عوامي نېشنل ګوند یو ځل بیا د ټوپک خولې ته درول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو کې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي دي. وروستۍ پېښه څلور ورځې مخکې مرکزي ښار پېښور کې وشوه، چې د دغه ګوند یو ځايي مشر سرتاج خان هدفي برید کې ووژل شو

.

د ځايي پولیسو په وینا سرتاج خان پر مرۍ وېشتل شوی و، چې له کبله یې ځای پر ځای ساه ورکړه. له دې یوه ورځ وروسته سوات کې د ګوند یوه مشر عبدالله یوسفزي پر ورور او وراره موټر سایکل سپرو کسانو ډزې وکړې او ټپیان یې کړل.

که څه هم رسماً په دې تړاو څه نه دي ویل شوي، خو د پولیسو په خبره د پېښور او سوات پېښې ورته دي او د ترهګرۍ بڼه لري. تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت هم نه دی منلی.

د سې شنبې پر ورځ د ګوند مشرتابه له لوري د صوبايي اسمبلۍ یا پارلمان مخې ته دې لړ کې احتجاج هم شوی دی.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې د دغه ګوند پر غړو د بریدونو لړۍ روانه ده. دغه بریدونه لومړی ځل هغه مهال پیل شول چې په سوات کې له حکومت سره د سولې له هوکړې وروسته وسله والو طالبانو له هوکړې سرغړونه وکړه او د څنګلورې ضلعې بونیر ولکه کولو هڅې یې پیل کړې.

عوامي نېشنل ګوند هغه مهال په صوبه کې واکمن و او پر طالبانو یې له هوکړې د سرغړونې تور پورې کړ او د ترهګرو په نامه یې یاد کړل.

د عوامي نېشنل ګوند مشران ادعا کوي چې تېره یوه لسیزه کې د دوی له زرو ډېر غړي او مشران وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د پاکستان فدرالي او ایالتي پارلمانونو غړي، وزیران او د ګوند غړي شامل دي. دغو بریدونو کې د عوامي نېشنل ګوند پلويانو بلور کورنۍ دوه کسان وژل شوي دي.

د بلور کورنۍ یو مشر بشیر احمد بلور ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې نوموړی د مشر وزیر په حیث دنده درلوده. یو کال مخکې د ښاغلي بلور زوی هارون بلور د پلار په څېر د ټاکنیز کمپاین پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د دغې کورنۍ پر مشر غلام احمد بلور د ۲۰۱۳ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال برید وشو، چې نوموړي ته پکې زیان و نه رسېد، خو د ګوند ۱۵ غړي ووژل شول.

اوس چې نه عوامي نېشنل ګوند واکمن دی او نه هم د سخت دریځو پر ضد په هماغه لهجه څه وايي، ولې لا هم پرې بریدونه کېږي؟ د ګوند ایالتي عمومي منشي سردار حسین بابک وايي:

''موږ له ترهګرۍ سره کلک مخالفت کړی او همدا زموږ پر مشرانو او فعالانو د بریدونو سبب دی. د هېواد نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو له حالاتو سره سم خپل دریځ بدل کړی، خو موږ اوس هم پر لسیزه پخواني دریځ کلک ولاړ یو. ''

 

ښاغلی بابک وايي، ''د هېواد په لر او بر کې د جهادي تنظیمونو اړوند ځوانان له بیرغونو سره ګرځي، بسپنه کوي او دا هر څه د حکومت پر وړاندې کېږي، خو څوک یې پوښتنه نه شي کولای او که څوک ورسره مخالفت کوي، غږ یې غلی کېږي. ''

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر وايي، د دوی پر ګوند تل له ټولټاکنو سره هممهاله بریدونه ډېرېږي. نوموړی ادعا کوي چې قبایلي سیمو کې د دوی د ګوند کاندیدانو پر ضد دوسیې ثبت شوې دي، چې په ټاکنو کې یې د ګډون مخه ونیول شي او پر ځای یې د (خوښې وړ) کسان بریالي شي.

لیکوال او د چارو شنونکی عقیل یوسفزی وايي، د سخت دریځو تنظیمونو، امریکا - پاکستان اړیکو او په ځانګړې توګه د افغانستان په هکله د پاکستانیو ادارو د پالیسیو په تړاو عوامي نېشنل ګوند تل یو ځانګړی دریځ درلود چې په وینا یې ښايي د پاکستاني پوځي او استخباراتي ادارې ډېرې خوښې نه وې.

نوموړی وايي، کله چې دغه ګوند پورته کېږي او د خلکو ملاتړ تر لاسه کوي، همداسې د (غیر دولتي عناصرو) له لوري هڅه کېږي چې په نښه شي او د ګوند مشرتابه په دې اړه ښکاره څرګندونې کړې دي. په تېر کې د عوامي نېشنل ګوند پر وزیرانو او پارلماني غړو د ځینو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینې سخت دریځو وسله والو تنظیمونو منلی و.