دوحه کنفرانس؛ د کرزي ملاتړ خو د نور مخالفت

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر بي بي سي ته ویلي، نوموړی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هغه کنفرانس د ګډونوالو له لېسته ملاتړ کوي چې ټاکل شوې ده راتلونکې جمعه ترسره شي.

په دې لېست کې، چې نن سه شنبه د ارګ لخوا اعلان شو، د ۲۵۰ کسانو نومونه راغلي. ټاکل شوې ده چې دا کسان به دوحه کې له وسله والو طالبانو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

خو ښاغلي کرزي زیاته کړې چې له پخوا یې پرېکړه کړې وه چې دې کنفرانس کې به پخپله دی ګډون نه کوي. البته دا ګډون له کنفرانس سره د مخالفت په معنا نه دی.

خو بل لور ته د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور د کنفرانس د ګډونوال له لېست سره مخالفت څرګند کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوحې کنفرانس ګډونوالو هغه نوملړ ردوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ خپور کړی دی. نوموړی زیاتوي، د ارګ په لیست کې هغه کسان شامل دي، چې حکومتي چارواکي دي او یا د ارګ د خوښې وړ کسان دي.

د ښاغلي نور په پیغام کې ویل شوي، لیست کې ټولنیز انډول ته پام نه دی شوی او د جهاد او مقاومت برخې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی.

 

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د لیست سربېره یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، په دې لیست کې د سیاسي ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي کسان ځای پر ځای شوي دي.

په دې لیست کې د عبد رب الرسول سیاف نوم هم نه شته.

په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلي.

طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د "بین الافغاني" خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوي، نو هلته به مطرح کېدونکي نظرونه شخصي بڼه ولري نه د حکومت رسمي دریځ.

دوې ورځې وړاندې، د دوحې غونډې د ګډونوالو په اړه د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړې شوې شورا ویاند عمر داودزي ویلي وو، کاري کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو مني چې نانندرۍ لا هم شته.