مسکو درې اړخیزه غونډه: افغانستان کې د اوربند ملاتړ اعلان شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

امریکا، روسیې او چین په افغانستان کې د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو غوښتنه کړې او ددې موخې له پاره یې د اوربند ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان مسالې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر قبولوف او د چین د بهرنیو چارو وزارت له غړي دېن کشون سره پر 'پنجشنبه د اپرېل پر ۲۵ په مسکو کې څېړلې دي.

په خپره شوې وینا کې د افغانستان پر ملي واکمنۍ ټینګار شوی او طالبان هڅول شوي چې ژر د حکومت په ګډون له ټولو افغان لورو سره ګډې غونډې ته کېني.

په خپاره شوي تفاهم لیک کې د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د درناوي تر څنګ ویل شوي، 'ټول درې اړخونه د ټولو افغانانو په ګډون او د افغانانو په مشرتابه د سولې خبرو ملاتړ کوي او دې لړ کې مرستې ته چمتو دي. '

تفاهم لیک کې ویل شوي 'د غونډې ګډونوال پر افغان طالبانو غږ کوي چې څومره ژر کېدای شي د حکومت په ګډون د افغانانو د استازو له پراخ پلاوي سره خبرو ته کښیني. ' دغه راز ویل شوي 'فبرورۍ کې د مسکو غونډې د غوښتنې په تسلسل سره موږ په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو دویم پړاو تایید کوو. '

په اعلامیه کې له نړیوالو اورپکو ډلو او سازمانونو سره په افغانستان کې د مبارزې لړ کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ اعلان شوی دی او د طالبانو هغه ژمنه یاده شوې، چې وايي، د داعش پر ضد به جګړه کوي او د القاعده په ګډون به له نورو توندلارو ډلو سره اړیکي پرې کوي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې به د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د غونډې ګډونوال وايي، د اوربند لپاره د افغانانو غوښتنه تاییدوي او د لومړي ګام په توګه د ټولو ښکېلو لوریو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره رغنده اقدامات وکړي.

د غونډې ګډونوالو له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې د مخدره موادو ګواښ مخنیوي لپاره مبارزه وکړي او په تفاهم لیک کې د سولې یوه هر اړخیز جوړ جاړي یوې برخې په توګه له افغانستانه په منظم ډول د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتنه شوې.

دغه راز ټولو دريو اړخونو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د دوی دغه تفاهم تایید کړي او د افغانستان په هکله د لا پراخې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو ته چمتو شي.

ګډونوال وايي د راتلونکې درې اړخیزې غونډې لپاره به چې بیجینګ کې کېږي د نېټې او ترکیب په پار له دیپلوماتیکو لارو سلا مشورې کوي.

افغانستان کې د روسیې سفارت د چارشنبې پر ورځ (اپریل ۲۴/غوایي ۳مه) رسنیو ته یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي و، د مسکو دا درې اړخیزې خبرې د افغانستان په تړاو د خبرو نوې بڼه نه ده، بلکې افغانستان کې د سولې بهیر کې د مشهورو نړیوالو لوبغاړو د هڅو په چوکاټ کې د سولې زمینې برابرولو یوه هڅه ده.

د سولې لپاره 'د افغانانو خپلمنځي' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.