د دبۍ د امیر مېرمن لندن ته تښتېدلې او پټه شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د دوبۍ واکمن شیخ محمد المکتوم یوه مېرمن شهزادۍ هیا بنت الحسین وايي، له مېړه تښتېدلې او د وژل کېدو وېره لري. نوموړې په لندن کې پټ ژوند کوي

بل لور ته ۶۹ کلن میلیاردر شیخ محمد پر انسټاګرام پاڼه له غوسې ډک یو شعر خپور کړی چې پکې یې پر یوې نامعلومې ښځې د 'خیانت او بې وفايي ' تور پورې کړی دی

.

۴۵ کلنې شهزادۍ هیا چې اردن کې زېږېدلې او برتانیا کې یې زده کړې کړې دي، له شیخ محمد سره ۲۰۰۴ کال کې واده وکړ، د نوموړې شپږمه او تر ټولو کشره مېرمن شوه.

رپوټونو کې ویل شوي، شیخ محمد له خپلو ټولو مېرمنو ۲۳ اولادونه لري. شهزادۍ هیا د سږ کال لومړیو کې جرمني ته تښتېدلې وه، د پناه غوښتنه یې کړې وه او اوس د مرکزي لندن یوه داسې کور کې اوسي چې ارزښت یې ۱۰۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

ویل کېږي نوموړې غواړي په ستره محکمه کې د دغې قضیې لپاره عریضه وکړي. پوښتنه دا ده چې ولې نوموړې له شاهي ژونده وتښتېده او ولې د وژل کېدو وېره څرګندوي؟

شهزادۍ هیا ته نژدې سرچینې وايي، نوموړې ته پروسږکال د واکمن یوې لور شیخه لطیفه دوبۍ ته له مبهمې ستنېدا وروسته خورا ترخه حقیقتونه معلوم شوي دي.

شیخه لطیفه د یوه فرانسوي سړي په مرسته د سمندر له لارې تښتېدلې وه، خو وروسته وسله والو کسانو له هند سمندره بېرته کور ته ستنه کړه.

شهزادۍ هیا هغه مهال د ایرلنډ له پخوانۍ ولسمشرې ماري رابنسن سره یو ځای هغه قضیه کې د دوبۍ له دریځه دفاع کړې وه. د دوبۍ چارواکو هغه مهال ویل چې تښتېدلې شیخې لطیفې ته 'ښايي زیان رسېدلی وی،' خو په وینا یې 'اوس په دوبۍ کې خوندي ده. '

خو د بشري حقونو فعالانو په خبره نوموړې د خوښې خلاف په زور بیول شوې وه.

له هغه وروسته ادعا وشوه چې شهزادۍ هیا ته نوي حقیقونه معلوم شوي وو او د مېړه کورنۍ لخوا پرې دومره فشار ډېر شوی و، چې بالاخره یې هلته ځان خوندي نه باله.

د یوې سرچینې په خبره نوموړې وېره لري چې و به تښتول شي او په زوره به بېرته دبۍ ته ورسول شي. لندن کې د متحده عربي اماراتو سفارت پر دې موضوع له څه ویلو ډډ‌ه کړې چې دوی یې د دوو انسانانو تر منځ شخصي موضوع بولي.

خو دغه کیسه یو نړیوال اړخ هم لري. داسې فکر کېږي چې ښايي د اکسفورډ پوهنتون لوستې شهزادۍ هیا په برتانیا کې پاتې کېدل وغواړي او که شیخ محمد د مېړه په حیث د هغې بېرته ستنولو غوښتنه وکړي، ښايي د برتانیا لپاره یو دیپلوماتیک جنجال جوړ کړي چې دبۍ سره تاوده اړیکي لري.

دغه قضیه د اردن لپاره هم یو جنجال دی، ځکه شهزادۍ هیا د د اردن د پاچا عبدالله ناسکه خور ده. نژدې دوه نیم سوه زره اردنیان متحده اماراتو کې روزګار لري چې خپل هېواد ته نغدې پیسې لېږي او اردن نه شي کولای له دبۍ سره لاس او ګریوان شي.