امریکا د ۱۱ سپتمبر بریدونو قضیه کې د مهم سعودي کس نوم افشا کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا عدلیې وزارت چارواکي وايي، د هغه کس نوم افشا کوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د سعودي عربستان ښکېلتیا ادعا کوونکي یې د نوم برالا کېدل غواړي

د عدلیې وزارت وايي، دغه معلومات به له هغو مدافع وکیلانو سره شریک کړي چې د پېښې قربانیانو د کورنیو استازیتوب کوي، خو دا معلومه نه ده چې ولس ته به هم دغه معلومات ورکول کېږي که نه.

د پنجشنبې پر ورځ د امریکا عدلیې وزارت وویل، د سعودي چارواکي نوم افشا کولو پرېکړه لوی څارنوال ویلیم بار کړې

.

چارواکي وايي، ښاغلي بار پرېکړه کړې چې دولتي رازونه عام نه شي، خو د دغه کس نوم د قربانیانو کورنیو په خاطر له څارنوالانو سره شریک شي:

''ایف بي ای پوهېږي او مني چې د قربانیانو کورنۍ باید پوه شي چې د دوی له وژل شویو خپلو-خپلوانو سره څه شوي وو او باید د پېښې مسوول کسان د خپل عمل سزا وویني. ''

د قربانیانو د کورنیو څارنوالان ګومان کوي، ښايي دغه کس چې نوم یې نه دی یاد شوی، لوړ پوړی سعودي چارواکی وي او د قربانیانو کورنیو د عدلیې وزارت د پرېکړې هرکلی کړی دی.

اړوند ۱۹ بریدګرو چې هغه بریدونه یې وکړل، ۱۵ سعودیان وو.

په ۲۰۰۴ کال کې هغې کمېټۍ چې د سپتمبر ۱۱ پېښو څېړنې لپاره د امریکا د کانګریس له لوري ګومارل شوې وه، داسې هېڅ ثبوت و نه موند چې وښيي سعودي عربستان حکومت له القاعده سره مالي مرسته کړې.

خو په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) د دوو سعودیانو فهد الثومیري او عمر احمد البیومي په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې وې، چې ادعا کېږي له بریدګرو سره یې مرسته کړې وه.

د واشنګټن رپوټ له مخې ښاغلی الثیمري د یوې سعودي کونسلګرۍ مامور و او دغه راز د ښاغلی البیومي په تړاو ګومان کېږي چې په سعودي استخباراتو کې یې دنده درلوده.

د ایف بي ای په رپوټ کې چې اصلاح شوې بڼه یې خپره شوې وه، یو دریم نوم هم یاد شوی و، خو دغه نوم توره کرښه ایستل شوې وه او هغه کورنۍ چې د سعودي حکومت پر خلاف یې عریضه کړې، د دغه درېیم نوم د افشا کېدو غوښتنه کوي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ بریدګرو په نیویارک کې د سوداګرۍ مرکز له ودانیو سره او په واشنګټن ډي سي کې له پینټاګون سره هغه الوتکې ټکر کړې چې دوی یې کنترول په لاس کې اخیستی و.

یوه بله دغسې الوتکه د پنسلوانیا ایالت په یوه کرونده کې وغورځېده. سعودي عربستان تل له دغو بریدګرو سره هر راز اړیکه یا تړاو درلودل رد کړي دي.