خلیلزاد: که د سولې بهیر نتیجه ورکړه، خپلې وسلې پر ځمکه ږد

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که چیري د سولې بهیر نتیجه ورکړي، امریکا چمتو ده په افغانستان کې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.
نوموړي ویلي، د سولې د هر بهیر په پایله کې ټولې ښکېلې خواوې وسلې پر ځمکه ږدي.

ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کوي چې طالبانو د وسلو ایښودلو په اړه د نوموړي د تېرې ورځې غوښتنې ته سخت غبرګون وښود.
زلمی خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي چې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د ټولو غاړو موافقه د یادو پایلو تر لاسه کولو په لور لومړنی قدم دی.​
نوموړي د شنبې په ورځ په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"د سولې د هر بهیر په پایله کې ټولې ښکیلې غاړې وسلې په ځمکه ږدي. د تاوتریخوالي پر کمیدو د ټولو غاړو موافقه، د دغو پایلو ترلاسه کولو په لور اړین قدم او یو مسولانه اخلاقي انتخاب هم دی، موږ چمتو یو."
​ښاغلی خلیلزاد چې دا مهال د قطر مرکز دوحه کې له وسله والو طالبانو سره د افغان سولې په اړه په شپږم دور مذاکراتو بوخت دی تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي و چې طالبانو څخه یې په ټینګه د تاوتریخوالې بندولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي و چې طالبانو ته یې ویلي، افغانان چې ستاسو وروڼه او خویندي دي، نور جګړه نه غواړي.
خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې وه چې طالبانو ته ویلي چې نور د وسلې ایښودو، جګړې او تاوتریخوالې پای ته رسېدو او د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو وخت رارسېدلی دی.
خو وسله والو طالبانو تېره ورځ د ښاغلي خلیلزاد د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې نوموړی دي له دوی څخه د وسلې ایښودو تمه نه لري.
د افغان سولې په اړه امریکايي او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
زلمي خلیلزاد ویلي و چې سولې ته د رسېدو لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ډاډ، بین الافغاني خبرو، سرتاسري اوربند او د تاوتریخوالې پر کمېدو خبرې کېږي.
·       روانو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه اختلافات کم شوي
د اسوشیټېد پرېس " آی پي" خبري آژانس له دوحې د دغو خبرو په اړه په یو راپور کې د طالبانو د سرچینو د ویناو له مخې ویلي، چې په روانو خبرو کې دواړو خواو ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال ویش په سر اختلاف راکم شوی.
طالب چارواکو دغه آژانس ته ویلي، چې اوس مهال دواړه غاړې د دې مسلې په اړه پر نوو وړاندیزونو باندې غور کوي.
دغه طالب چارواکي وايي، لا هم په دې برخه کې یوې وروستۍ موافقې ته د رسېدلو لپاره د بحث دوام ته اړتیا شته دی.
تر اوسه لا د نوي وړاندیز جزئیات څرګند شوي نه دي.