"افغان حکومت اړ نه دی چې د طالبانو فرمایشونه ومني"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان حکومت هېڅ اړ نه دی چې د سولې د خبرو په لړ کې د طالبانو فرمایشونه ومني.
ښاغلي صدیقي 'چارشنبه ' کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، حکومت د سولې لپاره چمتو دی چې 'ان د طالبانو په څېر له یوې ورانکارې ډلې ' سره هم خبرې وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړه، 'وسله وال طالبان پرته له دې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني، بله هېڅ کومه چاره هم نه لري. '
د افغان حکومت دا دریځ په داسې حال کې تکرارېږي چې په دوحه کې د افغان طالبانو استازي او امریکایی پلاوی وایي، د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي دي او وروستۍ هوکړې ته نژدې دي.
ښاغلي صدیقي وویل، 'د طالبانو په څېر یوه وسله واله ډله نه شي کولای چې د یوه نظام او ټاکل شوي حکومت پر وړاندې ودرېږي او فرمایشونه وکړي. ' ده زیاته کړه، 'طالبان باید دا حقیقت ومني چې افغانستان بدل شوی دی، او باید د سولې د پروسې له لارې سیاسي بهیر ته ورګډ شي. '
په دې خبري ناسته کې د افغان ولسمشر له ویانده په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او احتمالي وتلو په اړه هم پوښتنه وشوه.
ښاغلي صدیقي وویل، د یوه حکومت په توګه د دوی هیله دا ده چې یوه ورځ دې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه وي، خو په اوسنیو شرایطو کې افغان ځواکونو او بهرني ملاتړي یې د یوه ګډ ګواښ پر ضد جنګېږي.
ښاغلي صدیقي وویل، افغان ځواکونه لا هم د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري، او د حکومت غوښتنه دا ده چې بهرنیان پر همدې برخو ډېره پانګونه وکړي.
د ده په وینا، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل او یا هم وتل په شرایطو پورې اړه لري، خو ټینګار یې وکړ چې 'افغان ځواکونه اوس پیاوړي دریځ کې دي او د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. '
ښاغلي صدیقي وویل، 'حکومت به له یوه پیاوړي دریځه له وسله والو طالبانو سره مذاکرات پیلوي، او طالبانو سره خبرې په دې معنی نه دي چې حکومت ماتې خوړلې. '
ده وویل، حکومت خبرو ته ځکه لېواله دی چې غواړي 'په افغانستان کې سوله راشي او د عامو خلکو وژنه پای ومومي. '
بل لور ته په دوحه کې د وسله والو طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خپلمنځي خبرو نهم پړاو لا هم روان دی.
د افغان ولسمشر ویاند نن چارشنبه خبریالانو ته وویل، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به راتلونکې یوه یا دوه ورځو کې کابل ته ځي او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره به د دې خبرو وروستي جزئیات شریکوي.
دوحه د طالبانو د دفتر ویاند ویلي، په چارشنبه به هم له امریکايي پلاوي سره د هوکړې پر سر خبرې روانې وي چې په وینا یې ژر به افغانانو ته یو ښه زېری وړاندې کړي.
تېره ورځ سهیل شاهین په وروستي ټویټ کې ویلي وو، طالب پلاوی هڅه کوي چې د هوکړې وروستي ټکي نهايي کړي. دواړوې خواوې اوس د هوکړي انګلیسي، پښتو او دري متنونه سره پرتله کوي چې نیمګړتیاوې او توپیرونه پکې ختم کړي.