سعودي عرب افغانستان ته بې ګټې پور ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان او سعودي عرب دوه بېلا بېل قراردادونه لاسلیک کړي دي چې پر بنسټ به یې سعودي عرب افغانستان ته له ګټې پرته ۲۲۰ میلیونه سعودي ریال پور ورکوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي په دې پېسو به د کابل د حلقوي سړک یوه برخه او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۱۰۰ ښوونځي ودان کړي.

سعودي عرب ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د افغانستان د ماليې وزیر محمد همایون قیومي او د سعودي عرب د پراختیايي صندوق د چارواکو تر منځ له ګټې پرته د سعودي لخوا افغانستان ته د پور قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د ماليې وزارت ویاند شمع روز خان مسجدي وايي، د همدې قرارداد له مخې به سعودي عربستان افغان حکومت ته د کابل د حلقوي سړک د یوې برخې جوړولو لپاره ۱۸۰ میلیونه ریال ورکوي.
د کابل حلقوي سړک شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ټول سړک پر رغوونه ۱۱۰ میلونه ډالر لګښت اټکل شوی دی.
دا سړک د کابل د پلچرخي په سیمه کې د کابل ـ جلال اباد له لویې لارې پیلېږي، او د ده سبز ولسوالۍ کې د کابل ـ پروان له لویې لارې، د پغمان ولسوالۍ د حیدر خان کلا په سیمه کې د کابل ـ میدان وردګو له سړکه او د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د کابل ـ لوګر له لویې لارې تېرېږي او په ټوله کې د کابل پر ټول ښار راڅرخي.
د افغان او سعودي چارواکو تر منځ د پور دویم قرارداد په ټول افغانستان کې د ۱۰۰ ښوونځیو ودانولو په تړاو دی.
د سعودي عرب پراختیايي صندوق د همدې ښوونځیو د ودانولو لپاره ۱۸۷ میلونه ریال پور افغان چارواکو ته منلی چې د کلیو پراختیا او بیا رغونې او پوهنې وزارتونه به د ښوونځو د جوړولو لپاره ګډ کار کوي.
د لاسلیک شویو قراردادونو پر اساس به افغان حکومت سعودي عربستان ته بېرته همدا پورونه ۴۰ کاله وروسته ورکوي.