ټاکنو کمېسیون: ۱۲ ولایتونو کې د جنجالي رایو بیا شمېرنه بشپړه شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۱۲ولایتونو کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د جنجالي رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء یوه سرچینه وايي، که په پاتې ولایتونو کې د جنحالي رایو بیا شمېرنه پیل شي، دا بهیر به د دغې روانې اونۍ تر پایه ختم شي او وروسته به د ټاکنو کمېسیون د لومړي پایلو د اعلان په اړه پریکړه وکړي

.

د یاد کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، په هغو ولایتونو کې چې د رایو بیا شمېرنه پکې بشپړه شوې ده، فراه، کندز، هرات، لوګر،بادغیس، ارزګان،بامیان، لغمان، بلخ، میدان وردګ، نیمروز او سمنګان شامل دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې په سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار او پنجشیر کې د ځینو ټاکنډلو د پلویانو د اعتراضونو له امله دا بهیر لا هم دریدلی دی.

ښاغلي سادات وايي، کمېسیون غواړي امنیتي ځواکونه د دغه بهیر خوندیتوب ته پام وکړي. خو د رایو بیاشمېرنې په اړه د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو اعتراضونه لا هم په خپل ځای دی.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د رایو بیا شمېرنه د کمېسیون د کړنلارو خلاف کار دی.

ښاغلي نبیل زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي چې شاوخوا ۳۰۰ زره هغه جنجالي رایې وکاروي کومې چې د ټاکنو په ورځ له وخته مخکې کارول شوې وې، یا یې د رایه ورکوونکي عکس جنجالي و او یا یې هم ګوته تکراري وه.

خو د ټاکنو کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون کارکوونکو د تېروتنو له امله په ځینو محلونو کې په بایومټریک الو کې وخت نامناسب عیار شوی دی.

ښاغلي نبیل همدارنګه له بهرنیو موسسو او سفارتونو د افغانستان ټاکنو په بهیر کې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه او پر هغوی یې غږ وکړ چې د کوم ځانګړي نوماند په ګټه دې فعالیت نه کوي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي تدامیچي یاماموتو سره لیدلي دي.

د ښاغلي کرزي رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي په ټاکنو کې د بهرنیو د لاسوهنې په اړه خپلې اندېښنې له ښاغلي یاماموتو سره شریکې کړې دي.

حامد کرزي همدا راز غوښتي چې یوناما د یوه نړیوال بې پرې بنسټ په توګه خپل بې پرېتوب وساتې او د افغانانو ارادې ته درناوی وکړي.

یاده دې وي چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان تر اوسه دوه ځله ځنډېلی دی.‌ د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر نوماندان تور لګوي چې ټاکنو کې درغلي شوې ده او د رایو د بیا شمېرنې د بهیر درول غواړي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې ټاکنډله بیا تر ډېره د ټاکنو کمېسیون له چارو کوم شکایت نه لري‌ او بیا بیا یې غوښتنه کړې چې دا اداره دې خپل کار ته پرېښودل شي.