د امریکا او طالبانو خبرو درېدو پسې خلیلزاد کانګرس ته وغوښتل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا او طالبانو خبرو درېدو پسې خلیلزاد کانګرس ته وغوښتل شو

د امریکا او طالبانو د خبرو په ماتېدو پسې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ور غوښتی، چې د خبرو د درېدو دلایل له وکیلانو سره شریک کړي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر الیوټ انګل د امریکا له خوا له طالبانو سره د خبرو مشر مرکچي دې جرګه کې ښکاره غونډې ته د خبرو لپاره ور غوښتی(احضار) کړی دی

.

ټاکلې ده دا غونډه راتلونکې اونۍ وشي او ښاغلی انګل هیله من دی چې زلمی خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ لس بجې ولسي جرګه کې وویني.

ښاغلی انګل وايي، د زلمي خلیلزاد د ورغوښتلو (احضارولو) لیک یې له هغه وروسته لاسلیک کړ چې له طالبانو سره د خبرو په هکله د وضاحت ور کولو لپاره یې څو ځلې ور وباله، خو پخپله ښاغلي خلیلزاد او د بهرنیو چارو وزارت دا بلنې بابېزه وبللې.

د ښاغلي انګل بیانیه افغان جګړه کې د دوه زره امریکايي سرتېرو وژلو کېدو ته اشارې سره زیاتوي:

"د سولې بهیر په هکله مو د حکومت پټو چارو ته د صبر کاسه ډکه شوې او د دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو وخت راغلی دی".

د نیویارک دا ډیموکراټ استازی زیاتوي: "میاشتې وشوې چې د افغان سولې په هکله مو د حکومت د پروګرام په تړاو ځواب ترلاسه نه شو کړی او اوس ولسمشر وايي، چې د سولې پروګرام مړ شوی دی. موږ باید د افغانستان لپاره د حکومت له اصلي مسوول پخپله واورو، چې څنګه او کومه برخه کې دا پروګرام له ماتې سره مخ شو".

ټاکلې وه دا اونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډیویډ کې له افغان ولسمشر او د طالب مشرانو سره وویني او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تړون بشپړ کړي، خو د یکشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ دا لیدنه لغوه کړه.

د هغه په خبره، طالبانو د دې لیدنې درشل کې د ولسي وګړو او یوه امریکايي سرتېري وژلو سره دا خبرې مړې کړې.

 

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین له دې وروسته وویل، چې د دوی مشران د امریکا د ولسمشر دې پرېکړه هیښ کړي، ځکه د سولې تړون سر ته رسېدلی و او هرڅه له امریکايي مرکچیانو سره بشپړ شوي و.

نوموړی زیاتوي، دوی لا هم د امریکا له مرکچي پلاوي سره اړیکي لري او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ورستۍ پرېکړې په اړه یې ور سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

"موږ هم حال ور کړی. دوی هم حال راکړی. رسمي ځواب ته منتظر یو".

طالب ویاند وایي، د ډونلد ټرمپ وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکایان له خپلو ژمنو شاته شوي، او پر خپل دریځ دې غور وکړي:

"که دوی سوله ییز حل نه غواړي د جګړې د دوام ملامتي به پر دوی وي".

لس میاشتې خبرې

د قطر مرکز دوحه کې نږدې لس میاشتې د امریکا او طالبانو خبرې روانې وې، خو افغان حکومت پکې ور ګډ نه و، ځکه طالبان دا دولت ناروا یا نامشروع بولي.

خو بیا هم ټاکلې وه چې کمپ ډیویډ کې د امریکا له ولسمشر سره لیدنه درې اړخیزه وي او پر طالبانو سربېره افغان ولسمشر اشرف غني هم پکې ګډون ولري.

ډېر وخت کېږي چې ښاغلي ټرمپ له افغانستان د ۱۴ زره امریکايي سرتېرو د ستنولو ژمنه کړې ده.

امریکا دې خبرو کې ځان ډاډمناوه چې له افغانستان د خپلو سرتېرو اېستلو سره به دې هېواد ته بیا وسلوالې ډلې نه ور ستنېږي.