د پېژند پاڼو د تأیید نوی مرکز به تر ۲۵۰۰ تذکرې تایید کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د تذکرو د تأیید لپاره یو مرکز پرانېستل شو چې د تذکرو (پېژندپاڼو) د تأیید پروسه چټکه شي. مخکې په افغانستان کې ډېری تذکرې د کاغذي پاڼو په ډول صادرېدې چې د جعل او درغلیو احتمال یې زیات و.

افغان دولت تذکره لرونکي اړ باسي، څو د پاسپورټ اخېستلو پرمهال خپلې تذکرې تأیید کړي

.

مخکې د دې تذکرو تأیید زیات وخت غوښت، خو نن د شنبې په ورځ '۲۴م د اګسټ' د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي اعلان وکړ چې د دې مرکز په جوړېدو سره به افغانانو ته "چټکوالی، روڼوالی او سهولت" رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې ټول د نفوس ثبتونې کتابونه برېښنايي شوي او خلکو ته یې خپل خدمات اسانه او لاره چاره چټکه کړې ده.

مخکې د تذکرو د تأیید دا پروسه خلکو ته پیچلې او له فساده ډکه یاده شوې وه چې د نوي سستم په راتلو به فساد او کمېشنکاري له منځه لاړه شي.

مخکې تر دې به کاغذي پېژندپاڼې د تایید لپاره د ارشیف له کتابونو سره د مطابقت لپاره کتل کېدې چې دې پروسې زیات وخت نیوه خو اوس د پاسپورټ له ریاست سره نږدې د دې نوي مرکز پرانېستل به د خلکو ستونزې کمې کړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې په دې مرکز کې به د ورځې له دوو زرو څخه تر ۲۵۰۰ پورې تذکرې (پېژند پاڼې) تأیید شي، نوموړي د هغه کسانو په اړه چې دا کاغذي پېژند پاڼې یې ترلاسه کړي ویلي چې ښايي کابو ۲۵ میلیونه خلک په هېواد کې کاغذي تذکرې ولري.

افغانستان په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د الکترونیکي تذکرو ویش پیل کړ چې تراوسه کابو ۲۰۵ زره تنو دا تذکرې اخېستې دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دې پروسې مخالفت وکړ او ویې ویل چې د لویې ملي مسئلې په توګه د برېښنایي (الکترونیکي) تذکرو ویش لپاره ملي اجماع ته اړتیا ده.