غني: اساسي قانون څنډې ته کول کودتا ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هر هغه څه چې د افغانستان اساسي قانون څنډې ته کوي، یوه کودتا ده. ولسمشر غني د افغانستان ملي شورا له نویو ټاکل شویو غړیو سره لومړنۍ ناسته کې زیاته کړه، ''تاسې د ولسواکۍ شریکان یاست او موږ او تاسې په تقابل کې نه یوو، بلکې ملت ته د دولت د حساب ورکولو، د قانون د حاکمیت بېلګه او د ولسواکۍ او اساسي قانون پر بنسټ د ثبات د ټینګښت شریکان یوو

. ''

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې ''د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نه شي، هره ستونزه چې لرو باید په ګډه یې د حل هڅه وکړو. د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ درناوی لازم دی او د لوبې اصول او قواعد باید تعیین کړو. ''

ولسمشر غني ټاکل شویو استازو ته په خبرو کې د سولې او سولې مشورتي جرګې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې یې د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو فعال شتون مهم وباله.

تېره اونۍ په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي کنفرانس له لغوه کېدو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري.

د ارګ په وینا، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني.

بل لور ته د سرچینو په خبره افغان حکومت غواړي چې مشورتي لویه جرګې کې د پارلمان د نویو غړو په ګډون سره د دې جرګې باور او رواتوب یا مشروعیت نور هم زیات کړي.

 

دغه سرچینې وايي، حکومت غواړي د مشورتي لویې جرګې له رابللو مخکې نوی پارلمان پرانیزي او ولسمشر غني له نویو ټاکل شویو پارلمان غړو سره خبرو کې ژمنه وکړه ''زه چمتو یم په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم. ''

 

مشورتي لویه جرګه راتلونکې یکشنبه 'د اپرېل ۲۸ ' کابل کې جوړېږي.