.

پر ټويټر ښاغلي ټرمپ لیکلي، جنرال سلیماني 'د زیاتو امریکایانو د وژنې دسیسې جوړولې او کلونه مخکې باید وژل شوی وای. '

خو ایران بیا وايي، د خپل ځواکمن پوځي جنرال غچ به اخلي

.

جنرال قاسم سلیماني نن 'جمعه ۳ جنوري ' ګهیځ وختي د ډونالد ترمپ په امر د عراق پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي، 'ایران هېڅ جګړه نه ده ګټلې، خو خبرې اترې یې هم نه دي بایللې. ' نوموړي پر ټویټر یوازې دامریکا بیرغ ښکلی دی چې امریکایی مشران یې د امریکا د ځواکمنۍ او ویاړ نښه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، له ایران سره جګړه نه غواړي.

ښاغلی پومپیو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ولسمشر ټرمپ لخوا یې د قاسم سلیماني وژلو پرېکړې په هکله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره د امریکایانو خوندیتوب په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلی پومپیو زیاتوي ''د ایراني رژیم کړنې د ټولې سیمې بې ثباتۍ وسیله ده او امریکا به خپل خلک او خپلې ګټې خوندي کړي. ''

بل لور ته د عراق سیاسي او مذهبي مشرانو د جنرال قاسم سلیماني وژنه غندلې او هغه یې د عراق پر ضد تېری بللی دی.

د عراق لومړی وزیر عادل عبدلمهدي وایي، دا برید کولی شي په سیمه او تر هغې ها خوا جګړه ونښلوي. د عراق لوړ پوړي شیعه مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پر ټولو غاړو د صبر او کرارۍ غږ وکړ.

د ښاغلي سلیماني تر وژنې وروسته د حالاتو د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي، د قاسم سلیماني 'سخت غچ ' به واخلي او زیاته یې کړه چې د قاسم سلیماني تګلار به دوام لري. نوموړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

چین له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن په سیمه کې د ځواک انډول بدلون غوښت او ده خبر داری ورکړ چې دا به په سیمه کې کړکیچ زیات کړي.

برتاینا مني چې قدس یو ګواښ و، خو له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې کړکېچ ته لمن و نه وهي. داسراییلو لومړي وزیر بین یامین نتنیاهو خپل بهرنی سفر پای ته رسولی او اسرییلو ته ستون شوی دی.

د اسرایییلو پوځي راډیو وایي، د ایران یا یې د ملګرو له خوا د غچ اخیستنې هر ډول ځواب ته د تیار سۍ په حال کې دي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي، ''د نن ګهیځ پر هغه پېښه چې قاسم سلیماني او ملګري یې پکې ووژل شول، خواشینی یم، د نوموړي کورنۍ او د ایران خلکو ته تسلیت وایم. ''

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي سلیماني وژنه غندلې او دا کار یې د نړیوالو اصولو او سیمه کې د سولې او ثبات خلاف بللی دی.

د ولسي جرګې پخواني غړي لطیف پدرام د قاسم سلیماني وژنه حکومتي ترهګري بللې ده.

بل لور ته د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي اسماعیل قااني د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د القدس ځواک نومی مشر ګومارلی دی. ۶۱ کلن قااني د ایران په مشهد کې زېږېدلی او له ۱۳۵۸ کال راهیسې د سپاه پاسداران انقلاب نومي ځواک غړی دی

نورو افغانانو خواله رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه ښودلی، هغه ډله چې 'فاطمیون لېوا ' کې د افغانانو شتون ملاتړي دي، د قاسم سلیماني پر مرګ خواشیني دي، خو نورو نوموړی "د ایران په ګټه د افغانانو په کارولو" تورن کړی دی.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم خپل ټوېتر کې لیکلي، امریکا چې څه په منځني ختیځ، ایران او د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې کوي او هره ورځ تاوتریخوالی زیاتوي، نو ترې مالومېږي چې افغانستان کې د رښتونې سولې ټینګولو نیت نه لري.

د ایران ۶۲ کلن خورا ځواکمن پوځي افسر جنرال قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د القدس نومي ځواک د مشر په توګه د ایراني پوځي عملیاتو مشري کوله.

نوموړی د جمعې پر ګهیځ د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر کې د ایران پلوه شیعه ملېشې له ځینې مشرانو سره یو ځای په هغه هوايي برید کې وژل شوی، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې امر ورکړی.

د سلیماني وژل کېدو ته د واشنګټن او تهران تر منځ د اړیکو لا تاوتریخجن کېدو په نظر کتل کېږي.

 

د نوموړي په مشري ایران په لبنان کې حزب الله او نورې ایران پلوه ملېشې پیاوړې کړې، په سوریه او عراق کې یې د ایران پوځي حضور زیات کړ او د سوریې په اوږده کورنۍ جګړه کې یې د یاغیانو پر ضد بریدونه همغږي کړل.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د نوموړي وژل کېدو وروسته ویلي:

''سخته غچ اخیستنه د مجرمانو انتظار کوي. ''

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، ډونلډ ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو لپاره دې هوايي برید امر کړی و.

بل لور ته په ایران کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته وتلي، د قاسم سلیماني پر مرګ ویر کوي او د امریکا دغه اقدام غندي.

د ایران نیمه حکومتي خبري اژانس فارس چې له سپاه پاسدران سره نږدې اړیکي لري سهار وختي لومړیو کې د حشد الشعبي پر کاروان برید تایید کړ.

وروسته یې خپل سرلیک بدل کړ او د سپاه پسداران د بیان له مخې یې ولیکل:

"د اسلام سرلوړی مشر حاج(حاجي) قاسم سلیماني له یو عمر مجاهدت وروسته نن سهار د امریکايي چورلکو په برید کې شهید شو".

دا خبر هغه مهال پیل شو، چې د عراق حکومتي تلوېزون د جمعې په سهار وویل، د بغداد هوايي ډګر کې د موټرو درېدو په ځای کې پر دوو ګاډو راکټي برید شوی او څو کسان پکې ټپيان شوي دي.

وروسته عراق کې د ایران ملاتړو شیعه ملېشو(حشد الشعبي) رویټرز خبري اژانس ته وویل دې برید کې ښاغلی قاسم سلیماني او د دې وسلوالو یو مشر ابو مهدي المهندس وژل شوي دي.

اسوشېټېډ پرېس او فرانس خبري اژانس هم د عراقي چارواکو او حشد الشعبي ډلې له خولې ورته خبر خپور کړ.

ور پسې سي اېن اېن تلوېزون، نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ هم وویل چې قاسم سلیماني وژل شوی دی.

غبرګونونه

له ایران په لومړي غبرګون کې د سپاه پسداران پخواني مشر او د دغه هېواد د مصلحت پوهه ټولنې منشي محسن رضايي خپل ټوېټر کې ویلي، له امریکا به سخت غچ واخلي.

دا برید له هغه څو ورځې وروسته دی چې د حشد الشعبي اړوند د کتایب حزب الله ملاتړو بغداد کې د امریکا سفارت کلابند کړ او له امریکايي ځواکونو سره نښته هم وکړه.

دوی د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته پر سفارت چپاو ور ووړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په وروستیو کې وویل، امریکا به سیمه کې پر خپل پرسونل بریدونه ونه مني.

نوموړي ایران تورن کړ چې د سفارت تاوتریخوالي کې یې لاس درلود:

"زموږ پرضد برید ته به په وخت او زموږ د غوراوي له مخې ځای او ډول سره ځواب وویل شي. موږ له ایراني رژیم غواړو چې له بدغونو چارو لاس واخلي".