د برتانیا ملکې د پارلمان د ځنډولو حکم وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د برتانیا ملکې الېزابت په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د دې هېواد د پارلمان د ځنډولو حکم کړی دی. ملکې الېزابت دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړه چې لومړي وزیر بورېس جانسن ورنه د پارلمان د ځنډولو غوښتنه وکړه.

مخالفینو د لومړي وزیر پر دې غوښتنه سختې نیوکې کړې دي او ځینو دا د جمهوریت لپاره یوه بده ورځ بللې. پخپله د واکمن محافظه کاره ګوند ځینو غړو هم د لومړي وزیر جانسن دا ګام غندلی دی.
د دوی وېره دا ده چې اوس به پارلمان کافي وخت ونه لري چې له اروپایي ټولنې د وتلو پر موضوع بحث او خبرې وکړي. ټاکل شوې ده چې برتانیا د اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه له اروپایي ټولنې رسماً ووځي.
لومړی وزر بورېس جانسن هڅه کوي چې تر هغې نېټې له اروپایي ټولنې سره یو جوړجاړي ته ورسېږي.
خو ډېرو سره دا اندېښنه ده چې په دومره لنډه موده کې ښایي هېڅ جوړجاړی ونشي، او برتانیا به له کومې هوکړې یا تړون پرته له اروپایي ټولنې جلا کېږي.
د لومړي وزیر د غوښتنې او د ملکې الېزابت د حکم پر اساس به د برتانیا پارلمان د اکتوبر پر څوارلسمه نېټه بېرته خپلې ناستې پیلوي.
ښاغلي جانسن ویلي، د پارلمان بېرته پرانیستل کېدو نه مخکې به ملکه الېزابت ولس ته په وینا کې د ده "په زړه پورې اجنډا" اعلانوي.
د برتانیا په پارلمان کې د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن هم دا ګام غندلی او ویلي یې دي، لومړی وزیر بورېس جانسن په دیموکراسۍ ملنډې وهې.
نوموړي ګواښ کړی چې د پارلمان په راتلونکې ناسته کې به د پارلمان د ځنډونې د مخنیوي هڅه کوي، او له لومړي وزیر جانسن نه به هم د باور رایه بېرته اخلي.