عمران خان د بېسوادۍ اتل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عمران خان د بېسوادۍ اتل شو

ایران ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هلته یوې غونډې ته وینا کې جرمني او جاپان نه یوازې څنګلوري هېوادونه بللي، بلکې د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دویمه نړیواله جګړه کې میلینونه انسانان هم وژل شوي دي


.

پر خواله رسنیو د عمران خان د وینا هغه ویډیويي کلېپ خورا ډېر لاس په لاس شوی، چې په اروپا کې پروت جرمني او ختیځه اسیا کې پروت جاپان د یوه بل ګاونډیان بولي.

نوموړی دې کلېپ کې وايي:

''څومره مو چې له یوه بل سره سوداګري ډېره شي، اړیکي به مو ښه شي. جرمني او جاپان سلګونه زره خلک سره ووژل، خو له دویمې جګړې وروسته یې د خپلمنځي پولې سیمه کې په شریکه فابریکې ودانې کړې او له هغه راهیسې یې د اړیکو خرابیدو هېڅ پوښتنه نه مطرح کېږي، ځکه ګټه یې شریکه ده. ''

جرمني او جاپان په دویمه جګړه کې اتحادیان وو، دوی څنګه د یوه بل خلک ووژل او زرګونه کیلومتره لرې یو هېواد څنګه د بل ګاونډی کېدای شي، دا هغه پوښتنه ده، چې د عمران خان څرګندونو اورېدونکو ذهنونو کې راپورته شوې او ویډیويي کلیپ یې له ټوکو ټکالو سره لاس په لاس کېږي.

عمران خان ښايي غوښتل جرمني او فرانسه یاد کړي، خو د خواله رسنیو کاروونکي یې د لفظي تېروتنې بښلو ته چمتو نه ښکاري.

د ښاغلي خان تردې خبرو وروسته نه یوازې پر خواله رسنیو بلکې یو شمېر پاکستانيو او هندي رسنیو هم پر نوموړي نیوکې کړې او وایي چې د پاکستان لومړی وزیر عادي معلومات هم نه لري.

که څه هم یو شمېر پاکستانیو سیاستوالو هم پر لومړي وزیر نیوکې کړې، خو د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا له ښاغلي خان سره سره پر اکسفورډ پوهنتون هم نیوکه کړې، چې د ده په خبره عمران خان ته يې هلته یوازې د کرېکټ لوبې له برکته د زده کړې فرصت ورکړی و.

 

ځینې خواله رسنۍ کاروونکو د ښاغلي خان خبرو پورې د خندا په توګه پر خپلو پاڼو د نړۍ نقشه خپره کړې او جاپان او جرمني یې پکې په نښه کړي دي، خو ځینې بیا له دې هم یو ګام مخکې تللي او اناالحق نومي یوه کاروونکي لیکلي:

 

''جرمني او جاپان پرېکړه کړې چې پر خپله ګډه پوله بادام وکري '' البته ځینو بیا خبره شاعرانه کړې او محمد حضران نومي یو کس لیکلي:

''د عمران خان هدف د زړونو پولې دي، هغه د احساساتو او ارادو پولې یادوي، خو تاسې چېرې پرې پوهېږئ! ''

 

 

د یادونې ده چې عمران خان لومړی ځل د نړیوالو موضوعاتو په هکله کم علمي نه ښيي، بلکې پروسږ کال یې د اقتصادي دیپلوماسۍ پر موضوع یوه کنفرانس کې 'افریقا د پرمختګ په حال کې هېواد ' بللی و.

ښايي همدې ته په پام سره د خواله رسنیو ځینې کاروونکي وايي، ''لطفاً یو څوک عمران خان ته جغرافیه ورزده کړئ او یا د ده لپاره یو داسې کس ومومئ چې ویناوې یې ورته ولیکي. ''