ټاکنو کمېسیون: که اعتراضونه په تاوتریخوالي اوړي، ‏حکومت باید مداخله وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، که د رایو د بیا شمېرنې په برخه کې کمېسیون خپل کار ته نه پرېښودل کېږي او د یو شمېر ‏ټاکنیزو ډلو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوړي او ټول بهیر ته ګواښ جوړوي نو بیا د افغان حکومت مسولیت دی چې مداخله وکړي
‎.‎
د یاد کمېسیون یوه ویاند مرزا محمد حقپرست بي بي سي ته وویل، دا د افغان حکومت دنده ده چې د ځینو ډلو د نامشروع غوښتنو مخه ونیسي، او ‏کمېسیون ته زمینه برابره کړي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي‎.‎
د نوموړي په وینا، که د تېرو ولسمشریزو ټاکنو هر نوماند د خپلو غوښتونو پر اساس د دوی دفترونه بندوي نو د ټاکنو پایلې به تر قیامته هم ‏اعلان نشي‎.‎
ښاغلي حقپرست بي بي سي ته وویل، کمېسیون د نوماندانو نظرونو ته احترام لري، خو خپلې چارې به د ټاکلي قانون په چوکاټ کې پر مخ بیایي‎.‎
له دې وړاندې یکشنبه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې خبرداری ورکړ که د جنجالي رایو بیا شمېرنه ونه درېږي د ‏قانوني او سوله ییزو لارو چارو نه په ګټې اخیستنې یې مخه نیسي‎.‎
ښاغلي عبدالله کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل که نن د ټاکنو کمېسیون په خپلې پریکړې له سره کتنه ونه کړي نو په لوی لاس به د ټاکنو ‏مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي‎.‎
خو د کمېسیون ویاند ښاغلی حقپرست وایي، دوی ټولو ټاکنیزو ډلو ته د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر په اړه کافي مالومات ورکړي، او د همدې ‏کار لپاره یې دا بهیر درې ورځې درولی هم و، خو اوس دا بهیر بیا پیل شوی او پر مخ به ځي‎.‎
ښاغلي حقپرست وویل، په ځینو ولایتونو کې لا هم د دوی دفترونه تړل شوي دي او ستونزې شته، خو که دوام وکړي نو دوی به د قانون له مخې ‏د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي‎.‎
د رایو بیا شمېرلو بهیر د لړم په ۱۸ مه نېټه په ټول افغانستان کې پیل شوی و چې په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ټاکنډلو له مخالفتونو سره مخ ‏شو‎.‎
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو کمېسیون د دوی او نورو ټاکنډلو له څارونکو پرته د رایو بیا شمېرنه پیل کړې او تېره ‏ورځ د دې ټیم غړو پریکړه کړې چې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې به ګډون ونه کړي‎.‎
د رایو د بیا شمېرنې په اړه د کمېسیون یوه کمېشنر حبیب الرحمان ننګ بي بي سي ته وویل چې په شاوخوا نهو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې ‏بهیر د یو لړ ستونزو له امله درېدلی او یا هېڅ نه دی پیل شوی، لکه په سرپل،بدخشان، کاپیسا، پنجشیر،تخار،سمنګان، فاریاب، جوزجان او ‏بغلان ولایتونو کې‎.‎
د یکشنبې سهاردې کمېسیون ویلي وو چې په ۲۸ ولایتونو کې یې د رایو بیا شمېرنه د ټاکنیزو نوماندانو، انتخاباتي څارونکو او لیدونکو په حضور ‏کې روانه ده‎.‎
د رایو د بیا شمېرنې په لړ کې د ۳۴ ولایتونو له ډلې بادغیس، اورزگان، بامیان، لغمان، میدان وردګ او نیمروز کې دا چاره بشپړه شوې وه‎.‎
د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پرون شنبه ماښام ناوخته اعلان وکړ چې د ټاکنیزو ډلو له استازو سره دې پرېکړې ته رسېدلې چې د ‏جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي‎.‎